پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+څرنګه د سترِس (روحي ستونزو) مخه ونیسو؟

څرنګه د سترِس (روحي ستونزو) مخه ونیسو؟

ډاکتره نسرین سبینغر

په نورماله توګه سترس او یا روحي فشارونه د ژوند یوه طبیعی برخه ګڼل کیږي چې د ژوند په مختلفو پړاوونو کې انسانان ورسره مخاخ کیږي، که هغه د زده کړو په دوران کې وي، د دندې ترسره کولو په وخت کې او یا هم له کورنیو او ټولنیزو ستونزو سره د مخامخ کیدو په وخت کې وي. ډیر وخت خلک د روحي فشار تر تاثیر لاندې راځي او ورځنۍ چارې یې له خنډ سره مخامخ کوي.

 روحي فشارونه ډیرې وخت ژر تیریدونکی وي خو کله کله یو شمیر وګړي په مکرره توګه له یو شمیر ستونزو سره مخاخ کیږي چې دا ستونزې د روحي فشار اندازه زیاتوي او د وخت په تیریدو سره د کورنیواو ټولینزو ستونزو لامل ګرځي.

دلته موږ د یو شمیر لارو چارو یادونه کوو چې تر یوې اندازې د روحي فشارونو په کمولو کې ترې ګټه واخلواخیستلی شو.

مهم مسایل باید په منظمه توګه طبقه بندي او لومړیتوب ورکړل شي او د سرته رسولو لپاره یې په خپل وخت کړنې ترسره شي :

کله چې په یو کار کې له ستونزو سره مخامخ کیږئ اړینه ده چې يېښه له داسی چا سره شریکه شي چې درسره مرسته کولی شي او که یې مرسته نه شوای کولی لږ تر لږه د یوې نیکې مشورې ورکولو وړتیا خو باید ولري.

ورزش او منظم تمرین:

خپل فارغ وخت داسي پلان کړئ چې ورزش کولو ته په کې ځانګړی وخت ولرئ. ورزش کول هغه کارکوونکو ته چې ټوله ورځ په څوکۍ ناست وي ډیر اړین دی.

د ځان لپاره اوونیز کاري مهالویش جوړ کړئ: په خپل کاري مهالویش کې د مطالعې لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ د مطالعې محیط باید مناسب او ارام وي، د مطالعې لپاره اړین توکي باید د مطالعې په ځای کې موجود وي. په ځانکړي توګه که چیري د ښوونځي یا پوهنتون محصل یاست نو هڅه وکړئ چې د مطالعې په ځای کې مو زړه راښکونکی انځورونه ولرئ.

کوم کارونه چې درته ستونزمن ښکاري د اهمیت پربنسټ یې لست کړئ.

دا لست مو د کار په خونه کې مخامخ وځړوئ

ترسره شوي کارونه مو په نښه کړئ

کوم کارونه چې په دې اوونۍ کې له کړنو څخه پاتې شي نو د راتلونکې اوونۍ په کاري پلان کې یې په لیست کې ونیسئ.

خپل ځان مثبت وګڼئ:

د مثال په توګه ننني کارونه مې ډیر په سمه ډول ترسره کړل، نننۍ جلسه ډیره په زړه پورې وه، نن ورځ مې تر ټولو ښه وه او داسي نور. نو کله مو هم چې خپل ځان مثبت وګاڼه که د روحي فشار په مقابل کې مو مقاومت زیاتیږي، او د راتلونکي پلان شویو کارونو لپاره لا نوره ښه انرژي ترلاسه کوي.

تقدیرول:

کله چې له یوه مشکل کار څخه بریالی راوځئ، په ازموینه کې ښې نومرې ترلاسه کوئ اویا هم کله چې تر یوې ژورې مطالعې وروسته نوي معلومات ترلاسه کوئ نو خپل ځان په خپله تقدیر کړئ.

منظمه اومناسبه غذا خوړل:

لکه سبزیجات، میوه، لبنیات، او داسی نور سهارنی خواراک هم مه پریږدئ. د سهار لخوا په نهره د اوبو څښل، باید لږ تر لږه د ورځې ۸ ګلاسه اوبه وڅښل شي، قهوه او چای کم کړئ.

خوب او ارام ورکوونکی تمرینونه:

زیاته بې خوبي د سترس سبب کېږي او په پایله کې یې د ژور خفګان لامل هم کیدای شي، اقلآ باید د شپې له خوا ۷-۸ ساعته خوب وشي. کله چې ډیر ستړی شوئ او د نارامۍ احساس وکړئ نو هڅه وکړئ چې ارام خوب وکړئ او د ارام خوب لپاره ژوره سا واخلئ. دا عمل څو واره تکرار کړئ. ورسره لاندې تمرین هم وکړئ.

د لس دقیقو لپاره په چوکۍ ارام کښېنئ

خپل تنفس ته مو پام وساتئ

ژوره ساه واخلئ او تر ۳-۴ ثانیو پورې خپله سا وساتئ. وروسته یې په ارامه ارامه دباندی وباسئ او دا کار څو واره تمرین کړئ.

د بدن مختلف عضلات مو په منظمه توګه کش او سست کړئ او دا عمل څو واره تکرار کړئ، د پښو له ګوتو یې شروع کړئ او تر پایه د ټول بدن عضلات مو په همدې توګه تمرین کړئ.

د یوې مودې لپاره مو ځان سست او شل ونیسئ او خپل فکر مو هم را ټول کړئ.

له هرې ستړیا وروسته حتمن ژوره سا اخلئ او وجود مو سست نیسئ.

ګام اخیستل/ ګرځېدل د روحي فشار له کمولو سره مرسته کوي

که چیري مو زړه ډیر تنګ شو او د زیات روحی فشار تر تاثیر لاندې راغلئ نو کولی شئ ښه په زوره زوره وژاړئ چې دا هم د روحي فشار په کمولو کې مرسته کوي.

هڅه وکړئ چې سهار وختي ویښ شئ لمونځ په جمعه ادا کړئ تر لمانځه وروسته له خپلې وسې سره سم فیزیکی تمرین وکړئ. او تر ټولو مهم دا چې په خیریه کارونو کی ونډه واخلئ.

که له چا سره مو مرسته کولی شوای مرسته مه سپموئ.

له نیکو دوستانو سره ناسته ولاړه کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب