دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعشپږ فرښتې، شپږ جنازې/ عصمت قانع

شپږ فرښتې، شپږ جنازې/ عصمت قانع

زه چې ماشوم وم، نو همدلته مې لوبې کولې، همدلته مې د خدای د فرښتو له ډاره هڅه کوله همزولي ملګري مې ونه ښکنځم، ځکه چې د جومات له ملا مې اورېدلي وو، چې کرام الکاتبین ستاسو هره خبره لیکلي.

په همدغه ځای کې مې د وینو له تویولو څخه کرکه وشوه، ځکه چې په همدغه شنه میدان کې د سپیلنو د بوټو څنګ ته مې د کلي له ملا صاحب څخه اورېدلي وو، چې د مومن مسلمان یو څاڅکی وینه عرش لزړوي.

زموږ د کلي د هلکانو د لوبو دوه ګروپه وو، چې د یوه مشر یې زه وم او د بل ګروپ مشر یې د علیزو یو دنګ هلک وو، موږ د هغه د لوړ قد په وجه د چنګیتاز نوم ورته ټاکلی وو.

موږ په لوبو کې هم غالۍ نه کولې او غالیجن لوبغاړي راته د فرښتو او ملایکو له محاسبې څخه د تېښتې وړ نه معلومېدلو.

کله چې به موږ په همدغه شنه میدان کې د سپیلنو د شنو بوټو په مېنځ کې خوسی، پټه دره، کبډي، پټ پټونی او نورې کلیوالې لوبې کولې څنګ ته مو د کلي وړو نجونو، د کورکو لوبې کولې او کله کله به یې خپل لاسونه سره ورکړل او په یوه دایروي شکل به سره راټولې شوې او دغه محلي منظومه ټکۍ به یې زمزمه کوله.

آ بي بي لایکې (لایقې)

سبا به دې واده کي

والله که مې واده کي

چې ډول د ادم خان نه وي

سورنا د فتح خان نه وي

زه چې به هم کله خپل کلي کلاخېلو ته تلم، نو د خپل وړکتوب د لوبو میدان ته به ضرور ورتلم، په دغه میدان کې اوس زموږ د قام سپین ږیري شا باران کاکا کورونه ودان کړي وو او د لوبو د میدان د سړک د غاړې برخه ټوله ودانیو نیولې وه.

تېر ماښام یعنې د یکشنبې د ورځې په ماښام تر روژه ماتي ۱۵ دقیقې وړاندې زموږ د لوبو په میدان کې مرګي لوبه وکړه.

د مرګي لوبه ړنده لوبه وه، د مرګي سیلۍ دومره تېزه وه، چې د ژوند د ګلابونو غوړېدونکې غوټۍ یې ټولې ورسره یوړې.

د مرګي ناتار دومره بې رحمه وو، چې د ژوندانه د مسکا پر هره څپه باندې یې د ژړاو انګولا ویرجنو ساندو وزر وغوړاوه.

تر روژه ماتي پېنځلس دقیقې مخکې د وینو تږو بلاګانو د معصونو وینو له فوارو څخه د خپلې کرکې او نفرت پر تندو باندې وینې تویې کړې.

زموږ د کلیوالو پر لیمو باندې د روژې د نولسم روژه ماتي پر وخت د غم وریځو پېڅولونه وغوړول، په وینو پسې اوښکې را واورېدې او زموږ د کلي اسمان زموږ د کلیوالو پر لیمو باندې د غم د تورو وریځو ته بل ځواب نه درلود.

بس همدا یو ځواب وو؛

                          زما پر هغو سلام وایه

                                                           چې د ماښام ډوډۍ له اوښکو سره خورینه

د لیمو د چینو تودو او مالګینو اوښکو زموږ د کلیوالو د روژې د (۱۹) نولسم روژه ماتي تابیا وکړه او زموږ د کلي میندو او خویندو، سپین ږیرو او بوډاګانو، پېغلو او ځلمیانو خپله روژه د خپلو لیمو له چینو څخه په راخوټېدلو رڼو اوبو(اوښکو) باندې ماته کړه.

ماته هم تر روژه ماتي پېنځه دقیقې وړاندې خبر راغی.

ـ هلو؛

ـ مهرباني وکړئ، قانع خبرې کوم.

ـ تاسو؟

ـ زه حاجي یارمحمد یم.

ـ خیر خو وو؟

ـ څه خیر وو.

ـ په کلي کې کربلا جوړه شوه.

ـ بم وچاودېد، د پولیسو پر رېنجر باندې بم وچاودېدو.

زما ژبه ګونګۍ شوه، خو تلیفوني مخاطب راته لګیا وو.

ـ تراوسه پورې زموږ د کلي دوه تنکي ځوانان محمد شریف او عبدالشکور او همدارنګه د حاجي سدوزي کاکا د کور ۳ پېغلوټې نجونې او یو هغه ستا د لوبو انډیوال مراد محمد( چنګیتاز) شهیدان شوي دي،

ـ موږ اوس ټپیان روغتونونو ته وړو او د تلیفون اړیکه غوڅه شوه.

