کله چي یوه معنا په مختلفو لفظونو سره ادا شي دې ته مترادف لغات « الفاظ » وايي.
ادبي پښتو د خپل پرمختګ په اوسني پړاو کې د مترادفو لغتونو او الفاظو پوره سیستم لري، د بدیعي، عملي، اخباري او تخنیکي متونو او لغتونو له تجزیې څخه ښکاري چې ترادف په پښتو ژبه کې ډېر پراخ شوی دی.
کله چې د هممانیز (synonymy) او څومانیز (polysemy) لغتونو په اړه خبرې کوو؛ نو لومړی باید پوه شو، چې مانا څه ده؟ د مانا ګڼ تعریفونه شوي؛ خو چې یو تخنیکي بحث پرې وشي او یو جامع تعریف ترې تر لاسه شي؛ نو راځو د مانا تعریف ته.
مانا: د یوې ژبنۍ نښې منځپانگه ده، نښه (لغت، عبارت، جمله، وینا، متن) دال بلل کېږي؛ منځپانگه یې (مدلول- مانا) او د دال او مدلول ترمنځ اړیکې ته دلالت وایي.
ډېر ژبپوهان او ځینې فیلسوفان او ارواپوهان وایي، چې د مانا ځای ذهن دی او پر دې عقیده هم دي، چې په یوه ډول د فکر او مفاهيمو ترمنځ له ژبنیو اړیکو سره کار لري.
ځینې ژبپوهان د داسې مانا په لټه کې دي، چې د ژبې او بهرنۍ نړۍ ترمنځ اړیکې جوړوي. او هغه څیزونه، پېښې او واقعیتونه ځيري، چې د مربوطې مرجع موخې ته پرې ورسېږي.
د یوه ادبي اثر مانا له ژبې څخه شروع کېږي، چې ژبپوهنه او د جملې جوړښت په خپله غېږه کې رانغاړي؛ نو په همدې خاطر هېڅ شی هم د ژبې له کیفیت څخه خالي نه دی. ژبپوهنیزې بېلګې، غونډله پوهه، مورفیممونه، فونیمونه او ټول ژبني توکي د متونو په مانا کې دخیل دي.
دلته د ماناپوهنې د مشهور انګرېز لیکوال《اُولمن》تعریف راوړو، چې وایي: (مانا دوه اړخیزه اړیکه ده، چې د ذهني تصویر او لغات ترمنځ موجوده ده).
هممانیز وییونه کوم دي؟
هغه دي، چې دوه یا زیات ناهمجولیز (غیرمتشابه) وییونه سره په یو وار یا ورته ماناوو کارول کېږي. هممانیز وییونه(په یوه کره لیکنۍ بڼه کې د هماغې یوې ژبې له ګړدودونو یا پور وییو څخه سرچینه اخلي.
لکه: پښتورګی او بډوډی، تیږه، ډبره، ګټه، کاڼی، غرګی یا وطن، هېواد او ټاټوبی….
هممانیز وییونو بېلګې:
کور ، مېنه، منزل
جنګ، جګړه، شخړه
بېخ، بنسټ، بنیاد
خواري، غریبي، نیستي
هممانیز یا ترادف د کلمو ترمنځ اړیکې دي، چې په هغو کې هممانیزې کلمې اصلي رول لوبوي.
زیاتره ژبپوهان او لغت جوړونکي په دې تاکید کوي، چې مطلق هممانیز وییونه نشته. حتا هممانیز وییونه (کلمې) هم په ځینو مواردو سره مخالفت لري.
هممانیز وییونه (کلمې) باید کوم شرطونه ولري؟
۱- دوه وییونه هغه وخت هممانیز دي، چې دواړه د یوې ژبې وي. که څه هم دا شرط د بحث وړ دی؛ خو سل په سلو کې هم داسې نه ده؛ نو په دې ډول به ووایو، چې وییونه مختلفې ماناوې لري. چې په ژبو کې مختلفوالی نظر په متن کې د استعمال وړ وي؛ نو چورلټ نشو ویلی، چې دوه وییونه په دوو ژبو کې مترادف او هممانیز وي.
۲- هم ژبیتوب په هممانیز وییونو کې هم وي، لکه: خیر او نیک ، شر او بد او یا روح او روان د هممانیز وییونو په قطار کې نه راځي.
۳- دریم شرط یې د خواناستي اوځایناستي وییونو ترمنځ په اړیکه کې دی، ډېر مهم او اساسي شرط دی، یعنې په دې توګه پرته له دې چې له خطا سره مخ شي د وییونو په مانا کې ښکاره څرګندېږي.
هر ویی کولای شي، چې د بل سره د یو ځای کېدنې په صورت کې نور مانادار وییونه رامنځته کړي.
مترادف لغاتونه له مختلفو ژبو څخه منځ ته راځي لکه په پښتو کې له فارسي، عربي، ترکي، هندي او نورو ژبو څخه منځ ته راځي او ترادف د یوې ژبې د پراختیا نښه ده.
د لغتونو او الفاظو د تجزیې لمخې د ترادف لپاره درې سرچینې ټاکل کیږي.
الف: – د ترادف سرچینه به پښتو وي یعنې مترادف لغاتونه باید سوچه پښتو وي.
ب- دواړه مترادف لفظونه به د بهرنیو ژبو نه وي.
ج- د ترادف منبع به پښتو او خارجي ژبه وي، یعنې یو مترادف به د پښتو ژبې وي او بل به د بلې ژبې نه وي.
ترادف په دوه ډوله دی چې یو یې لغوي او بل یې ترکیبي ترادف:
الف- لغوي ترادف: هغه ترادف دی چې دوه مختلف لفظونه یوه معنا ادا کړي. لکه :« وطن – هیواد » « زوی – بچی
ب- ترکیبي ترادف: هغه دی چې د کلمې یو جز بدل شي او بل یې پرځای پاتې وي لکه ، زړه ورتوب، زړه ورتیا یاهم لمر لوېده او لمر پرېواته.
د لغوي ترادف ډولونه:
لغوي ترادف په دوه ډوله ده یوې یې مخلوط ترادف او دوهم یې سوچه پښتو ترادف دی.
۱- مخلوط ترادف: داهغه ترادف دی چې د دوه مختلفو ژبو لغاتونه سره استعمال شوي او د ډېرې کارونې لمخې سره پيوست شوي وي، په دې دوه لغتونو کې به یو پښتو او بل به ضرور د بلې ژبې وي.
دا ډول ترادف به کله په اسم ذات کې وي، لکه دا جملې« ماسره مرسته او کومک مه کوه، یا ماسره مرسته او کومک ګناه ده» په دې دواړو جملو کې مرسته پښتو او کومک دري یا فارسي کلمه ده.
مترادف لغاتونه :
۱- شتام « ټاپه یا مُهر»
۲- شخنتتی « کاسکړوپ یا کیشپ»
۳- شخڼه « مفصل یا د هډوکو بند »
۴- اډانه« چوکاټ، اندام یا قواره»
۵- اعتنا« پام، پاملرنه یا پام کول»
۶- اکراه« کرکه، کږنه یا نفرت »
۷- امېد « تمه یا ارزو»
۸- بانګ « غږ، کوکاره یا د چرګ غږ »
۹- الله« خدای ج »
۱۰ – قوم« ولس یا ملت»
۱۱- اخبار« جریده یا مجله »
۱۲- غریب« مسکین، فقیر یا بې وځله»
۱۳- سپین « سپېڅلی »
۱۴- پسرلی « سپرلی»
۱۵- هیواد « وطن »
۱۶- ټپه« لنډۍیا مصرۍ »
۱۷-دنګ« لوړ، اوچت »
۱۸- ړنګ « وران، ویجاړ»
۱۹- لمر لوېده « لمر پرېواته »
۲۰- ناپام « بې پام »
۲۱- زړورتوب« زړورتیا»
۲۲- پاک « سُتره »
۲۳- رستورانت« هوټل ، خوړنځای»
۲۴-جنګیالی « جګړه مار »
۲۵- زوی « بچی »
۲۶- وطن « هیواد »
۲۷- محصل« زده کړیال »
۲۸- زوړ« بوډا »
۲۹- تیږه « کاڼی »
۳۰- ستر « لوی، پراخ »
۳۱- کوچنی« وړوکی »
۳۲- مستقیم « نېغ »
۳۳- قلب « زړه »
۳۴- ځار « جار »
۳۵-ماحول « چاپیریال »
۳۶- روانې « بهیدلې »
۳۷- بهتره « غوره، ښه »
۳۸- سیند« دریاب »
۳۹- کانال « نهر»
۴۰- لړلیک « لیک لړ »
۴۱- ماخذونه « سرچینې، اخذلیکونه »
۴۲-ډول « توګه، حیث »
۴۳- بام « چت »
۴۴- اېښودل « کېښودل»
۴۵- عسکر « سرتیری»
۴۶- عکس« انځور، تصویر »
۴۷- بې سواده « نالوستی »
۴۸- معنا « مانا »
۴۹- ځواکونه« قواوې»
۵۰- توکي « مواد »
۵۱- جوته « معلومه »
۵۲-لامل « علت »
۵۳- وګړي « خلک »
۵۴- جګپوړی « لوړ رتبه »
۵۵- څېرمه « نژدې »
۵۶- ژمنه « وعده »
۵۷- څرګند « ښکاره »
۵۸- پوځ « لښکر »
۵۹- ډالۍ « سوغات »
۶۰- ګڼل « شمېرل »
۶۱- ګڼ « ډېر »
۶۲- کیڼ « چپه »
۶۳- ډاریږي « ویریږي »
۶۴- ټیټ « ښکته »
۶۵- پېرېدل« اخیستل، رانیول»
۶۶- خوسا « وراسته »
۶۷- لرغونی « پخوانی »
۶۸- تور « تهمت »
۶۹- هڅه « کوښښ »
۷۰- کچه « اندازه »
۷۱- تلین « کلیزه »
۷۲- ناورین « غم »
۷۳- زیانمن « تاواني »
۷۴- توکم« قوم »
۷۵- مل « ملګری »
۷۶- په ډاګه« په ښکاره »
۷۷- ونډه « برخه »
۷۸- ماتم « ویر، غم »
۷۹- وزګار« بېکار »
۸۰- ستومانه « ستړی »
۸۱- منډه « ځغاسته »
۸۲- بشپړ« پوره »
۸۳- ډاډمن « باوري»
۸۴-لورینه « پیرزوینه »
۸۵- پایښت « دوام »
۸۶-پالل « روزل»
ماخذونه
۱: امامي، صابر. (۱۳۹۳ لمریز). هم معنایي و چندمعنایي در نظام زبان، journal of social sciences
۲: باطني، محمد رضا. (۱۳۹۰ لمریز ). زبان و تفکر (مجموعه مقالات زبانشناسي) .لسم چاپ ، تهران: نشر آگه.
۳: پالمر، فرانک. ( لمریز1395). نگاهی تازه به معنی شناسی،( دکتر کورش صفوی) چاپ هفتم، تهران: انتشارات کتاب ماد.
۴: زیار، مجاور احمد. ( ۱۳۹۶). وییپوهنه او وییرغاونه،کابل: دانش خپرندویه ټولنه.