جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهجهانيد افغانستان راتلونکې تیاره ښکاري | عبدالباري جهاني

د افغانستان راتلونکې تیاره ښکاري | عبدالباري جهاني

افغانستان نن ورځ د خپل تاریخ په تر ټولو خراب حالت کي دی. د یوه هیواد ترټولو خراب حالت هغه وخت وي چي څوک یې د سبا پېش بیني ونه کړای سي. د دې حالت معنا دا ده چي هیواد خپل کنټرول له لاسه ورکړی او چلوونکي یې هیڅ ډول کنټرول نه ورباندي لري.هیواد نه څوک کندي ته له لوېدلو څخه را ګرځولای سي او نه یې څوک پر امنیتی، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي وضع باندي کنټرول لري. افغانستان په همدغه حالت کي دی او هره ورځ یې وضع مخ پر خرابېدلو ده. 

د امریکا د کولومبیا د پوهنتون استاد پروفیسر بارنیټ روبین په خپل وروستي مضمون کي، چي لا هم د خپرېدلو په حال کي دی، لیکلي دي چي افغانستان په سلو کي تر اویا پوري پر خارجي مرستو باندي ولاړ دی او په نړۍ کي له دې درکه څلورم مقام لري. امریکا په داسي حال کي پر افغانستان باندي خپلي مرستي کمي کړې او لا به یې کموي چي هغه هیواد له بې شمېره ستونزو سره، چي ښايي په دې تیرو شلو کالو کي یې چا د حلولو صادقانه تلاښ هم کړی نه وي، لاس و ګرېوان دی.

د افغانستان سیاسي مشران، د ماشومان په څېر خپل لجاجت کوي او د شرم خبره خو داده چي د اختلافاتو د حلولو او حتي پخلا کولو لپاره یې د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو له واشنګنټن څخه ورځي. اشرف غني په دغه حال کي، چي افغانستان هم له اقتصادي مشکل، هم د کرونا له ستونزي، چي هیچا ته یې سم  درک هم معلوم نه دی، هم د امنیتي ستونزو او هم د سختو او بې ساري سیاسي ستونزو درلودلو په وخت کي، د افغانستان له تر ټولو حیاتي مسلې سولي سره ډیري بې باکه لوبي کوي.

اشرف غني، د رواني میاشتي مارچ پر شپږویشتمه، له طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره هیات اعلان کړ. په زړه پوري خبره خو دا ده چي په کابل کي د امریکا سفارت د هغه هیات هرکلی وکړ. ګواکي ځانته یې د فکر کولو او د دغه هیات په ترکیب او ماهیت د پوهېدلو هیڅ تکلیف نه دی ورکړی.

ما له ډیري پخوا څخه ویلي دي چي څوک چي په افغانستان کي د سولي د ټینګولو واک او صلاحیت لري د هغوی ګټي په جنګ کي دي ځکه نو د سولي له مسلې سره شعوري او په لوی لاس خیانت کوي او څوک چي د سولي له ټینګېدلو سره ریښتونې علاقه لري هغوی د سولي د ټینګولو واک او اختیار نه لري.

سوله هر وخت د جنګ په نتیجه کي منځته راځي. په جنګ کي دواړي رقیبي خواوي معلومي وي او د سولي خبري همدغه دواړي خواوي سره کوي. په اوسني حالت کي طالبان په قطر کي ناست دي او د سولي په برخه کي یې خپل نظر واړندي کړی او له امریکا سره توافق ته هم رسېدلي دي. په دې صورت کي د افغانستان د حکومت لپاره، چي طالبانو ښايی له هغه سره د مستقیمو یا غیر مستقیمو خبرو کولو سره موافقه کړې وي، لازمه وه چي خپل درې کسیز یا پنځه کسیز هیات یې ورلېږلی وای. ځکه چي د جنګ یوې خواته طالبان او بلي خواته حکومت ولاړ دی.

دا خو معلومه خبره ده چي طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته حاضر سوي دي او که نه وي نو معصوم ستانکزی څرنګه د هیات مشري کوي او نادرنادري په هیات کي څه کوي؟

خو اشرف غني د دې پرځای چي د سولي د ټینګولو لپاره له دې طلایی فرصت څخه، چي امریکایان هم فعاله برخه پکښي لري، ښه ګټه اخیستې وای؛ برعکس د سولي په حساسه ملي مسله یې په لوی لاس ریشخند وواهه. ځکه چي دا هیات د حکومت نمایندګي نه کوي بلکه د حکومت تر مشرتابه لاندي د ټولو داړه مارانو، جنګ سالارانو، جنایتکارانو او مفسدینو استازي توب کوي. په دې هیات کي د ګلبدین استازی، غیرت بهیر، د دوستم استازی، د هغه زوی، باتور دوستم، د کرزي استازی ضرار مقبل، د احدي په استازیتوب د هغه مېرمن فاطمه ګیلاني، د خلیلي، محقق، سیاف او خلاصه د هر غله او فاسق په استازي توب یو څوک موجود دی. 

دلته موږ له اشخاصو سره غرض نه لرو بلکه د هغوی له نظریاتو سره مو کار دی. که دا کسان، چي هیات ورڅخه جوړ دی، د خپلو تنظیمونو، ډلو، ګروپونو او افرادو استازي توب کوي نو دا ډلي خو په دې تیرو څلوېښتو کالو کي یوه ورځ هم موافقې ته نه دي رسېدلي. دلته به د سولي په څېر یوې حیاتي مسلې پر سر، هغه هم له طالبانو سره چي دوی ټول ورسره مخالف دي، څرنګه داسي یوه طرح جوړه کړای سي چي هم پخپله دوی ته او هم طالبانو ته د منلو وړ وي. ماته او، یقین لرم چي، بل هر چاته دا کار ناشونی ښکاري.

که اشرف غني په ریشتیا هم ځان د افغانستان قانوني جمهورریس او د هیواد د اساسي قانون او ملي ګټو مدافع بولي نو باید چي د حکومت له لوري یې یو مختصر، پنځه کسیز، ټیم ټاکلی وای. هغه باوري او باصلاحیته ټیم ته یې د حکومت پالیسي او طرح ورکړې وای او قطر ته یې استولی وای.  

د سولي پر مېز دواړو خواوو ته داسي کسان سره کښېني چي هره خوا یې د یوې مشخصي طرحي، پالیسی او ستراتیژۍ څخه دفاع کوي. د طالبانو پالیسي، که ښه ده که خرابه، که چاته د منلو وړده او که نه ده، مشخصه ده. د قطر د طالبانو ټول هیات په یوه نظر دی او هغه ډول حل غواړي چي دوی او د دوی طالبانو ته د منلو وړ وي. مقابل طرف مشخصه طرح لري؟ هغوی ټول، د سولي په حساسه او حیاتي مسله کي، په یوه نظر دي؟ په دې یوویشتو کسانو کي څلور تنه حتی درې تنه په یوه نظر نسته. تر دې خبري به را تېر سو چي په دې یوویشت کسیز هیات کي حتی یو تن، نه په ښځو او نه په نارینه وو کي، د سولي طرفدار دی؛ بلکه سوله د ټولو په تاوان ده او یو هم له هغه ډول سولي سره چي طالبان یې غوښتنه کوي نه موافقه او نه علاقه لري. خبره په دې کي ده چي په دې هیات کي دوه تنه پر یوه لار نسته او هر یو یې جلا طرح لري. دوی به له طالبانو سره څه وايي؟

دا چي موږ هر وخت نارې وهلې چي سوله د ټولو خلکو آرزو ده خو د سولي ټینګول، هغه هم له څلوېښتو کالو جنګونو څخه وروسته، تخنیکي ستونزي لري او لومړی باید طرح، او د طرحي د عملي کولو میکانیزم ورته جوړ سي او بیا خبري پیل سي. زلمي خلیل زاد، له خپلي ټولي کارکرده ګی او پوهي سره، یوازي له افغانستان څخه د امریکايی قواوو د وتلو پر سر موافقه تر لاسه کړې ده او نور یې د سولي په میکانیزم کي ری نه دی وهلی. 

په داسي حال کي چي که امریکایان له افغانستان څخه خپلي قواوي وباسي طالبان خو له هغوی سره جنګ نه سي کولای. له امریکا سره د طالبانو جنګ پخپله ختم دی. په دې صورت کي د امریکا استازي له طالبانو سره په خبرو کي هسي خپل وخت ضایع کړی دی. که امریکایانو له طالبانو سره پر سوله خبري کولې نو د سولي د ټینګېدلو او جنګ د ختمېدلو مشکل خو په افغانستان کي دی.او دغه علت دی چي د سولي د ټینګېدلو لپاره د لومړي ګام ستونزه، چي د بندیانو خوشي کېدل او د اوربند ټینګول دي، او ټاکل سوې وه چي د مارچ له لسمي څخه پیل سي، تر اوسه پوري هیڅ ځای ته نه ده رسېدلې او د امریکا جمهورریس ډانلډ ټرمپ له ملاعبدالغني برادر او پومپیو له اشرف غني ته سره ټلفوني خبرو ته مجبور سوي دي او لا یې تر اوسه نتیجه هم نه ده ورکړې.

د کرزي د سولي د تش په نامه عالي شورا د جوړېدلو له ورځي بیا تر نن تاریخ پوري د سولي د ټینګولو پر لور یو صادقانه ګام نه دی پورته سوی. د سولي له حیاتي مسلې سره هر یوه په خپل وار ډیري ظالمانه لوبي کړي دي. او هغه کسان چي دوی حساب ورباندي کوي، اسماعیل خان، عطا نور، دوستم، ګلبدین، سیاف او نور ویني خوړونکي قوماندانان او مشران یو هم په سوله کي ګټي نه لري. هغوی دا ټول نعمتونه د جنګ له برکته ترلاسه کړي دي او غواړي تر وروستی شېبې پوري دوام ورکړي. د ملت غم نه له اشرف غني او نه له هیڅ سیاسي دوکاندار سره موجود دی. زما له ټولو وطنوالو، په تېره بیا لیکوالانو څخه دا هیله ده چي هسي د چا په طرفداري ځانونه مه ستړي کوی. پر قدرت باندي ناست او د قدرت په تلاښ کي لېونیان ټول یو شان ظالمان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب