استاد محمدمعصوم هوتک
مولوي محمد سرورخان واصف قندهاری (۱۳۲۷ هـ ق =۱۹۰۹ع شهید) په افغانستان کي د حبیبیې مدرسې یو ویاړلی استاد، لیکوال او شاعر ـ د لومړي مشروطیت د خوځښت د تاداو ایښوونکو په کتار کي د سر سړی او مشر او دغه راز د حق د لاري سرښندونکی مبارز شهید وو.ددوی کورنۍ دافغانستان په سیاسي تاریخ کي دنامه څښتنان شخصیتونه درلودلي او ټول ئې دسرښندونکو ملي مبارزینوپه نامه پېژندل سوي دي . ددوی دکورنۍ دمشر نیکه زین العابدین الکوزی پلرنۍ مېنه دکندهار ولایت دارغسان اولسوالۍ په بالاژړه کي وه او مشران ئې وروسته دکندهار ښارته راغلي او همدلته دالکوزوپه کوڅه کي میشت سوي ول. دزین العابدین الکوزي د دوو زامنو(آزادخان او محمدعظیم خان) اولاده ټول دعلم وفضل څښتنان او دافغانستان په ملي خوځښتونوکي دسر خلک ول. دآزادخان الکوزي زوی مولوي احمدجان چي په (تاجر) سره مشهور وو، دامیر عبدالرحمن خان د پاچهۍ پروخت په کابل کي اوسېدئ اودخپل عصر له وتلوعالمانو په ډله داحترام وړشخصیت وو. امیر ورته په درنه سترگه کتله مولوي احمدجان داساس القضاة په نامه درونداثر د همدغه امیرپه غوښتنه کښلی دئ . اساس القضاة په ۱۳۰۳هـ ق کال دصفرالمظفرپر یوولسمه دکابل دارالسلطنة په مطبعه کي چاپ سوی دئ. دنسخې خطاط ئې میرزاعبدالرزاق دهلوي دئ. ددغه کتاب له لوستلوڅخه څوک دمولوي احمدجان تاجر دعلم اوپه قضايي چارو کي دشریعت داحکاموپه باب دهغه دتبحراندازه لگولای سي. مولوي احمدجان تاجر په فارسي ژبه شعر هم وایه او مردف دېوان ئې درلود چي اوس لږ موندل کېږي. قاري عبدالله خان ملک الشعراء د ارواښادتاجرله قلمي دېوان څخه یو اوږد نظم دکابل مجلې ددوهم کال په یوولسمه گڼه ( ۳۹ مخ) خپورکړی دئ چي”منتخبات نفیسه” عنوان ئې ورته ټاکلی دئ. ددغه نظم چي دحق سبحان عزوجل په حمد کي ویل سوی دئ، دسر څوبیته داسي دي :
ای ز جود تو گنبد خضرا ذره نور تو رسیده به خور قطره یافت بحر از کرمت از شمیم تلطف عامت کرد پیدا ، ز جلوه نورت نفخه ناز روح پاک تو یافت نیست موجوددرزمین وزمان یک وجودی وگونه گونه شدی متجلی شدی بکسوت خاک گاه گشتی سوار ناقه ناز گه زدی جامه صبوری چاک ………………………….. |
بی ستون و طنابها برپا شد ضیابخش خطه غبرا که زند موج لؤلؤ لالا شد معطر دماغ باد صبا موسی آسمان ید بیضا شد شفابخش مقدم عیسا غیر ذاتت بدیده بینا جلوه گر در مرائی اشیا یافتی نام آدم و حوا بنشستی به هودج لیلا همچو مجنون بعالم سودا ………………………………… |
(الخ)
دمولوي احمدجان تاجر درې زامن ( مولوی محمدسرورخان واصف، سعدالله خان او عبدالرحمن خان)او یو وراره عبدالقیوم خان په افغانستان کي دلومړي مشروطیت دمخکښانوڅخه ول او مولوي واصف،سعدالله خان او عبدالقیوم خان د وخت دامیر،سراج الملة والدین په حکم دوطندوستۍ په تورپه توپ کي والوزول سول او عبدالرحمن خان په ۱۳۲۷ هـ ق کي دشیرپورزندان ته واچول سو اوهورې وفات سو. دشهادت پروخت دمولوي واصف له خولې هغه ویل سوې رباعي چي توپ ته دتړلوپروخت ئې ویلي وه،ترننه لاهم دوطنپالومبارزینو د قربانۍ له پاره دالهام منصوري چیغه ده .
روزیکه شــــــوداذالسماء فطرت
وندرپی آن اذالنجـــــــــوم کدرت
من دامن توبگیرم اندرعرصات
گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتلت
مولوي واصف په پښتواوفارسي شعر وایه او یوکتاب ئې د(تاریخ ادریسیان وحمودیان وموحدین افریقای شمالی) ئې له عربي څخه ترجمه کړی دئ چي وایي خطي نسخه ئې دافغانستان په ملي آرشیف کي خوندي ده .(جنبش مشروطیت در افغانستان ــ صـ ۱۹ چاپ ۱۹۹۹ع)
مولوي واصف د” مد و جزر اسلام” په نامه یو فارسي مسدس هم ویلی دئ چي یادونه ئې زموږ محققینو کړې ده خو پخپله اثر ناپېژندلی یا لږ پېژندلی پاته دئ. دا مسدس چي یو سلو پنځه شپیته بنده لري او د عروضو استادانو ئې بحر” متقارب مثمن سالم” بللی دئ، مولوي واصف قندهاري د خپل معاصر دانشمند او د متحد هندوستان د اردو شاعر مولانا الطاف حسین حالي د” مسدس حالی”په اقتفاء ویلی دئ.
مولانا الطاف حسین حالي ( ۱۸۳۷ ــ ۱۹۱۴ع) په هندوستان کي د اردو ژبي مشهور شاعر، په فارسي او اردو ژبه د ډېرو آثارو څښتن او نقاد لیکوال تېر سوی دئ. دی د خواجه ایزوبخش زوی وو او د نسب سلسله ئې دده د خپلي لیکني له مخي د هرات پیر خواجه عبدالله انصاريرح (۱۰۰۶ ــ ۱۰۸۸ع ) ته رسېدله. مولانا الطاف حسین حالي په شاعري کي د میرزا غالب (۱۷۹۷ ــ ۱۸۶۹ع) شاگرد گڼل سوی دئ.مولانا حالي په پاني پت کي زېږېدلی او په هماغه ځای کي وفات سوی دئ. پاني پت د هندوستان د هریانه صوبې یو ښار دئ چي د تاریخ په اوږدو کي د سترو جگړو ډگر گرزېدلي وو او د ډېرو سوبمنو او سالارانو سرونه پکښې خوړل سوي ول.
مولانا الطاف حسین په اردو ژبه یو اوږد مسدس لیکلی دئ چي مد و جزر اسلام نومېږي او د ” مسدس حالی” په نامه څو واره چاپ سوی هم دئ. دوهم وار چاپ ئې چي ما کتلی دئ، د ۱۹۱۰ع کال په اکتوبر کي د دهلي له مجتبایي مطبعې څخه خپور سوی دئ. په دې مسدس کي د اسلام د مبین دین تر راتگ پخوا د عربو د جاهلیت دورې حالات او ورپسې د اسلام په راتگ سره ددغه دین د فیوضاتو له اسیته د اسلامي نړۍ د ” شاندار ثقافت” پېژندنه او وروسته بیا د مسلمانانو د مادي او معنوي انحطاط بیان سوی دئ. ددې مسدس خپرېدنه دونده (دومره) پراخه وه چي د سر سید احمد خان ( ۱۸۱۷ ــ ۱۸۹۸ع) په قول د هند په نیمه وچه کي تر قرآن عظیم الشان را وروسته بل اثر په دغه اندازه زیات خپور سوی نه دئ.
د ښاغلولوستونکو د معلوماتو له پاره به ددې مسدس لومړي او وروستي بندونه دلته را نقل کړم :
کسی نے یہ بقراط سے جا کے پوچھا
مرَض تیرے نزدیک مہلک ہیں کیا کیا
کہا دکھ جہاں میں نہیں کوئی ایسا
کہ جس کی دوا حق نے کی ہو نہ پیدا
مگر وہ مَرَض جس کو آسان سمجھیں
کہے جو طبیب اس کو ہذیان سمجھیں
ـــــــــــــــــــــــ
غنیمت ہے صحّت علالت سے پہلے
فراغت، مشاغل کی کثرت سے پہلے
جوانی، بڑھاپے کی زحمت سے پہلے
اقامت، مسافر کی رحلت سے پہلے
فقیری سے پہلے غنیمت ہے دولت
جو کرنا ہے کر لو کہ تھوڑی ہے مہلت
په وروستي بند کي هغه صحیح حدیث ته اشاره سوې ده چي فرمایي :
“اغتنمْ خمسًا قبل خمسٍ شبابَك قبل هرمكَ وصحتَك قبل سَقمِكَ وغناكَ قبل فقرِك وفراغَك قبل شغلِك وحياتَكَ قبل موتِكَ”.
لکه دمخه چي مي هم وویل ،مولوي محمد سرورخان واصف د “مسدس حالی” په اقتفاء یو اوږد مسدس ویلي دئ چي لاسکښلی متن ئې زما مخ ته همدا اوس پروت دئ. دا متن په ۵۶ مخونو کي ځای سوی او هر مخ ئې په متناوب ډول درې درې بندونه لري. د متن د کاپي کېدو نېټه د چارشنبې ورځ ۱ / ۵ / ۳۷ ښوول سوې ده. په دغه نېټه کي د هجري قمري یا هجري شمسي یادونه نسته.
مسدس د جاهلیت د زمانې په تشریح سره پیل کېږي ( اته بنده)، بیا د”ظهور آنحضرتص” تر سرلیک لاندي حالات راځي ( شل بنده)، تر هغه وروسته ” وفات آنحضرتص و ذکر خلفای راشدینرض” زمانه راته ښیي ( اته ویشت بنده)، ورپسې ” انتهای دورۀ خلافت و آغاز فِتَن” راته نښلوي او تر خپلي زمانې پوري د مسلمانانو بې لارۍ، غفلت، بې عدالتۍ، د مدنیت له کاروانه وروسته پاته والی او نور مصائب راته بیانوي ( ۱۰۲ بنده) او په پای کي یو مناجات لري ( نهه بنده) .
دغه مسدس تر بسم الله وروسته داسي پیل سوی دئ :
بر آفاق و گیتی پــــــــــراگنده ظلمت نهان خلق در ظلمت و جهل و غفلت
نه مرعی قــــــوانین نه نافذ سیاست نه فکر شــــــــــریعت نه پاس طریقت
گهی گرم در بزم کـــــوکب پرستی
گهی غرق در بحر غوغای مستی
گروهی مُصدِّق بیزدان و اهرمن پرستنده و عـــــــــــابد نارِ گلخن
به آتشکده کرده مأوا و مسکن به چــاه غوایت بسی گشته آون
ستاره گهی با خدائی گرفتن
فرستندۀ ابر و بارانش گفتن
د” ظهور آنحضرتص” د برخي پیل او پای ئې داسي دئ :
خــــداوند دانا و عــــــــلّام مـــــــطلق چو دید آن زبون حال برگشته رونق
که گشته ضلالـــــت بارواح ملصق تراوید ســـــــــــــــرچشمۀ غیرتِ حق
نمودار شـــــــد نور حق را تجلی
درخشید از طرف فاران بطحی
++++
تواضع،سخاوت،تحمل،عدالت شجاعت،اُخوّت،مروّت، قناعت
تعفف،ورَع،جود و تقوی و همت صفا،علم و حِلم و وقار و امـــانت
فروغ هـمان دوحۀ پاک بودند
منشهای آن شاه لولاک بودند
د ” وفات آنحضرتص و ذکر خلفای راشدینرض” د سر او پای بندونه په دې ډول دي :
چو شد حاصل اســـلام را عز و تمکین پذیرفت تــــــــــــکمیل و فرّ ملت و دین
بر اســــــلام اتــــــمام و انـــعام تسکین شد و گشت شادان همی قلب غمگین
پیمبر به حکم قضای الهی
شتابید سوی رضای الهی
++++
یکی زان میان گفتش ای شاه عادل باحسان و تقوی و انــــــصاف کامل
اگر دیدمی عیب تو در شـــــــــمایل به شمشیر میکــردم اصلاح و زائل
ســــــــپاس خــــــــدا گفت از صدق نیّت
که مصلح بوّد چون تو در دین حضرتص
د” انتهای دورۀ خلافت و آغاز فِتَن” برخي پیل او څو بندونه دا شان دئ :
چو آمدزمان خــــــلافت به پایان هم آن دورۀ عهد شاهـان ذیشان
تنزل بیاورد ره ســـــــــوی دوران به تدریج ره یافت در اهلِ ایمان
رسیده بدین عهد و شد قلزم آسا
تلاطـــم زنان دمبدم مــــــــوج افزا
چو شد نوبت مـــا درین عهدگانی شد این عــــــهد را نوبت زندگانی
رُخ آورد در ملک مــــا عیش رانی اصول سلف گشت متروک و فانی
رســـــوم بـــــزرگان دین رفت از ما
هم اخلاق اسلاف پس ماند از ما
………
گرفتش چنان گــــــرد باد شقاوت که گم کرده شهراهِ امن و سلامت
تعصب زدش پرده ای بر بصارت شــــــــد آواره اندر بیابان وحشت
به تیه غمی ماند پزمان و حیران
به صحرای ادبار افتان و خیزان
……
پراگنده شـــــد تخم کین در طبایع غرور و حسد گشت در خلق شایع
شد آداب و اخـــــلاق یکبار ضایع نفاق و حسد گشت از شــرق طالع
نه الفت بجا ماند، نی آشنائی
بدلها درافتاد بغض و جدائی
……..
تــــــوانگر ندارد غـــــــــــم بینوایان ضعیف از جفای قوی گشت نالان
گدا نام حق را به فلسی فــــروشان ولی کس نگیرد چنین مــال ارزان
نه این را تعفف نه او راست همت
یکی کاهل وآن دگـــــر گرم غفلت
بود خانه اش گرچه رشک گلستان زِ نـــــــورِ قـــــــنادیل و تاب چراغان
نپرسد زِ همسایۀ خـــــــــــــانه ویران که شب چون گذشتت میان شبستان
همین طرز همدردی ماست با هم
طریق مـــواخات بین راست با هم
شده شرع و دین جمله مغلوب عادت فــــروض و سنن تابع رســــــم و بدعت
باتباع عــــــــادت گذارند طــــــــــاعت به تبع رســــــــــــوم است شغل عبادت
بیامیخت رســـــــم و عبادات با هم
که تمیز حق گشت مستور و مبهم
نه تهذیب اخلاق و طــــــــرز تمدن نه تعلیم و کسب کــمالات روشن
هنرها کزان دهر شد همچو گلشن فضائل که عالم شـــــــده زان مزّین
درین خطه معدوم و گمنام یکسر
و گر هست مذموم و بدنام یکسر
…..
به رشوت ستانی است بیباک آنسان که پـــــندارش مــــــــرده ریگ نیاکان
خیانت بـــــــــــــــود وِرد روز و شب آن برون رفته از ره به اغـــــــوای شیطان
نه ترس از خداوند نه شرم از پیمبر
نه پاس حـــــــقوق شـــــــــهِ دادگستر
……..
نه آگاهی از عالـــــــــــــــم کیمیائی نه تذکار ابـــــــــــحاث جغرافیائی
معارف که از نظم ونسق و کمائی شکست دول را بــــــــود مومیائی
بود نزد ایشان چو زهر هلاهل
اگر هست تــــریاق دانند قاتل
……
بر اهـــــــــل هنر آفتی اوفتاده بلا بر رخ شـــان دری بکشاده
بهر جا بود عـــــاقلی پاکزاده بحاجت بدرگاه ناکس سِتاده
کشد طعنۀ جـــانگداز لئیمان
بود منت سفلگان و خسیسان
…….
زِ فن جدیدش اگـــــــــــــر آوری یاد بنفرت کند طــــعن و تشنیع بنیاد
من و کار کفار و این ظلم و بیداد کی این پشه ام بود زِ آبا و اجداد
تجاوز زِ کار پدر می نشاید
هرآنگونه او بُد مرا نیز باید
……
کــــــــمالات حــــــــــــالی فنون جدیده علــــــوم بدیعه رســــــــوم عـــــــــدیده
درین خــــــطه کس زان نشانی ندیده نه در گوش کس زان صدایی رسیده
چو بازیچۀ کــــــودکانش شمارند
نه میلان شوقی در اجراش دارند
………
خطیب است آن گونه بیباک و خودسر که پندش نشان نیست موجود در سر
معین یکی خـــــــطبه بگــــــــرفته از بر که دائم چو طوطیش ســـــــــازد مکرر
نخواند مـــــــرتب مضامین حکمت
که مر سامعین را دهد پند و عبرت
…….
عجب نیست از خامۀ این سیه رو که نقشی ز مـولا نهادست یکسو
شود باعث هـــــــــمت و خُلق نیکو بدقت نگاهش کند مــــــــرد حقجو
ازان کسب غیرت کند قوم افغان
وزان پند و عبرت بگیرو مسلمان
د مناجات شروع او پای ئې داسي دئ :
اللهی! بحق رســــــــــول مکـــــــرّم بآن ســــــــیّد و فــــــــــخر اولاد آدم
که خود برگزیدیش از جمله عالم نمودیش با نعمت و جـــــود منعم
لقب رحـــــــمت عالمینش نهادی
درِ فیض رحمت برویش کشادی
+++
چه خـــــوش گفت دانا حکیم سخنور بسلک بلاغت چه ســـان سفت گوهر
که رحمت بجان بادش از طرف داور لبش باد از ابرِ احــــــــسانِ حــــــــــق تر
خــــــــدا را بر آن بنده بخشایش آید
که خلق از وجودش در آسایش آید
( انتها)
ما ته که پاک خدای نور ژوند او فراغت راکړی وو، زه به د شهید مولوي محمد سرور خان واصف دغه راویښوونکی او لارښوونکی مسدس په بشپړه توگه له تحشیو او توضیحاتو سره خپور کړم .
محمد معصوم هوتک
آشاوا ــ کاناډا
۲۶ مارچ ۲۰۲۰ع
خداى ج دي زيات عمر درکړي، استاد يو ايمل مي درته پريښى که مو وکتى
درنښت