سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د مسک یوه خبره په ۶۰ ملیارد ډالره تمامه شوه

د مسک یوه خبره په ۶۰ ملیارد ډالره تمامه شوه

تاند (سې شنبې، د عقرب ۱۸مه) د نړۍ د یوه تر ټولو شتمن انسان یوې خبرې ۶۰ ملیارد ډالره تاوان پېښ کړ.

د ټیسلا خاوند ایلن مسک د ټویټر له لارې د خلکو نظر په دې اړه غوښتی و چې ایا د خپلې کمپنۍ لس سلنه ونډې د دې لپاره وپلوري چې مالیه ورکړي؟ اکثرو خلکو په ځواب کې ورته وویل چې هو، ویې پلوري او مالیه یې د امریکا حکومت ته ورکړي.

د ایلن مسک همدا خبره او د نظرپوښتنې نتیجه سبب شوه چې د ده د ټیسلا کمپنۍ د هرې ونډې ارزښت ۸ ډالره ولوېږي او ټولټال ۶۰ ملیارد ډالره تاوان وکړي.

مسک له خلکو د ونډو د پلورلو غوښتنه وروسته له دې وکړه چې د کانګریس دیموکرات غړیو د ملیاردرانو د مالیو یوه طرحه چمتو او وړاندیز کړه.

همدا اوس د امریکا کانګریس د خپل هیواد پر ملیاردرانو د مالیو پر لګولو غور کوي. د کانګریس د غړیو فشار په دې دی چې که ملیاردارنو د خپلو ګټو پیسې لاس په نغد ډول راوړي هم نه وي باید پر هغوی مالیه ولګول شي.

د یکشنبې په ورځ د نظرغوښتلو لپاره ټاکل شوې موده پوره شوه. درې نیم ملیون تنو نظرونه ورکړل چې د هغو له منځه ۵۸ سلنې له ایلن مسک څخه غوښتي چې لس سلنه ونډې وپلوري او په مالیه کې یې ورکړي.

مسک لا د خلکو د نظرونو په اړه څه نه و ویلي چې د ټیسلا ونډو د دوشنبې په ورځ نژدې ۶۴ سلنه، یعني ۶۰ ملیارد ډالره تاوان وکړ.

ایلن مسک په ځلونو دا ډول لانجمنې څرګندونې کړي چې له کبله یې یا په ملیاردونه ډالر تاوان کړی یا برعکس ګټه کړې ده.

د ده د ټیسلا شرکت، چې د برېښنايي موټرو له لومړنیو شرکتونو څخه دی، په وروستیو کې د ونډو ارزښت تر یو تریلیون (زر ملیارد) ډالرو واوښت.

مسک نه دي ویلي چې د ټیسلا لس سلنه ونډې څه وخت او څرنګه پلوري.

مسک، چې د ټیسلا موسس او عمومي ريیس دی، له خپل شرکته معاش نه اخلي، خو په ټیسلا کمپنۍ کې څه باندې ۱۷۰ ملیارد ډالره ونډه لري.

د جمعې تر ورځې چې لا مسک د ټیسلا د ۱۰ سلنې ونډې د خرڅلا په اړه څه نه و ویلي، د دغه شرکت ارزښت ۲۰۸ ملیارده او ۳۰۰ ملیون ډالره اټکل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی