سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهماموندزی:افغان محصلانو ته د ویزې نه ورکولو په باب د هندي چارواکو...

ماموندزی:افغان محصلانو ته د ویزې نه ورکولو په باب د هندي چارواکو دلایل سم نه دي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۱مه) په هند کې د افغانستان سفیر وايي، افغان محصلانو ته د ویزې نه ورکولو په اړه د هندي چارواکو دلایل د قناعت وړ نه دي.

په نوي دیلي کې افغان سفیر فرید ماموندزي دا خبره وروسته له دې وکړه چې د هند د باندنیو چارو وزیر جې شنکر وویل چې په امنیتي دلایلو یې افغان محصلانو ته ویزې نه دي ورکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، تراوسه پورې له هغو ۲۵۰۰ افغان محصلانو څخه چې د کورنا وبا له کبله افغانستان ته تللي وو او درسونه یې هماغه مهال آنلاین شوي وو، هیڅ یوه ته د هند ویزه نه ده ورکړې او ټول د هند ویزې ته انتظار باسي.

ماموندزي د هندوستان (هندو) ورځپاڼې ته ویلي چې په ځلونو یې له هندي چارواکو غوښتي چې افغان محصلانو ته ویزې ورکړي، خو هندي چارواکو حتي نجونو محصلانو ته هم د ویزو د ورکولو وړاندیز نه دی منلی.

ده زیاته کړې «تراوسه مو د هندي چارواکو له لوري د قناعت وړ دلایل نه دي اورېدلي چې ولې هغو افغان محصلانو ته ویزه نه ورکول کېږي چې په هند کې په زده کړو بوخت ول.»

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر ټینګار وکړ«تراوسه هیڅ افغان په بل هیواد کې کومه لویه تروریستي حمله نه ده کړې نو باید په امنیتي دلایلو پر محصلانو څوک شک ونه کړي.»

د جمعې په ورځ د هند د پوهنتونونو یو شمېر افغان محصلانو په کابل کې د هند د سفارت مخته اعتراض وکړ او له هند څخه یې وغوښتل چې دوی ته وېزې ورکړي څو نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

ډېری افغان محصلینو له خپلو پوهنتونونو څخه ایمیلونه ترلاسه کړي چې ژر تر ژره خپلو درسونو ته حاضر شي، کنه نو سکالرشیپونه به یې لغوه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د هندي پوهنتونونو د افغان محصلانو د اعتراض ځواب ووایه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب