جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاپه نړۍ کې د نري رنځ ناروغان د پخواني اټکل دوه هومره...

په نړۍ کې د نري رنځ ناروغان د پخواني اټکل دوه هومره زیاته ده

تاند- یوه تازه څېړنه ښيي چې په نړۍ کې هر کال یو ملیون ماشومان په نري رنځ یا توبورکلوز اخته کېږي. دا شمېر د روغتیا د نړیوالې موسسې تر اټکل دوه برابره ده او د هغو ماشومانو درې هومره ده چې هر کال یې د نري رنځ ناروغي تشخیص کېږي او درمل ورکول کېږي.

دا تازه څېړنه، چې د امریکا په باس��ن پوهنتون کې شوې ده، همداراز وايي۳۲ زره ماشومان په داسي نري رنځ اخته کېږي چې د درملو په وړاندې مقاومت لري او دې مسلې د نړۍ په روغتیايي ټولنو کې اندېښنې پارولي دي.

د څېړونکو ډاکترانو په وینا په نري رنځ د اخته کوچنیانو درملنه د لویانو په پرتله ګرانه ده. د دوی په وینا په د سل یا نري رنځ باکتریا په څوکاله کې څو کلونو ته اړتیا لري چې لویان په ناروغۍ اخته کړي خو په کوچنیانو کې دا باکتریا ژر په ناروغۍ بدلېږي. د دوی په وینا له همدې کبله ډېر امکان شته چې ماشومان تر ډاکتر او درملځي ونه رسېږي.

افغانستان د نړۍ یو له بدمرغو هیوادونو څخه دی چې دا ناروغي پکې ډېره زیاته ده. د افغانانو لویه بدمرغي دا ده چې د نري رنځ د مخنیوي لارښونو ته پام نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب