پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد نړیوال بانک رييس افغانستان ته د مرستو د بیا پیلولو احتمال...

د نړیوال بانک رييس افغانستان ته د مرستو د بیا پیلولو احتمال رد کړ

تاند (سې شنبې، د عقرب ۱۸ مه) د نړیوال یانک رييس وايي احتمال نه شته چې افغانستان ته مرستې بیا پیل کړي.

نړیوال بانک د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې ودرولې.

د دغه بانک په مالي مرستو په افغانستان کې ګڼې پراختیايي پروژې په مخ وړل کېدې.

د نړیوال بانک ريیس ډیویډ مالپاس د دوشنبې په ورځ د (CSIS) د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل: «سره له دې چې (د افغانستان) اقتصاد په بشپړ ډول د پاشلتیا په حال کې دی، تصور نه کوم چې موږ دې په دې هیواد کې دننه کار پیل کړو.»

ښاغلي ملپاس دې ته په اشارې چې یوه ستونزه د پیسو د ورکړې ده، یادونه وکړه «هغو کارونو ته په پام چې اوسنی حکومت یې کوي، د پیسو د حقیقي جریان امکان نه شته.»

نړیوال بانک په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د لسګونو پروژو لپاره ۵ ملیارده او ۳۰۰ ملیون ډالره مرسته کړې ده.

د پیسو نړیوال صندوق هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته مرستې ځنډولې دي.

د نړیوال بانک رييس ملپاس وايي، ده د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او دغه راز د ملګروملتو د ادارو له هغو مسوولانو سره کتلي چې په افغانستان کې کار کوي.

سره له دې چې د امریکا متحدو ایالتونو تراوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، دې هیواد ځینې بندیزونه په استثنايي ډول لېرې کړي چې افغانستان ته بشري مرستې ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب