یوه بجه مې څراغ ولګاوه. وچ ټوخي پسې اخیستی وم. خوب مې په سر شوی و. اوبه مې وایشولې. چای مې دم کړ. پیاله مې راته ډکه کړه :
« دا یې هم د مهاجرت ژوند»
د تاوده چای غټ غوړپ مې وکړ. ستونی مې لږ پوست غوندې شو. څراغ مې مړ کړ. له کړکۍ پر دیوال شنه او زیړبخونه رڼا ولویده، لکه بریښنا، ورکه شوه بیا ښکاره شوه. د پردې ژۍ مې جګه کړه. امبولانس راغی، غلی و هارنونه یې نه و، د همدې بلاک مخې ته ودرید چې زه پکې ژوند کوم. خلک ترې کوز شول، مولونه یې وهلي وو، پلاستیکي جامې یې په تن وې.
د اپارتمان ور مې پرانیست د زینو لور ته غږ نه و. بیرته کړکۍ ته ودریدم. یو کس یې په بستر کې راوایست.
پر تخت وغځیدم لکه د غاړې رګونه چې مې پړسیدلي وي. ژوره ساه مې واخیسته. ساه مې بنده بنده کیده. هډونو مې درد کاوه. د روغتون بیړنۍ څانګې ته مې زنګ وواهه.
په ځای کې کښیناستم. بالښت مې په غېږ کې ونیو، په اړخ شوم:
« زړو ته خطرناکه دی»
« د ساه بندیدل ښه نه دي»
«توکل په خدای»
سترګې مې سره ولاړې. په ټوخي راویښ شوم. دباندې هوا رڼه شوه، کړکۍ مې لږ پرانیسته، بیرته مې پورې کړه. په کوڅه کې د موټر غږ شو، لکه چې امبولانس و:
« په ما پسې راغلی؟»
« خو درته ویې ویل چې ساه دې ډیره بندیده بیا راته زنګ ووهه اوس که کورونا یې ځان په خپله ساته»
نوکان مې شنه ښکاریدل. لاسونو ته مې وکتل له ډيرو وینځلو ښوویه شوي وو. تشناب ته ولاړم نورې اوبه مې پرې تیرې کړې.رسیدلې ږیره مې وګیریده، لاس مې وروړ، بیا مې پر لاسونو صابون وواهه. بیګنی سوړ چای مې وڅښه. په زړه مې یخ ننوت. کمپله مې پر سر کش کړه، په کوڅه کې د امبولانس غوندې غږ شو:
« په پردو د چا زړه خوږیږي»
پراګ
28- 03 -2020