شنبه, مې 4, 2024
Home+فرعون ښځو مات کړ / عبدالله خيبر

فرعون ښځو مات کړ / عبدالله خيبر

د محمد (ص) مشهوره خبره ده چې هر دور يو فرعون لري، زما د دور فرعون ابوجهل دی. دا چې هر دور يو فرعون لري، نو د فرعون پر وړاندې هرو مرو يو موسی هم پيدا کېږي. وايي د هر بريالي سړي تر شا د ښځې لاس وي، همدا رنګه د هر موسی تر شا هم يوه هوښياره ښځه ولاړه وي. که چيرې په يوه ټولنه کې فرعون پيدا کېږي او له خلکو غواړي چې د ده فرعونيت ومني، نو پر وړاندې يې هرو مرو د موسی په شان مبارزه پيل کېږي او د فرعونيت په له منځه وړلو کې ګام پورته کېږي.

 که چيرې ژور فکر وشي او د زړه سترګې وغړوو،  نو د فرعون په ماتيدو کې مهم او بنسټيز رول  ښځو ادا کړی دی. فرعوني واکمنان په دې سوچ کې وي چې د يوې ټولنې سړي که وځپل شي، ښځې هيڅ هم نشي کولی، نه يې په مټو کې دومره زور شته او نه دومره عقلي قوت او استعداد لري چې د فرعوني واکمنۍ پر وړاندې دې خنډ جوړ کړای شي. د موسی (ع) د زمانې فرعون چې د رب کم الاعلی دعوه يې کړې وه، د بني اسرائیلو سړي به يې وژل او ښځې يې وينځې کولې، تر څو په دوی کې داسې څوک پيدا نشي چې د فرعوني واکمنۍ پر وړاندې خنډ شي. مګر له دې نه ول خبر چې ښځې هم داسې څه کولی شي، چې د لوی فرعون په خوا و خاطر کې به هم نه ګرځي.

 کله چې موسی (ع) پيدا کېږي، مور يې د فرعون له وېرې پټوي، د ده د ساتلو لپاره عقل په کار اچوي، يو ځانګړی صندوق جوړوي، په دې صندوق کې نوزېږی موسی اچوي او بيا يې په درياب نيل کې خوشې کوي. ماشوم موسی د همدې درياب په څپو کې د فرعون تر کوره رسېږي. د موسی (ع) خور په صندوق پسې شاته ځي، تر هغې يې څاري تر څو د فرعون پر کور ورسم شي. هلته يې د فرعون ښځه چې هغه هم د موسی د قوم څخه وي، هغه ماشوم له صندوق څخه راخلي. د موسی خور خپله مور د دايي په ډول ورپېژني، تر څو موسی د مور له مينې او روزنې بې برخې نشي. د فرعون ښځه د فرعون په کور کې موسی لويوي، موسی د فرعون ږيرې ته لاس وراچوي او له ږيري يې مرغلري راغورځوي، کله چې فرعون پرې شکمنېږي او د کاهنانو خبره ذهن ته ورځي چې ګواکې د بني اسرائلو يو ځوان به يې پاچاهي رانسکوروي، نو اسيه بي بي لاس په کار کېږي او فرعون غولوي چې ګواکې دا ماشوم دی اور او غمي نه پيژني او په پوره هنر او هوښيارۍ يې د فرعون له ظلم څخه ساتي. دا د ښځو هنر و چې د مظلومو بني اسرائيلو يو ماشوم د لوی فرعون په کور کې لويوي، موسی د فرعون په کور کې له هر افت او ظلم نه هم په امن کې و، روزنه او پالنه يې هم په ښه توګه کېده او د فرعون له اعمالو او پاليسۍ هم په سمه توګه خبرېده. دې مبارزو ښځو د موسی ساتنه تر هغه وخته پورې کوله، تر څو موسی ځوانۍ ته ورسېد او په ښکاره له خپلو مظلومو خلکو سره ودرېد او د فرعون مقابلې ته يې راودانګل. د نېل په هغه درياب کې چې موسی يې ژغورلی و او د فرعون تر کوره يې په څپو کې راغلی و، همغه درياب د فرعون د هلاکت سبب وګرځيد او بني اسرائېلو ترې نجات پيدا کړ. يانې که ښځې نه وای په بني اسرائېلو کې سړی نه پيدا کيده او بيا داسې قوي پيغمبر چې د فرعون مقابله وکړي نا ممکنه خبره وه. موږ ته خدای (ج) راښايي چې ښځې په ټولنه کې مهم رول لري، که وغواړی په خپله پوهه او استعداد آن لوی فرعونيان هم ماتولی شي.

همدا ډول له  محمد (ص) سره خپله ميرمن اوږه په اوږه ولاړه وه، هيڅ دښمن ته يې نه ورکاوه، لومړی ډاډ دې ورکړ او تر ټول د مخه يې پرې ايمان راوړ او رښتينی يې وباله، محمد (ص) د پيغمبرۍ لومړۍ مبارزه د خديجې له غېږي شروع کړه، دې مبارکې ميرمنې وفات پر پيغمبر ص دومره اثر وکړ چې هغه کال يې د غم  کال ونوماوه او اوس هم په اسلامي تاريخ کې په عام الحزن مشهور دی.

د يوې ښې او پرمختللې ټولنې په جوړښت کې بايد سړي او ښځې په ګډه برخه واخلي، هغه ټولنه به نيمګړې او معيوبه وي چې ښځې ته پکې ارزښت نه ورکول کېږي، پر هيواد او ټولنه که هر څومره لوی فرعون او ابوجهل هم واکمن شي، يوازې سړي نشي کولی چې مبارزه يې وکړي، ښځې او سړي بايد په ګډه ملاوې وتړي اود لويو فرعونيانو د ماتولو ناره پورته کړي. 

د افغانو ښځو زامن هم د وخت د فرعونيانو له خوا په بې رحمۍ ووژل شول او لا وژل کېږي، وخت به راځي چې د همدې ځپليو ښځو له غېږو به داسې ژڼي راوځي چې د موسی غوندې به د هر فرعون او ابوجهل مخې ته له قلم سره ولاړ وي او دا قلم به لکه د موسی امسا داسې کار کوي.

1 COMMENT

  1. ډیر په زړه پورې .
    ډیره مننه. دا باید موږ ټول افغانان درک کړو، چې د ښځو د زده کړو او روزنې پرته یوه ټولنه فلج کیږي، او هغه کلتور او هغه نظام له منځه ځي. پکار ده چې خپلې پیغلې د پوهنې په زیور سمبالې کړو، تر څو مو هیواد ګل ګلزار شي. همدا ښځې دي چې سبا ته د پوهنې، مسلک، خدمت او د هیواد پالنې روحیه او سبک ورکوي، او که دوی پوهه ونلري، نو شل ډوله ناخوالې به وي، او د پوهې او خدمت روحیه او اندازه به هم په نش حساب وي.
    د هر کامیاب انسان تر شاه ښځه ولاړه وي. چې د هغي ملاتړ کوي او په غم او خوښۍ داوړو کې ورسره ولاړه وي. که ټولې میرمنې د خپلو نارینوو تر څنګ ودریږي، دا هیواد هم ابادیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب