شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاسترالیايي نجونو له خپل حکومته وغوښتل، ۲۰ زره نورو افغانانو ته پناه...

استرالیايي نجونو له خپل حکومته وغوښتل، ۲۰ زره نورو افغانانو ته پناه ورکړي

تاند(سې شنبې، د عقرب ۱۸مه) د استرالیا د ښوونځیو زده کوونکو نجونو د خپل هیواد له حکومت څخه غوښتي چې ۲۰ زره نور افغان کډوال ومني.

د دوی په استازیتوب اولیفا بارتولوسي د خپل هیواد د مهاجرت وزیر الیکس هاوک ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې لا ډېرو افغانانو ته  پناه ورکړي.

دوی ویلي چې په دې له زړه اندېښمنې دي چې افغان ماشومانې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو لومړنیو بشري حقونو او زده کړو بې برخې شوي دي.

په دې لیک کې د استرالیا د بشري مرستو پر ادارو ږغ شوی چې ۲۰ زره نور افغان کډوال استرالیا ته راولي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د استرالیا حکومت وايي ډېر تر ډېره ۳۰۰۰ وېزې یې افغانانو ته په پام کې نیولي دي.

د استرالیايي ښوونځیو نجونو زده کوونکو ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره نجونې حتي د تعلیم له حقه بې برخې شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ټولو دولتي ادارو ښځینه کارکوونکې په کورونو کښېنول شوې او له شپږم تر دوولسم پورې یې د نجونو پر مخ ښوونځي بند کړي دي.

طالبانو په وروستیو کې د هرات او یو شمېر شمالي ولایتونو د نجونو لېسې بېرته پرانیستې خو لا هم د پلازمېنې په شمول د اکثرو ولایتونو د نجونو لېسې بندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب