Homeخبرونهيوناما:د کابل د ځانمرګي برید تلفات ۴۳تنو ته لوړ شو

يوناما:د کابل د ځانمرګي برید تلفات ۴۳تنو ته لوړ شو

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۱۱مه)‏‌ ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما ویلي،چې د کابل د تېرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید تلفات زیات شوي.

دغې ادارې په يوه تازه اعلامیه کې ویلي،چې په دغه برید کې د وژل شويو کسانو شمېر ۴۳ تنو ته لوړ شوی.

سرچینې د پېښې د ټپيانو شمېر ۸۳ تنه ښودلی دی.

نورو سرچينو ويلي،چې تلفات تر دې هم ښايي زيات شي، ځکه د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دی.

دغه برید د کاج په نوم د کانکور ازموینې د چمتووالي پر يوه مرکز ترسره شو،چې ډېرې قربانيان ېې نجونې دي.

یاد شوی تروریستي برید د افغان سیاستوالو او بهرنيو هېوادونو ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پېښې د عاملینو د نیولو او مجازات غوښتنه وکړه، خو يو شمېر افغان سیاستوالو او نړيوالو بنسټونو طالبان هېواد ته د امنیت‌ راوستو په ادعاوو کې دروغجن او ناکام وبلل.

د طالبانو ادارې د پېښې د عاملینو د نیولو او مجازات ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...