ما هم د روژې په ۱۹ نولسم روژه ماتي باندې په اوښکو روژه ماته کړه، همدا اوس هم شریف او شکور مخې ته راته ولاړ دي او راته مخاطب دي.

کاکا، موږ کوم پوهنتون ته لېږې، تا خو وعده کړې وه، چې دولسم خلاص کړئ د پوهنتون غم مو زه خورم.

شریف غوښتل زراعت ولولي او د غنمو د فارمونو په باره کې تخصصي زده کړې وکړي، شکور د کانونو له انجینرۍ سره مینه درلوده.

دوی لا دولسم نه وو خلاص کړی، خو د مرګي څپې د ژوند د ارمانون له ډګر څخه لېرې یوړل، ډېر لېرې، هلته چې بیا یې د راتلو اُمید نشته.

خو د ژوند لپاره لا جګړه روانه ده.

موږ لا د ژوند لپاره جګړه کوو، زموږ سترګې لا د ژوند لپاره د جګړې د قیمتونو او ارزښتونو په پرې کولو کې نمجنې دي.

زموږ ژړاوې او فریادونه، زموږ غمونه او ماتمونه، زموږ چیغې او ساندې، زموږ ویرونه او تورتمونه د ژوند د ګټې له هدف سره ملګرې دي.

موږ ویرونه او تورتمونه د ژوند د ګټې له هدف سره ملګري دي.

موږ به د خپل وطن تر شنه اسمان لاندې د ژوند لوبه وګټو، خو زموږ قاتلان دې وپوهېږي، چې هغوی به دغه لوبه وبایلي، ځکه دلته د ژوند دښمنانو هېڅکله د بري مخ ندی لیدلی.

دلته د دین او محراب دښمنانو هېڅکله هم د خدای د فرښتو د ژوند پیغام ندی ګونګی کړی. نن سهار د روژې پر شلمه د کلا خېلو په هدیره کې شپږ فرښتې د شپږو جنازو په شکل کې تر خاورو لاندې شوې.

دغه فرښتې د خدای د عطیې یعنې ژوند د حقانیت پر ډګر تر خاورو لاندې شوې، خدای منتقم دی.

هر ناوک چې د قضا له شسته خېژي

زمانه د خوشحال زړه ورته اماج که

له محور ورځپاڼې په منننې.

16 COMMENTS

  1. مننه قانع صاحب،
    زه په جنازه اوفاتحه کي حاضروم
    هدیره له انسانانو ډکه وه خو ولاکه دیوه انسان اوښکي هم تکیه کیدلي
    دامعصوم اومظلوم کوچنیان چه چا لیدلای وای
    دهلاکو او چنګیز به هم زړونه سوځیدلی وای
    ستاسي پرګوتو برکت

  2. سلامونه او نیکی هیله او په اخلاص سره مو تصلیت ومنی ! واقعا چه ډیره دردونکی پیښه وه او د قانع صیب لیکنه هم د زړه له کومی د
    ژړا او فریاد وړده خدای ج دی دغو شهیدانوته جنتونه ور په برخه کړی او کورنیو او پاتی ته دی الله صبر جمیل ورکړی . اوپه غم کی مو ځان شریک ګڼم

  3. قانع صاحب ! ډيره دردونکي اوزړه بږنونګي پيښه مو ليکلي ده ، که په چا کي دانسانيت کوچني زره هم موجوده وي ددي پيښي په اوريدو سره بايد په ټولو وس سره د وطن اودخلکو ددښمنانو په مخ کي ودريږي ،او پري نه ږدي چي دا ډول داسلام اوانسانيت ضد کارونه وکړي . په قلم دبرکت شه زموږ دپښتو ژبي با احساسه ليکواله!

  4. ظالم، وحشي، خونخوره، جاهل، دانسان او انسانيت دښمن او داسي نور په زر هاؤو بد صفات نور نه شي کولای چي
    دداسي کارو د سرته رسوؤنکو تعريف وکړي، دي وحشتونو ته بايد په ژبه کي نوي کلمات جوړشي ځکه انسان چي داسي کارونه ويني نو ظلم، وحشت او جهالت ددغه عمل بيان نه سي کولای٠ ما په ملي ټ وي کي هغه صحنه وليدل
    چي په لوګر کي د يو ځوان مور راشې او چي پر زوی باندي ئې سترګي ولګېدلې او نوره شاته ولويده بيحاله سوه ،
    ددغي بيوزلي مور دغه حالت مي د زړه څخه نه وزي، زه په دغه غمو کي ځان شريک بولم داد ټوله افغانستان او د
    هر افغان غم دی, او په پای کي ستا خبره زه داسي ورته کوم چي د ژوند دښمنان هيڅځای بری نه شي ليدلای٠

  5. قانع صاحب پدي لوى او دردناكه غم كي در سره شريك يم، تسليت درته وايم ، موژ ته نو أوس يوازي د صبر يوازنى لار پاته ده اوالله ج هم د صابرينو سره دى( أن الله مع الصابرين) رب دي و پاته سوو كسانو ته آرام او صبر وركري آمين… ، او هغوته چي دا غير انساني، وحشي او ناحًوانه كار يي
    ترسره كرى دئ تباهي دي په ور گده سي.
    قانع صاحب هره ليكنه مو د يوه خاص تعريف ارزشت لري

  6. سلامونه! گرانو هيوادوالو د لندن په وخت ٤:٠٨ دقيقي دي او اوشكي مي رواني دي او په دي غم كي له تاسو سره حان شريك بولم. الله پاك دي دا ظالمان لكه د نمرود او فرعون تباه او برباد كي چه په ناچار او بيوسعه افغان ولس دا نارواوي كوي. دا زما اول زل دي چه كومينت ليكم او بخشنه د وي چه پشتو فوند نلرم گني پشتو ليك مي بد ندي. دروند قانع صاحب الله پاك د له بلاگانو لري لره ستا د نورو ليكنو په هيله….

  7. قانع صیب ښه ده چی دکربلا دسیمی لری وی ،دښمن په دی شکل جهاد کوی دخلکو په کورنو کی بمونه پټوی اوپه پایله کی دجنت فرښتی ریبې افسوس سل افسوس
    چی زه به یی په خپل ژوند ددی مظلومانو دانتقام شاهد یم کنه امیدواره یم چی یو وخت به یی سرکوزی وګورم انشالله چی الله ج منتقم ذات دی.

  8. ښاغلۍ او قدرمن قانع صاحب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنۍ ;
    همداشان د دې دردوونکې پېښې له کبله له تاسې او ټول کړېدلي ، ربړېدلي او ځورېدلي ملت سره چې د ځبر ځواکونو پدې جګړو کې يې خپل بچي ،ورونه ،پلرونه خوېنذې ،مېندې او کوره نۍ له لاسه ورکړي ځان او خپله کوره نۍ شریکه بولم ، او دپاک خدای له درباره ځېنې ټولو ته د صبر غوښتنه کوم. همدا شان داسې پښتنه را ولاړېږي چې آخر تر کله به دا لړۍ روانه وي. تر کله به زمونږ ملت دا حالت وزغمي ، څوک دي چې له دې ناورين څخه مونږ وژغوري؟
    زما په آند تر څو چې خپله لاس په کار نشو او خپله د خپل ملت په مټ او طاقت په حالاتو کې بدلون رانولو او د پاک خدای پدې سريع امر خپلو اعمالو او نفسونو کې تغیر رانولو نو خدای پاک هم په مونږ کې بدلون رانولي نو که ؛
    که دا یو چې په همدې شانې اوسېږو
    نو په مړو او معدومو به شمېرېږو
    راځئ هلئ چې لاسونه سره ورکړو
    ګورئ بل سېلاب که راغۍ لاهو کېږو
    نو قدرمن قانع صاحب هيله مند يم چې زمونږ روڼ آندان لکه تاسې او نور په صداقت ، ریښتيا مړانې او زړورتوب سره لاس پکار شي او دې ناتار ته د پای ټکۍ کېږدي .

    ربه ورکاندې وروري او اتفاق په هر زمان
    که په لر دي که په بره که هر ځای دي افغانان
    د روژې له بره کته پدې مېاشت د رمضان
    د نفاق تورتم ترې وره ک کړې له میان
    آمين یا رب العالمين

    ستاسې ورور حامد الوتآند

    Sent from outer space 🙂

  9. قانع صیب ته سلامونه : دا د پښتانه ژوند دی او دا د پښتانه مرګ د پښتنو خو به چې څوک چا وویشت بدل به یی پرې پور وو نن داسی وژل کیږي چې دښمن ېې نه دی معلوم او په نامعلوم حساب کې وژل کيږي الله دې مونږ نور لدې نا معلوم حالت څخه راوباسی مننه

  10. بركت درباندي شه قانع صاحب له كله جه داشراريزم وزيكيده نو د ي بدبخت وطن آرام بيدا نكر. دا د با كستان زيكيدلي بوتي وج شه. شه مي به ياد دي لكه برون يا هغه تيره ورز همدا كارونه جه نن طالبي كري دي لعين اشرار كول جه أوس د قدرت به كدي ناست دي،مكتبونه يي را سوزول مامورين يي وزل له مذهبه ناخبره مذهبيانو هرسه د مذهب تر نامه كول،د زمي له خوا به بيا دجنلستان )باكستان) خواله به تلل،لعنت بر دوي شه نو خداي ج د بيا يو حفيظ الله أمين را بيدا كري سو دا كثيف اشراريزم ته د بأي تكي كيزدي.(مطلب له هغو باكو مجاهدينو سه نه دي كوم جه د روس سره به جكره وه(

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب