چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د داعش په وړاندې د طالبانو د بري غوښتونکې ده

امریکا وايي، د داعش په وړاندې د طالبانو د بري غوښتونکې ده

تاند (سې شنبې، د عقرب ۱۸مه) د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی د داعش پر قوت اخیستو اندېښنه ښيي خو هیله لري چې طالبان به یې په افغانستان کې مخه ونیسی.

ټام ویسټ پرون /دوشنبې وویل، متحد ایالتونه په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې د حملو پر زیاتېدو اندېښمنه ده.

ده چې، د ټېلفون له لارې په واشنګټن کې له خبریالانو سره ږغېده، وویل، واشنګټن غواړي چې طالبان د داعش پر ضد په جګړه کې بریالي شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوي استازي همداراز وویل، واشنګټن په دې کار کوي چې استخباراتي ادارې یې له طالبانو سره بل پړاو خبرې وکړي.

ده له طالبانو سره د امریکا د استخباراتي ادارو د خبرو د بل پړاو د نېټې په هکله څه ونه ویل.

د اګست په ۱۵ د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو

ټام، چې په وروستیو کې د زلمي خلیلزاد پر ځای د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګومارل شوی، په کابل کې د امریکا د سفارت په اړه وویل چې واسنګټن حاضردمه د خپل سفارت پر پرانیستلو غور نه کوي.

د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم امریکا له کابل څخه خپل سفارت دوحې ته انتقال کړ او ګڼو نورو لوېدیځو هیوادونو خپل سفارتونه بند کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب