جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد اروپايي ټولنې استازي ملا متقي سره لیدلي

د اروپايي ټولنې استازي ملا متقي سره لیدلي

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او ورسره ملګري پلاوي په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه لیکلي،چې اروپايي استازي پکې پر کاج ښوونيز مرکز برید غندلی او ویلي، اروپايي ټولنه له امریکا او نورو شريکانو سره دې پايلې ته رسېدلې،چې يوازې بشري مرستې د افغانستان اقتصادي ستونزې نه شي حلولای.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اروپايي پلاوي په افغانستان کې د پراختيايي چارو سرته رسېدل اړين ګڼلي.

د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې،چې اروپايي ټولنې پر افغانستان شته بندیزونو ته په اشارې ویلي،چې افغانان نه باید په ډله ییزه توګه مجازات شي، ځکه دا کار د نا امنیو پر وړاندې مبارزه زيانمنوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي،چې داعش او نورو ډلو په افغانستان کې ماتې خوړلې او د بریدونو او مقاومت وسه نه لري.

د متقي په وینا، دغه ډلې له همدې امله پر بې دفاع خلکو بریدونه کوي.

طالب وزیر له اروپايي ټولنې غوښتي،چې واقعیتونه درک او ورته په پام له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي،چې دوی ډیرې لاسته راوړنې لري، خو لویدیز ورته په مثبت نظر نه ګوري.

د‌ ملا متقي په وینا، د دوی لاسته راوړنې نه باید له پامه وغورځول شي، بلکې د مشخصو تګلارو په اساس دوه اړخیز مثبت تعامل ته وده ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې استازي د دغې لیدنې د جزییاتو په اړه څه نه دي ويلي.

دا لیدنه او څرګندونې په داسې حال کې دي،چې د تېرې جمعې پر ورځ د کابل په لویدیز کې پر کاج ښوونيز مرکز،چې اکثره زده کوونکې ېې نجونې وې، خونړی ځانمرګی برید وشو.

په دې برید کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما د ۴۳تنو د وژل کیدو او ۸۳ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

له یاد شوي برید وروسته، چې ځینې خلک ېې داعش ډلې ته منسوبوي، پر طالبانو د خلکو او په خاص ډول د مذهبي اقلیتونو په امنیت ساتلو کې د پاتې راتلو نیوکې شوي، خو طالبانو د نیوکو له رد سره ویلي، چې د پېښې عاملين به نیسي او سزا به ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب