جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+مالي آزادي | کاندید پوهنیار سمیع الله سالک

مالي آزادي | کاندید پوهنیار سمیع الله سالک

مالي آزادي څه ته وايي؟

څنګه کولای سو مالي آزادي ترلاسه کړو؟

ولې باید مالي آزادي ولرو؟

پورته زکرسوې هغه پوښتنې دي چې، ددې مقالې په جریان او پای کې به ورته ځواب وموندل سي.

د کافي پس انداز درلودل، پانګونې او په لاس کې شته نغده د ځان او کورنۍ د ژوندانه د مخته وړلو لپاره د ډېرو وګړو اساسي هدف دی، چې د همدې هدف لاسته راوړل مالي آزادي بلل کېږي.

ایمر جنسي فنډ (د اضطراري یا غیرمتراقبه حالاتو لپاره ځانګړې پیسې) د یو مالي پلان کلیدي او اهم جز ده. مونږ اړتیا لرو چې له درې بیا تر شپږ میاشتو ایمر جنسی فنډ د خپلو کورنیو مصارفو لپاره ولرو، پداسې ډول چې که چېرته مونږ ډېر یا هېڅ عاید ونه لرو زمونږ د ټاکلي وخت د مصارفو لپاره بسنه وکړي، که چېرته تاسې له برعکس حالت سره مخ سئ نو معنی يې داده چې تاسې مالي آزادي نلرئ.

د ایمر جنسي فنډ (د اضطراري یا غیرمتراقبه حالاتو لپاره ځانګړې پیسې) درلودل خورا د اهمیت وړ دي، ددې ترڅنګ مونږ په داسې یوه وخت او اقتصادي حالت کې ژوند کوو چې باوري او د  ډاډ وړ ندی، د نړۍ او په ځانګړي ډول د هیواد موجوده ترینګلی اقتصادي وضعیت او همدارنګه د یوې نړیوالې پدې په توګه د کرونا ناروغۍ د دغه ډول بدترینو ممکنه حالاتو او په ناڅاپي ډول د بېکارۍ د رامنځته کېدو ممکنوالی نور هم زیات کړی دی. ددې ترڅنګ ایمر جنسي حالات لکه: ناڅاپي مریضي یا ناتواني او داسې نور هغه موارد دي چې، واقع کېدل يې په ورځنیو مصارفو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کوي کوم چې دا په سپما او د تقاعد له طریقه په پس انداز کې د کموالي باعث ګرځي.

ددې ترڅنګ په راتلونکي کې د پیسو په ارزښت کې کموالی هغه څه دي چې په ځانګړي ډول په ثابت عاید لرونکو وګړو ډېر تاثیر ګزاره دي او دا ددې باعث کېږي چې، اشخاص د پیسو راتلونکي ارزښت په نظر کې نیولو سره د مصارفو د پوښلو لپاره یوه اندازه سپما وکړي، مګر نوموړې سپما به ( په هغه صورت کې چې تاسې د خپلو مصارفو موجوده اقلام په نظر کې نیولي وي ) وکولای سي چې یوازې د همدې ډول مصارفو لپا ره بسنه وکړي. د بیلګې په ډول؛ که تاسې په راتلونکو پنځه کلونو کې د مصارفو د پوښلو په موخه یوازې هغه ډول ورځني مصارف په نظر کې ونیسئ چې اوس ورته اړتیا لرئ او هغه ډول مصارف چې لدې څخه علاوه په راتلونکو کلونو کې رامنځته کېدای سي په نظرکې ونه نیسئ، لکه د کورنۍ د غړو زیاتوالی چې پدې سره کېدای سي ستاسې موجوده استوګنځای او امکانات ستاسو لپاره بسنه ونکړي نو دابه ددې باعث شي چې، په راتلونکي کې د کورنیو مصارفو په برخه کې د بودیجې او عوایدو له کسر سره مخ سئ، کوم چې دا د پورونو د ترلاسه کولو باعث کېږي او پر تاسې د پورونو بوج به له تاسې څخه مالي آزادي واخلي.

له پورته نقطو څخه څرګندېږي چې مالي آزادي په حقیقت کې له اقتصادي لحاظه د ژوندانه د عادي او غیر عادي (متراقبه) دواړو حالتونو لپاره د ځواب ویلو په موخه بشپړ تیاری او اماده ګي ده.

اصل پوښته داده چې، څنګه کولای سو مالي آزادۍ ته ورسېږو؟

پورته پوښتنې ته د ځواب د پیداکولو او د مالي آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره باید لاندې ټکي په نظرکې ونیسئ:

  1. د مالي آزادۍ د لاسته راوړلو لپاره هدف وټاکئ: پدې معنی چې تاسې باید په راتلونکو درې یا پنځه کلونو کې څومره سپما وکړئ، چې د سپما مقدار او وخت د نوموړي هدف مهم تشکیلوونکي عناصر دي.
  2. د خپل هدف د لاسته راوړلو لپاره وخت په وخت لاندې موخې تعقیب کړئ؛
  • لومړی دا مشخص کړئ چې ستاسې د ژوندانه ضروریات کوم او څه ډول دي.
  • د امکان ترحده باید څومره پیسې په خپل بانکي حساب کې ولرئ.
  • د دغو پیسو د سپما کولو لپاره څومره وخت ته اړتیا ده.
  1. د راتلونکو څوکلونو لپاره مو ځانته مالي پلان ترتیب کړئ؛ داسې یو پلان چې د امکان ترحده مو پکې د عوایدو او مصارفو دقیق تخمین کړی وي ترڅو هغه هدف ته چې د مالي آزادۍ لپاره مو ټاکلی دی ورسوي.
  2. خپل مالي پلان مو عملي کړئ؛ ددې لپاره چې مالي آزادۍ ته ورسېږئ د پلان په تطبیق کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلئ. د بېلګې په ډول؛ له بې ځایه مصارفو چې ستاسو لپاره لومړیتوب نلري ډډه وکړئ، که موټر ته ډېره اړتیا لرئ په لوړ ماډل او لوړترین کیفیت يې تمرکز مه کوئ مناسبه لار غوره کړئ او خپل احتیاج رفع کړئ، همدارنګه له دوه اونۍ رخصتۍ څخه که مو عواید کموي ډډه وکړئ یوازې د جمعې ورځ ستاسو لپاره بسنه کوي. داچې مخکې به مو په یوه رسټورانت کې د غرمې یا بېګا او یا دواړو وختونو ډوډۍ یوازې او یا له بل چاسره په ګډه خوړله نوموړي مصارف پرېږدئ په ساده کورنیو خوړو قناعت وکړئ. هغه بونس او امتیاز چې د خپلې دندې له برکته يې ترلاسه کوئ بې ځایه یې مه خرچه کوئ بلکې په همهغه ورځ يې د سپما حساب ته اضافه کړئ او داسې ډېر نور موارد چې باید په نظر کې ونیول شي.
  3. میاشتنۍ بودیجه جوړه کړئ؛ میاشتنۍ کورنۍ بودیجه جوړه کړئ او ځان ډاډه کړئ چې هره میاشت یوه مشخصه اندازه پیسې ستاسو د بودیجې لپاره سپما کېږي.
  4. په یاد ولرئ چې د هرې میاشتې په پای کې مو خپل د سپما حساب ته معلوم مقدار پیسې پداسې ډول اضافه کړئ لکه هره میاشت چې د برق بېل د جریمې د ویرې له وجې په خپل وخت تحویلوئ.
  5. په سپما سوو پیسو د پانګونو یوه ټوکرۍ رانیسئ؛ پدې معنی چې په خپلو ټولو سپما سوو پیسو مو په یو ځای یا کمپنۍ کې سرمایه ګزاري مه کوئ، ددې لپاره چې شتمني مو له خطر څخه وژغورئ نو په خپله سپما مو په مختلفو ځایونو کې سرمایه ګزاري وکړئ، چې دا چاره به په راتلونکي کې تاسې مالي آزادۍ ته ورسوي.
  6. پیسې د نورو عادي کاغزونو په څېر په جیب یا کور کې مه ساتئ؛ همدا اوس معقوله سرمایه ګزاري وکړئ او په پیسو پیسې لاسته راوړئ. له ځان سره د پیسو ساتل پرته لدې چې مصرف سي بله ګټه په لاس نه درکوي. که غواړۍ د خپلو پیسو ارزښت وساتئ د خپلې سپما په واسطه د پانګونو ټوکرۍ رانیسئ.
  7. په مالي موضوعاتو پوهه ترلاسه کړئ؛ وخت په وخت د مالیاتي قانون د تغیراتو مطالعه وکړئ او د مالیاتو د لوړوالي او ټیټوالي په اړه ځان آګاه کړئ، په مالي بازارونو کې وخت په وخت د نوساناتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ ترڅو وکولای سئ د امکان ترحده له فرصتونو څخه ګټه واخلۍ او خپلې پانګونې مو له خطر څخه وژغورئ چې دابه ستاسو د مالي آزادۍ د خوندیتوب لپاره اساسي ګام وي.
  8. مالي مشاور؛ د ځان لپاره داسې یو څوک وټاکئ چې، وکولای سي تاسې ته مالي مشورې درکړي او تاسې ته د مالي آزادۍ د لاسته راوړلو او پیاوړتیا مناسبې لارې چارې وښايي.
  9. روغتیا؛ باید په یاد ولرئ چې ستاسې مالي صحت او روغتیا ستاسې د بدني روغتیا زېږنده ده. د خپل وجود روغتیا ته مو پام وساتئ، که نه نو سپما سوې پیسې به مو د خپلې ناروغۍ په درملنه مصرف سي.

د پورته ټکو تطبیق سخت او ستونزمن کار ندی، مشخص هدف، بشپړ پلان او تطبیق يې یوازینۍ هغه نطقې دي چې د نورو ټولو نقاطو او د مالي آزادۍ د لاسته راوړلو کلیدي او اساسي وسیلې ګڼل کېږي.

د مالي آزادۍ ګټې څه دي؟

  1. د خوندیتوب احساس: هرکله چې تاسې مالي آزادي ولرئ کولای سئ خپلو ورځنیو مصارفو او غیر متراقبه حالاتو ته پر وخت سره او پرته له ستونزې ځواب ووایاست، چې داچاره داسې ته د خوندیتوب احساس درکوي.
  2. د وخت کنټرول: مالي آزادي له تاسې سره د وخت په کنټرول کې مرسته کوي او تاسې کولای سئ د مالي آزادۍ په درلودلو سره له وخت څخه اعظمي ګټه واخلئ.
  3. د کار آزادي: مالي آزادي تاسې ته دا فرصت په لاس درکوي چې، چېرته او څه ډول چې غواړۍ کار وکړئ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب