پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهروسیه: له افغانستان څخه را پېښ ګواښونه منظم څارو او تحلیلوو

روسیه: له افغانستان څخه را پېښ ګواښونه منظم څارو او تحلیلوو

تاند:( سې شنبه، د عقرب اتلسمه)د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په یوه مقاله کې لیکلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د ترهګرۍ او نیشه یي توکیو له اړخه، منځنۍ اسیا او روسیې ته ور پېښ ګواښونه په منظم ډول څاري او تحلیلوي.

د هغه په وینا، خپلو سیمه ییزو متحدینو سره په ګډه د دغو ګواښونو د مهارولو او مقابلې لپاره په خبرو دي.

سرګي لاروف په مشخص ډول په دې اړه نه دي ویلي، چې له دغو ګواښونو سره به څنګه او څه ډول مبارزه کوي؟

مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې تر څلور زرو پورې داعش وسله وال له منځنۍ اسیا سره پر پوله په افغانستان کې ځای پرځای شوي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د اوښتو پلان لري.

هغه ګواښ کړی و، چې که دا ګواښ مهار نه شي، دوی او متحدین به یې د دغو ګواښونو پر وړاندې خپله لاس په کار او عملیات ترسره کړي.

طالبانو بیا ویلي، چې داعش ډله جدي ګواښ نه ده او دوی یې خپله د ځپلو او مزاحمتي هڅو د مهارولو وړتیا لري.

روانه اونۍ،په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان وويل، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پراختيا ته انديښمن دی او نه يوازې افغانستان، بلکې ټولې سيمې ته يې يو ګواښ ګڼي.

په وروستيو کې د طالبانو لیکو کې د داعش ډلې د وسله والو د ور ګډیدو خبرونه هم زيات شوي.

د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند زاده، چې د مرګ او ژوند په اړه يې ضد و نقيض راپورونه دي، ورته منسوب يو غږيز پيغام کې یې د طالبانو لیکو ته د مخالفو جنګياليو د ننوتو په اړه جدي اندیښنه ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب