جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد هند د بهرنیو چارو وزیر د هندي پوهنتونونو د افغان محصلانو...

د هند د بهرنیو چارو وزیر د هندي پوهنتونونو د افغان محصلانو د اعتراض ځواب ووایه

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۱ مه) د هند د باندنیو چارو وزیر جې شنکر د افغان محصلانو د اعتراض په ځواب کې وویل چې د هغوی ویزې یې په امنیتي دلایلو نه دي تمدید کړي.

د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته هند افغانانو ته ورکړې ویزې لغوه کړې او د نویو الیکترونیکي ویزو پیړنی پروګرام یې اعلان کړ.

هند په تېر یو کال کې د افغانانو د لسګونو زرو غوښتنلیکونو له منځه یوازې څه کم ۳۰۰ تنو ته وېزې ورکړي چې د هغو هم اکثریت هندوان او سیکان دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، تراوسه پورې له هغو ۲۵۰۰ افغان محصلانو څخه چې د کورنا وبا له کبله افغانستان ته تللي وو او درسونه یې هماغه مهال آنلاین شوي وو، هیڅ یوه ته د هند ویزه نه ده ورکړې او ټول د هند ویزې ته انتظار باسي.

د تاند له معلوماتو سره سم، یو شمېر افغان محصلانو، سره له دې چې په هند کې یې درسونه نیمګړي پاتې دي، له دې کبله چې د هند له ویزې نهیلي شوي، نورو هیوادونو ته تللي یا د تګ هڅه کوي.

د جمعې په ورځ د هند د پوهنتونونو یو شمېر افغان محصلانو په کابل کې د هند د سفارت مخته اعتراض وکړ او له هند څخه یې وغوښتل چې دوی ته وېزې ورکړي څو نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.

ډېری افغان محصلینو له خپلو پوهنتونونو څخه ایمیلونه ترلاسه کړي چې ژر تر ژره خپلو درسونو ته حاضر شي، کنه نو سکالرشیپونه به یې لغوه شي.

د دغو اعتراض کوونکو د څرګندونو په ځواب کې دهند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر وویل«داسې شرایط راغلل چې مجبوره شوو سفارت بند کړو. په افغانستان کې مو دیپلوماتیک حضور نه درلود چې د دغه هیواد حالات وارزوو. هاغه مهال هر شی مبهم وو نه معلومیده چې پاسپورټونه د چا دي، ویزه د چا ده؟ دا حقیقت لري.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې افغان محصلان باید د اعتماد رامنځته کېدو او د شرایطو سمیدو ته انتظار وباسي.

1 COMMENT

  1. مونږ به انتظار وکړو ، د افغانستان د محصلانو بورسونه باید ضایع نه شي . خو تاسې هم دومره مه بې زړه کیږئ . د نورو هېوادونو په شان خپل سفارت په کابل کې خلاص کړئ . د افغانستان او هند تاریخي دوستي او ملګرتیا ته ژمن پاته شئ . د افغانانو او هندوستان دوستي تاریخي ، فرهنګي او بې غرضه ده ، د موقتي تحولاتو ترسیوري لاندې باید را نه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب