شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهرویټرز: د داعش بریدونه د امنیت ټینګولو په اړه د ط ادعاوې...

رویټرز: د داعش بریدونه د امنیت ټینګولو په اړه د ط ادعاوې ننګوي

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه) رویټرز خبري اژانس په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې زیاتو شویو بریدونو، د دغه هېواد د امنیت ټینګولو په اړه د طالبانو د حکومت ادعاوې ننګولي دي.

سرچینې ننګرهار ولایت د بېلګې په توګه یاد کړی، چې نیږدې هره ورځ پکې داعش ډله د طالبانو جنګیالي او یو شمېر مشران په نښه کوي او له منځه وړي.

رویټرز خبري اژانس دا هم ویلي، چې پر ننګرهار او ختیزو ولایتونو سربېره یادې ډلې په غزني، هرات، بلخ، پکتیا او خوست ولایتونو کې هم خپل فعالیتونه چټک کړي دي.

د دغه اژانس په حواله، داعش ډلې له وروستیو تبلیغاتو سره طالبان د «بایډن لښکرې» ګڼلي او ویلي، چې دغې ډلې له متحده ایالاتو سره د معاملې په نتیجه کې د افغانستان واک په لاس کې اخیستی او خپله دا شرمونکې معامله له چا پټولای نه شي.

رویټرز په دې راپور کې ویلي، چې د طالبانو له واک ته رسیدو مخکې داعش ډلې په افغانستان کې تر ۴ زرو پورې جنګیالي لرل، خو اوس چې طالبانو د دې ډلې سلګونه بندیان خوشې کړي او هم د پرځول شوي افغان حکومت یوه لویه برخه امنیتي او دفاعي ځواکونه هم له یادې ډلې سره په یو ځای کیدو دي، د جنګیالیو شمېراو د بریدونو خطر یې لا اوج ته رسیدلی دی.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي بیا ویلي، چې دوی د افغانستان پر ټولو ۳۴ ولایتونو حاکم دي او هره ورځ په هر ولایت کې د ۲۰ شلو پورې د پېښو مخنیوی کوي.

روانه اونۍ،په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان وايي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پراختيا ته انديښمن دی او نه يوازې افغانستان، بلکې ټولې سيمې ته يې يو ګواښ ګڼي.

په وروستيو کې د طالبانو لیکو کې د داعش ډلې د وسله والو د ور ګډیدو خبرونه هم زيات شوي.

د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده، چې د مرګ او ژوند په اړه يې ضد و نقيض راپورونه دي، ورته منسوب يو غږيز پيغام کې یې د طالبانو لیکو ته د مخالفو جنګياليو د ننوتو په اړه جدي اندیښنه ښودلې ده.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل څه موده مخکې وويل، چې داعش ډله به د طالبانو له منځه خپل بيرغونه پورته او د دوی په وسلو او تجهيزاتو د طالبانو خلاف يوه ډېره خونړۍ جګړه پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب