کتاب: نړیواله ترهګري
لیکوال: هېري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
پېژندنه: د ترهګرۍ نړیوال اړخونه
د دغه کتاب تر خپرېدو پورې به د سپتمبر یوولسمې، ۲۰۰۱ میلادي کال له سهار څخه شاوخوا درې کاله تېر شوي وي. په دغه سهار د ترهګرۍ نړیوال لاسونه د امریکا تر کوڅو او کورونو پورې را ورسېدل. اوسمهال، امریکايي وګړو د «ترهګرۍ پر ضد جګړې» هغه لومړني پړاوونه تجربه کړي، چې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په افغانستان او عراق کې ترسره کړل، دغه راز تر دې په ټیټه کچه يې د کولمبیا، انډونیزیا، فلپین، پاکستان او یمن په څېر ملتونو کې هم دغه جګړې تجربه کړې. په دې سربېره، د امریکا په استخباراتي ادارو کې بنسټیز بدلونونه راغلل او په خپلو منځونو او له نورو بهرنیو ملګرو سره د نږدې همکارۍ لپاره اماده شوې. له کورني اړخه، د امریکا او لویې بریتانیې د جمهوریتونو په څېر ملکي وګړي له نویو بندیزونو سره مخ شول، په تېره د کډوالۍ او هوايي سفرونو په برخه کې نوي قیودات پرې وضع شول. د الکترونیک او بایومتریک نظارت نوي ډولونه او شکلونه وړندایز شوو. په دې سربېره، د امریکا په قانوني بهیر کې د شکمنو وګړو توقیف او ځورولو دا پوښتنه هم را پورته کړه، چې آیا هغه ازادۍ چې د جمهوري ټولنو اساسي ځانګړنې دي، د ترهګرۍ پر ضد د جګړې قرباني کېدلی شي.
دغه موضوع د درک وړ ده، چې پر امریکا باندې د ترسره شویو وحشیانه بریدونو غبرګون په عموم کې په اسلامي ترهګرو تمرکز وکړ او په خاصه توګه يې اسامه بن لادن او القاعده په نښه کړل. د کولمبیا له استثناء پرته، له ۲۰۰۱ م کال راهیسې پوځي همکاریو او مداخلتونو تر ډېره بریده اسلامي ترهګریزې ډلې او رژیمونه په نښه کړي، چې باور کېده چې د ترهګرۍ ملاتړ همدوی کوي. خو اوس چې پر دغو پېښو کافي وخت تېر شوی، نو کولی شو چې نړیوال اړخ ته يې سر ور ایسته کړو.
ترهګرۍ د مخابراتو او ټرانسپورټ د هغو نړیوالو کرښو په مټ فعالیت کوي، چې زموږ د نن ورځې نړۍ پرې ودانه ده. ترهګریزې ډلې معمولاً له یو بل سره پراخه مرسته او همکاري کوي او یو شمېر لکه القاعده ان په دې هم توانېدلي دي چې د نړۍ هابله غاړه په نښه کړي. واقعي او بالقوه وسلې چې په خپله لمنه کې له راکټونو څخه نیولې تر انفجاري واسکټونو او بیا د بیالوژیکي، کیمیاوي، هستوي او سایبري بریدونو غیرعادي امکانات رانغاړي، اوسمهال د هر ډول ترهګریزو او وسله والو ډلو عادي شتمنۍ ګرځېدلې دي. په دې سربېره، د ترهګرۍ ضد ګڼ تکتیکونه او ټکنالوژۍ مثلاً استخباراتي تخنیکونه او د زېربنايي اهدافو تقویه کول او داسې نور پر هر ډول ترهګریزو بریدونو هم د پلي کېدو وړ دي.
بل خوا، د ترهګرو موخې او اهداف یو خو ساده نه دي، بل له یو بل سره اړخ هم نه لګوي. د نوعیت له مخې، د دوی اهداف معمولاً سیمه ییز او محلي وي او معمولاً په ځانګړو توکمیزو او کلتوري شخړو (لکه په شمالي آیرلنډ یا اسرائیل/فلسطین کې)، د خپلواکۍ لپاره د یوې ځانګړې ډلې په ارمان او یا د مذهبي احکاماتو په افراطي تنفیذ را څرخي. د یوې ربړې په ځانګړي تاریخي شالید پوهېدل او دا چې دغې ربړې څنګه دغه ډول اهدافو او چلند ته بڼه ورکړې، نه یوازې د دې لپاره مهم ده چې د یوې ځانګړې ډلې له لوري یو احتمالي خطر پرې وارزوو، بلکې د دې لپاره هم اړین ده، چې د هغو شرایطو د بدلون هڅه وشي، چې بې وزلي او رکود ترې منځته راځي او خلک د ترهګرۍ سنجولو ته لمسوي.
کله چې ترهګري او له ترهګرۍ سره مبارزه په نړیوال متن کې څېړل کېږي، نو لومړی باید دغه لاندې پوښتنې له ځانه وکړو او د ځواب لپاره يې لاس په کار شو:
- د ترهګرۍ اساسي ځانګړنې کومې دي؟
- ترهګري د تاوتریخوالي له نورو سازمان شویو بڼو سره څه توپیر لري، لکه دودیزې جګړې، ګوریلايي جګړې، او سازمان شوي جرمونه؟
- آیا په وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ تر شا غالب اهداف بدل شوي؟ هغه څه دي، چې د «کلاسیکې» ترهګرۍ په پرتله، له «نوې ترهګرۍ» سره مبارزه ستونزمنوي؟
- د سازمانونو، تکتیکونو او وسلو هغه عادي ډولونه کوم دي، چې ترهګري يې کاروي؟
- ترهګر د خپلو کړنو په مټ څه پیغام رسول غواړي؟ دوی د خپل اغېز د زیاتولو په خاطر خپل بریدونه په څه ډول طرحه کوي؟
- کومې نوې وسلې د ترهګرو لاسونو ته رسېدلې دي؟ په دغه معادله کې یادو وسلو څه بدلون پېښ کړی؟
- د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پوځ لپاره کوم رول مناسب دی؟ استخباراتي ادارې؟ که پولیس؟
- د ترهګرو احتمالي اهداف په څه ډول داسې مضبوط جوړولی شو، چې د ترهګرو ډېره توجه هم جلب نه کړي او که برید پرې وشي، نو زیان يې هم کم وي؟
- نړیوالې ټولنې ته څه پکار دي، چې د ترهګرۍ پر ضد یوه نړیواله ستراتیژي رامنځته کړي؟
د پورتنیو پوښتنو د ځوابولو په هڅه کې لومړنی ګام دا دی، چې د ترهګرۍ لپاره یو منطقي تعریف ولرو.
د ترهګرۍ تعریف
د پورنوګرافي په څېر، د ترهګرۍ په باره کې لومړنۍ خبره دا یو څوک دا کوي، چې «زه يې تعریفولی نه شم، خو که ويې وینم، پېژنم یې.» که یو ځانمرګی بریدګر په اسرائیلو کې یو رستورانت والوځوي، یا یو ډله کسان چې غوڅوونکي وسایل لري، یوه الوتکه په خپل واک کې واخلي او له یوې ودانۍ سره يې ټکر کړي، یا یوه ډله د ټوکیو په یوه تمځای کې مرګونی عصبي ګاز خوشي کړي، نو ټول لیدونکي به په دې سره یوه خوله وي، چې یوه ترهګریزه پېښه شوې ده. خو پوښتنه دا ده، چې د ترهګرۍ تعریف څه دی؟
پیل به يې پر یوه محدوده ځانګړنه وکړو، هغه دا چې که د ترهګرۍ پر ضد قوانین جوړوو، نو لومړی د ترهګرۍ یوه حقوقي تعریف ته اړتیا لرو. د ترهګرۍ هغه تعریف چې د امریکا دولت يې استعمالوي، په لاندې ډول دی:
«ترهګري» د سیاسي انګېزو په اساس پلان شوی تاوتریخوالی دی، چې د نیمه ملي ډلې یا بهرنیو اجنټانو له لوري د غیرنظامي اهدافو په خلاف ترسره کېږي او تر شا يې انګېزه معمولاً د وګړو اغېزمنول یا متاثره کول وي.
په دغه تعریف کې اساسي ټکي دا دي چې د تاوتریخوالي انګېزه سیاسي وي، ملکي وګړي (نه هغه پوځیان چې په نظامي فعالیتونو کې بوخت وي) په نښه کېږي، او بله دا چې د دې تاوترخوالي ترسره کوونکي پخپله د دولت برخه نه وي.
د سیاسي چارو شنونکی، د امنیتي چارو سلاکار او د سپینې ماڼۍ مشاور بریان جینکینز د دغه تعریف په یوه پراخه بڼه خبرې کوي، دی وايي:
ټول ترهګریز فعالیتونه … په ځان کې تاوتریخوالی یا د تاوتریخوالي ګواښ لري او معمولاً له یو لړ مشخصو غوښتنو سره مل وي. اهداف يې معمولاً ملکي وګړي وي. تر شا يې انګېزې سیاسي وي. بل، دغه فعالیتونه په داسې ډول اوډل کېږي، چې د عامو خلکو توجه ډېره ور ټوله کړي. ترسره کوونکي يې معمولاً د یوې منظمې ډلې غړي وي او د نورو مجرمینو بالعکس، د خپل کار پړه هم په غاړه اخلي. (دا د ترهګرۍ یوه بېلوونکې ځانګړنه ده.) او بله دا چې، د هر ترهګریز برید یو لازمي جزء دا دی، چې معمولاً د سملاسي فزیکي زیان په پرتله یې رواني اغېزې خورا زیاتې وي. د یوه شخص ترهګر د ټولو ترهګر وي.
د دغو تعریفونو ستونزه دا نه ده چې دقیق نه دي، بلکې ستونزه یې دا ده چې جامع نه دي او دا نه راته په ډاګه کوي، چې ترهګري د تاوتریخوالي له نورو بڼو یا پخپله د یوه دولت له تاوتریخجنو اعمالو سره څه ډول تړاو مومي؟ دولتونه (چې معمولاً ټول قانوني ځواک تر ځان پورې محدود ویني) هېڅ کله هم خپلې کړنې د ترهګرۍ په توګه نه تعریفوي، خو ګڼ شنونکي بیا پر «دولتي ترهګرۍ» هم غږېږي او په دې ځای کې د لاتیني امریکا د استبدادي دولتونو له لوري د خپلو سیاسي مخالفینو د ځپلو لپاره د ځواکونو د استعمال مثال ورکوي. د ژبپوه او مدني فعال نوام چامسکي په خبره:
د ترهګرۍ اصطلاح عموماً د افرادو یا ډلو له لوري د «پرچون ترهګرۍ» لپاره کارېږي. دغه اصطلاح به یو وخت هغو امپراتورانو ته کارېدله، چې په خپل ولس او نړۍ به يې ظلم او تاوتریخوالی کاوه، خو اوسمهال دغه اصطلاح یوازې تر هغو غلو پورې محدوده ده، چې پر ځواکمنو خلکو ظلم او تاوتریخوالی کوي. که د ایمان او عقیدې له چوکاټ څخه ځان وباسو، نو موږ به «ترهګري» د جبر او ترهولو لپاره د تاوتریخوالي د استعمال یا ګواښ په معنا واخلو، چې معمولاً له ځان سره سیاسي پایلې راوړي او توپیر نه کوي، چې دغه ترهګري د امپراتورانو «عمده ترهګري» ده او که د غلو «پرچون ترهګري».
په دې اساس، د ترهګرۍ بحث باید په ځان کې یوازې هغه سیاسي تاوتریخوالي ته ځای ور نه کړي، چې د دولتونو په ضد جنګېدونکي ډلې يې ترسره کوي، بلکې د یوه دولت ترهګریز فعالیتونه هم باید پکې شامل شي. همدا لامل دی، چې دغه او پر ترهګرۍ اکثریت کتابونه که څه هم د نادولتي ترهګریزو ډلو پر فعالیتونو راڅرخي، خو پر دغو کړنو د پوهېدو لپاره ضرور ده، چې د ترهګرۍ په متن کې د هغو دولتونو کړنې هم را واخلو، چې د خپلې «عمده» ترهګرۍ له لارې، چې په خپل ولس یې ترسره کوي، «پرچون» ترهګرۍ ته وده او مخه ورکوي.
ترهګرى= تروریزم
نن سبا تر ټولو بد تروریزم همهغه رسنيز او تبلیغاتي تروریزم دئ ضمنا دَ کتاب لیکونکی دولتي تروریزم ته اشاره نه ده کړې کوم جى د هغه متبوع هیواد د دولتي تروریزم مخکښ هیواد دئ.
سلام
داکسفورد فرهنګ
دتروریزم دکلیمې ریښه:
Tarsیونانی ژبه وېره او لړزه
Ters/Tres لاتینی
Terreur-Teers ته اوړی چې د «وېرې» یا«ترهګری اووحشت» مانا ورکی
په هغه روش باندې دلالت کوی چې هدف یې له خشونت یاترهګرې څخه ګټه اخیستل وی او یا ګواښ څخه دسیاسی اهدافو لاس ته راوړنې لباره ګته پورته کړی.
په سوره بقره۲۱۳ کې الله ج فرمایی : «کان الناس امه واحده فبعث الله النبین مبشرین منذرین»انسان مدنی الطبع دی او د اجتماعی عدالت پر ضرورت قضاوت کوی اجتماعی عدالت دی چې انسان تن ور کړی او دا ستخدام اصلی رامنخ ته کوونکی دی. خو دحاکم اومحکوم ترمنځ داجتماعی عدالت نه مراعات کول دتعاون ،تعامل ،عدالت او انصاف کمزورتیا ښیي.
ابن خلدون وایی د ا ترهګری دهابیل له وخته راپیل شوې، دتاج او تخت ،غچ او دترهګری ریښه دانسان په طبیعیت کې ده او تروریزم هغه لاره ده چې د«انسان لخوا علیه انسان »دقدرت ،اونورو خود خواهیو اوګټو په خاطر کارول کیږی.
کانت وایی سوله دانسانو ترمنځ یو طبیعی حالت نه دی بلکې هغه څه چې طبیعی او فطری دی هغه جنګ اوجګړه ،کینه او کرکه ده.
Fauxault,Michel
the archaeology of knowledge , London 1972-p102
څوک چې دسمې بلټنې له لارې ددقیق(حقیقت)په لټه کې دی باید هر هغه کلیمه چې کاروی یاد ته وسباری او په همغه معنی یې په کاریوسی که نه په خپله دهغو کلیماتو ترمنځ ورک اوبې لارې کیږی دتروریزم روښانه هویت ورک دی لکه زموږ دمستعارنومو مارکسیستانو ګیلې او ګذارې په کرکجنو ګونګو سیوکې چې هابز کرکه تهاجی ترهګری بللې.ولې مسلط قدرت مسلط ګفتمان ټاکی .