جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهفلای دوبۍ کابل ته الوتنې پیلوي

فلای دوبۍ کابل ته الوتنې پیلوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۱ مه) فلای دوبۍ هوايي شرکت هم چمتو شوی چې کابل ته الوتنې بیا پیل کړي.

وروسته له دې چې د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاینز) کابل او مزارشریف ښارونو ته د الوتنو د بیا پیلولو لپاره تیاري وښوده، د طالبانو د حکومت د هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا وویل چې فلای دوبۍ به په یوه میاشت کې افغانستان ته الوتنې پیل کړي.

وفا وايي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې نړیوالو الوتنو ته ټول شرایط برابر شوي دي او له همدې کبله وټاکل شوه چې په یوه نیمه میاشت کې، چې د ټکټونو پلورلو ته اړتیا ده، فلای دوبۍ کابل ته الوتنې يیل کړي.

که څه هم د فلای دوبۍ خدمات ډیر ښه نه دي خو د ټکټ له نظره نسبتاُ ارزانه هوايي شرکت دی.

تر دې مخکې ترکش ایرلاینز ویلي و چې کابل ته به یې لومړنۍ الوتنه د مارچ په ۲۷ نېټه وي او د ټکټ ریزرف کول به د مارچ په ۲۶ مه پیل کړي.

د طالبانو له واک ته رسیدو شاوخوا یو کال وروسته د ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې او قطر هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې بېرته پیل کړي دي. خو لا هم د دغو هیوادونو د هوايي شرکتونو الوتنې د پخوا په شان منظمې نه دي.

د طالبانو د حکومت د هوايي چلن وزارت ویندوی امام الدین احمدي وايي، اوس د کابل هوايي ډګر ته له داخل او خارجه د ورځې ۳۰ الوتنې کېږي.

د کابل د هوايي ډګر ترمینل ترمیم شوی او کابو یوه میاشت پخوا د طالبانو حکومت له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د مسافرو د تلاشۍ او کنټرول په اړه قرارداد لاسلیک کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب