چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهخليلزاد د حقاني شبکې او ملا برادر اختلاف تاييد او د برادر...

خليلزاد د حقاني شبکې او ملا برادر اختلاف تاييد او د برادر ملاتړ وکړ

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مستعفي شوي ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تاييد کړه، چې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات موجود دي.

هغه له طلوع نيوز سره په یوه تازه مرکه کې دا هم وويل، چې دا اختلافات طبيعي او تر ډېره د طالبانو د حکومتولۍ د بڼې او پکې د نورو سياسي لوريو د حضور د څرنګوالي په اړه دي.

زلمي خليلزاد د حقاني شبکې او ملا برادر ډلې د اختلافاتو په اړه د څو مسلسلو پوښتنو په ځواب کې په ضمني توګه دا اختلافات تاييد کړل.

هغه په ورته وخت کې د ملا برادر په اړه مثبت نظر څرګند او په دې توګه ترې ملاتړ وکړ.

د خليلزاد په وينا، برادر وطن دوسته او د شرايطو په درک کولو حاکم مشر دی.

زلمي خليلزاد په مسلسله توګه د ملا برادر نوم د افغانستان د يوه مشر په توګه ياد او په دې ډول ورته خپل ارادت وښوده.

په وروستيو کې د حقاني شبکې او ملا برادر ډلې تر منځ د خپلمنځیو اختلافونو موضوع ډېره رسنيزه شوې ده.

ويل کيږي، چې دا اختلافات تر ډېره د واک د وېش په سر دي.

د طالبانو وياندويانو بيا د دوی په ليکو کې د اختلافاتو موجوديت رد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی