یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ببرک کارمل زوی کاوه کارمل ومړ

د ببرک کارمل زوی کاوه کارمل ومړ

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏‏د افغانستان د پخواني واکمن ببرک کارمل زوی کاوه کارمل په ډنمارک کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د پخواني پرچم ګوند ځینو سرچینو ویلي،چې کاوه کارمل د ۵۹کلنۍ په عمر په ډنمارک کې مړ شوی.

کاوه کارمل په پخواني شوروي اتحاد کې زده کړې کړې وې او په ځوانۍ کې سياسي فعال و.

هغه اوږده موده په جرمني او ډنمارک کې جلا وطن او په وروستيو کې د وینې په سرطان اخته و.

د‌ ببرک کارمل او ډېرو نورو پخوانيو کمونيست پلوه افغان واکمنو کورنۍ له هېواده بهر ژوند کوي او د افغانستان سياسي فضا ورنه د شته عامه نفرت له کبله خپلو فعاليتونو ته مساعد نه ګڼي.

له دې سره، یو شمېر بهر مېشتو پخوانيو چپي فعالانو د کاوه کارمل په مړینه خواشيني ښودلې او کورنۍ ته ېې تسلیت وړاندې کړی.

د یادونې وړ ده،چې د کاوه کارمل پلار ببرک کارمل د ۱۳۵۸ د جدي په شپږمه د روسي ځواکونو له يرغل سره پر افغانستان واکمن او شپږ کاله په قدرت کې و.

4 COMMENTS

  1. former khalq&parcham was much better from corrupt mujahid&talib.
    if communist was agent of russia/.
    mujahid&talibs are PUNJABI INTELLIGENT.
    PAKISTAN ARE AGENCY OF BRITISH///BUT TALIB &MUJAHID ARE PUNJABI INTELLEGENT.
    I AM SORRY FOR AFGHANISTAN&PEOPLES;
    WHERE IS PURE HONEST AFGHANS WHO LOVE AFGHANS.
    THANK YOU

  2. دروس رټل شوي غلامان الله تر نن پوري زلیله او سپک کړې، دوی د افغانانو منځ کې هیڅ ډول محبوبیت نه لري، ټول افغانان تري نفرت کوې،
    همداسي د امریکا رټل شوي غلامان،
    تاریخ بیا تکرار شو

  3. تعجب څای خو دادی چه پلارونو به یی افغانان پدی وژل چه د BBC راډیو یی ولی غږولی ده ، او هغوی به یی د امپریالستانو په نومیی وژل ، اوس یی ټولی کورنی په عم هغه امریالستی هیوادو کی تابیعیت اخیستی دی ، نو دا څنګه کمونستان ول

  4. مرتدين هيڅکله له مسلمانانو سره نه شي موازنه کېدای مسلمان به ګناه کار وي. خودبخښنې اميد يې له اللّٰه تعالی څخه شته دی خو د مرتد هيڅکله نه.
    دافغانستان د تخريب ورانکاري او بربادۍ اساس او بنسټ همدې بېغيرته او بېدينه (پرچميانو او خلقيانو) ايښودلی دی. کوم ظلمونه اوتېري چې دوی او روسيانو له مظلوم ملت سره کړي دي دچانه هېريږي. والله عزيزذواانتقام او د الله تعالی عذاب ډېر دردناک دی.حساب او کتاب شته !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب