Homeخبرونهد ط-انو د لوړو زده کړو وزارت: د کابل پوهنتون محصلانې موږ...

د ط-انو د لوړو زده کړو وزارت: د کابل پوهنتون محصلانې موږ نه وې مسمومې کړې

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل پوهنتون لیلیه کې  محصلانې دوی نه وې مسمومې کړې.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،چې د یادو محصلینو د مسمومېدو خبر ناسم دی او وړمه شپه یې خوراک کې بې احتیاطي شوې وه.

یاد وزارت زیاتوي، د بې احتیاطۍ له کبله ۵۰ محصلین ناروغان شوي وو چې پر وخت یې درملنه شوې ده.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو مخالفانو ادعا کړې وه چې طالبانود هرات پوهنتون له محصلانو سره بد چلند کړی او داسې تصویرونه یې خپاره کړي وو چې څو تنه طالبانو د وسلو خولې د نجونو محصلانو خوا ته نیولي دي خو وروسته څرګنده شوه چې تصویرونه جعلي جوړ شوي دي.

پرون د کابل پوهنتون ځینو سرچینو طالبان تورن کړل چې د کابل د وروستي ځانمرګي برید پر ضد د ښځینه محصلینو د پلان شوي لاريون د مخنيوي لپاره ېې ښځينه محصلينو ته په ډوډۍ کې مسمونکي مواد اچولي وو.

1 COMMENT

  1. زه د مذهبی لېونیانو پلوي نه کوم ! خو دا منطق خر هم نه مني داسې پروپاګندې قومي بڼه لري چې سر چینه یې له ستمیانو څخه اخیستل کیږي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...