کاغذ باد
مانجه،
غوټه غوټه شول،
لاسونه او سترګې،
په غوټو لګيا دي،
- o
کاغذ باد،
اوج نه نيسي.
***
لاروی
د سپوږمۍ،
رڼا ته،
پر نمناکه،
اغزنه ځمکه،
– هلته چې،
کوچيانو،
اورونه بل کړي دي –
بې له دې چې،
و پوهېږي چېرې،
درومي لاروی.
***
سپوږمۍ
د اوبو په غېږ کې
ستا،
بشاشه څېره،
– لکه سپوږمۍ د اوبو په غېږ کې –
هر سهار،
په مسکا را څرګنده،
او په خندا درومي.
***
ناهيلي
راشه،
وګوره!
د دغه نړېدلي،
دېوال،
د دوو زړو،
ماتو خښتو،
په درز کې،
څه شي پرته ده؟
ناهيلي.
***
نن شپه
نن،
به له بڼ،
نه ليرې،
له ګل نه،
جلا،
د بلبل حال څه وي؟
خوب به يې،
څرنګه وي؟
څه به،
په خوب ويني؟
راشئ!
– نن شپه –
ګل په نېغه،
د بلبل،
ځالې ته،
ور وړو.
***
ننګرهار ته !
لمر،
پورته کړ،
((سپين غر))،
د آسمان کنارو ته،
سپوږمۍ،
څيرې کړ،
د تيارې زړه،
څو،
وګوري،
د (( نارنج ګل ))
o
دواړو،
وبخښل،
ننګرهار ته،
له (( حرارت )) نه،
تودوخه.
———————
((حرارت)) د آذربايجان د نامتو شرابو نوم دی.