دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسوداګر: ط-ان د ټوپک په زور پخوانۍ ماليې اخلي، خو زموږ ۶۰میليارده...

سوداګر: ط-ان د ټوپک په زور پخوانۍ ماليې اخلي، خو زموږ ۶۰میليارده افغانۍ پور نه راکوي

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنه وايي،چې طالبان د کلونو مخکې مالېې د ټوپک په زور ترې اخلي، خو په حکومت د دوی ۶۰ ميليارده افغانۍ پور نه ورکوي.

د یادې ټولنې مرستیال باز محمد غیرت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل،چې د طالبانو د مالیې وزارت مالیه ټولونکي د استخباراتو د ځواکونو په ملتیا یې له سوداګرو او پانګوالو په زوره مالیه ټولوي.

د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې په بانکونو کې لا هم سوداګرو او پانګوالو ته ايسارې پيسې ېې نه ورکول کېږي او له بد وضعیت سره مخامخ دي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ویل کیږي،چې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال شپږ مياشتې مخکې د يادې ستونزې د حل لپاره پلاوی ټاکلی و ، خو تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب