Homeادبشعرد نظیف الله تکل یو شــعر

د نظیف الله تکل یو شــعر

مانا

پر دیوال

        دغوا دسر سیوری

شخوند وهې ، خوب مې ژېوي

زه د ورځو په نوم کې

بیاځلې غلط  شوم

سپیو مې دخوب ښکالو ته

                      غوږ نیولی

زه دسترګو په ور کې

خوب ته ناست یم

                  ورځې شمارم

سبا جمعه ده

ښونځی نه شته

خو تش جمعه ده

              بس جمعه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...