Homeخبرونهافراسياب خټک: ط-ان د پاکستاني او ایراني رسنیو د غلبې لپاره افغاني...

افراسياب خټک: ط-ان د پاکستاني او ایراني رسنیو د غلبې لپاره افغاني رسنۍ تړي

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک د طالبانو له لوري د افغانستان د رسنيو پر وړاندې زیاتیدونکو قیوداتو ته غبرګون وښود.

ښاغلي خټک په يوه ټویټ کې لیکلي:« افغانستان باندې د طالبی استبداد ورتپل کیدل د پردیود لاس بریتوب وسیله ده، یو مثال یې رسنۍ/میډیا ده ، چې په شرق یا جنوب کې راډیویي یا ټلویزیوني شبکې تړل کیږی نوځای یې پاکستاني رسنۍ اخلي ، په غرب یا شمال کې به دغه کارایراني یا د مرکزي آسيا شبکې کوي، دا عمل د ګاونډیو غلبې ته لاره پرانيزي.»

دا په داسې حال کې ده، چې نن د طالبانو يوې مخالفې رسنۍ هشت صبح د طالبانو له لوري د دوی د وېبپاڼې پر وړاندې د تخنیکي بندیزونو خبر ورکړ.

د طالبانو له واکمنيدو سره په افغانستان کې د بيان ازادي خورا محدوده شوې، سلګونه رسنۍ تړل شوي، يو شمېر خبریالان وژل شوي او شکنجه شوي او زرګونه نور د هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

له دې سره، د افغانستان اړوند اول لاس خبرونه تر ډېره پاکستاني رسنۍ خپروي او طالبانو سره د ښو اړیکو له کبله افغانستان ته راپور جوړولو لپاره د پاکستاني خبريالانو تګ راتګ زيات شوی او اسانه شوی دی.

طالب چارواکي بیا د بيان ازادۍ د محدوديت او خبریالانو سره د ناوړه چلند په اړه تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...