جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهجلالزۍایا د افغانستان ماتم وخت نه لري‌ چې تیر شي؟

ایا د افغانستان ماتم وخت نه لري‌ چې تیر شي؟

فرشته جلالزۍ
نن مي جنتري ته کتل، په زړه کي‌ را تیر شول چې وخت څومره ژر تيريزي.
د دواخان مینه پال له شهادته درې میاشتې تېرې شوې دي.
په زړه کې را تیر شول چې د افغانستان پر شهادت هم درې میاشتې واوښتې.

دواخان به زه څرنګه لا در وپېژنم؟

دوا خان ته به ما دوا ګل ویل.
دواګل به زه د کاکا لور بللم.
ما او دوا ګل هیڅکله مخامخ ونه لیدل خو په ټلفون مې کلونه کلونه خبري ورسره وکړې.
یو وخت دواګل په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال و او ما به له کابله خبرونه جوړول.‌
له هغه راهیسې به چې زما ټیلفون ته کله هم د سهار په خړه کې زنګ راغی، ټول کورني به پوهېدل چې د دوا خان زنګ دی.‌
بیا چې دوا خان د حکومت د رسنیو مشر شو، زنګ یې را وهلی و واي‌ (دکاکا لوري اوس د ټول حکومت د رسنیو رییس یم ، هر امر کوه چې زه یې درته اجرا کم.)
ورته ویل می وام ته ووایه چې  زه څه کولای سم؟
وايي، یو بوتل اصل عطر راته را واستوه .
دوا ګل ، سل واره له ما یو بوتل اصل عطر وغوښتل .
ما سل واره ورته وویل چې سمه ده خو نه می ور واستول.
زما د کور شاته یو کوچنی دریاب دی.
د دواخان د شهادت په څلوېښتي کې دریاب ته ورغلم او هیلیو ته مې ډوډئ‌ ور واچوله .
په زړه کې را تیر شول چې که هیلې پوهېږي چې زه پر ټول افغانستان ژاړم که پر دواخان؟
رېښتیا ، پر کوم یوه وژاړم؟
دواړو ته مې  دا ګډه مرثیه لیکلي:
یو غرنی، یو کوچی دواخان
یو غرونه ، غرونه افغانستان
یو ملنګ، یوجانانه  دواخان
یو سپیره، کودی کودی افغانستان
یو مینه ناک دواخان
یو خوابدی، یو غمجن افغانستان
یو خان دواخان
یو حجره ، حجره افغانستان
یو مظلوم دواخان
یو بې وسه ، یو غریب افغانستان
یو ویشتلی، یو زخمي دواخان
یو ټوټې ټوټې، یو لوټ شوی افغانستان
یوشهید دواخان
یوشهید افغانستان
 ایا زه سم نه وایم؟

2 COMMENTS

  1. الله پاک دې اروا ښاده کړي. دوا خان مینه پال یوه نه هیریدونکي څیره ده، او د همده پشان لسګونه زره ځلمیان دغه ترهګرو په ډیره نامردۍ سره شهیدان کړل. چې نن مونږ وینو نن چې د هیواد چارې د داسې نالایقو په لاس کې دي چې د هیواد چلولو چل هم نه ورځي.
    ډیر افسوس دی د دې خلکو په حال ..

  2. دواخان مینه پال په هیواد مین، یو خواږی او د افغانانو په درد درمن انسان او د مینی او محبت یوه رښتینی سمبوا و چی الله تعالی په ښو او لوړو اخلاقو او د مینی او محبت په جذبه سمبال کړی و

    د هیواد د ښیرازۍ او د انسانیت د ښمنانو ددواخان مینه پال په څیر په هیواد مین افغان او د سولی او محبت یو سمبول هم و نه شو زغملی او په ډیره وحشیانه ډول يی د خپلو ناپاکو ګټو د لاسته راوړلو لپاره شهید کړ.

    دوۍ هیڅکله په هیواد مین افغانان نه شی منلی او دزورواکۍ وروسته يی ددا ډول پیښو بی شماره مثالونه نور هم نن سبا لیدلی شو.

    دادوحشت او تور جهالت

    پاکستانی جعلی ملایکې د دوزخ او جنت ټیکه داران او د ځمکی خدایان چی ددوزخ او جنت ټکټونه يی د خیرنو واسکټونو په جیبونو کی تیار پراته دی هیڅکله افغانستان ته پرته له کرکی نفرت وحشت او تور جهالت نور هیڅ شی نه شی ورکولی.

    دوا خان مینه پال د هغه کاروان لارښود و چی منزل يی د ګران هیواد افغانستان ښیرازی د مینی محبت او ورورولۍ فضا د افغانانو په منځ کی را پیداکول او د علم پوهی او رڼا راخورول و چی د کرکی وحشت او تیارو څادر د افغانستان نه راټول کړی او د مینی محبت او ورورولۍ فضا د علم او پو هی په رڼا کی را خوره کړی. او افغانستان د ټولو افغانانو چی د هر ګوټ او سیمی او په هر قوم او مذهب پوری تړاو ولری د ټولو ولسونو شریک او د مینی کور جوړ کړی.

    روح دی ښاد وی او د هیواد او افغان ولس لپاره دی لوړ ارمانونه او هیلی هیڅکله خاوری نه شی.

    د پامیر غوندی اوچتې حوصلې مې

    ستا یو موټې شان توکړې نڼوی نه شی

    د ژوندون د با ارزښت هدف په لورې

    فاصلې می د قدم وړه وې نه شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب