شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبد یوه اواره شاعر چیغې |نعمان دوست

د یوه اواره شاعر چیغې |نعمان دوست

شنو غنمو کې یو یو ژیړ شړشم ګل، سر هسک کړی و. باد به غنم داسې په یوه او بله ډډه کاږه کړل لکه کلب کې کتار سبز پوش ماشومان چې د جمناستیک لپاره د ملا حرکتونه اجرا کوي. زموږ د کلي د تور غره  د دنګې څوکې پر سر لمر پړکیده تا به ویل افریقايي پیغلې پر ټنډه د سرو زرو ټیکه را ځوړنده کړې ده.  

پر نرۍ پوله مې قدمونه اخیستل، واښه به مې داسې پښو پسې ونښتل، لکه پیر چې خانقاه کې د مریدانو له منځه تیریږي. څو ګامه لا تللی نه وم چې دوه کسان مخ په ما راروان و او لاسونه یې خوځول. یو مې له لرې وپیژانده؛ کلیوال مې و او بل چې لږ را نږدې شو او ور ځیر شوم، نو هغه څوک و چې نن مې ورته تازه چاپ شوې درېیمه شعري ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندا نه) ،په کور کې له قرنطینه په استفادې، په پوره تلوسه ولوسته. کله به یې ستونی راډک کړ او کله به یې د طبعیت منظر کشیو د کلونو کلونو وړاندې هماغې دورې ته ستون کړم چې لږ مخکې مې درته کیسه وکړه. دا ځوان ښاغلی عزت الله شمسزی و او زه یې اوس تاسو ته د همدې تازه ټولګې په اړه خبرې کوم:

د ادیبانو سپارښتنه دا ده چې د کتاب لوستلو په مهال، شاعر/لیکوال، له پامه لرې کړئ.دا کار له نقادانو سره مرسته کوي چې بې پرې کره کتنه وکړي.لوستونکي سره هم همکاري کوي چې په مستقله توګه متن ولولي او د لیکوال په ځای له متن سره رابطه ټینګه کړي. دا ښه خبره ده؛ خو عملي کول یې مشکل دي. څنګه به اوس هغه څوک له پامه وغورځوم چې په هر بیت کې راته یا ژړغونی ولاړ او یا موسکی دی؟

د ( ژوند چې شین شي له خندا نه) شاعر له وطنه د جدايۍ زهر څښلي؛ نه، زهر ور باندې څښل شوي دي، دومره ترخه زهر چې کله یې خپله کیسه کوي، نو د مخاطب حلق هم تریخ کړي. په لوستلو یې د ( امراء القیس) په خبره ؛ له سترګو داسې اوښکې راوڅاڅي لکه حنظل چې مات کړې.

شاعر؛ لکه د ګڼو نورو افغانانو په څير حالاتو له هغه ځایه شړلی دی چې ده په کې خاپوړې کړي،  د ده ورسره د مینې پیوند دی او دا پیوند نه جلا کیدونکی دی؛ خو څه وکړي ظالم قسمت خپله سر زوري کړې ده: 

هیڅ یوه پریکړه کې یې مانه رایه نه ده غوښتې 

له خپل قسمته مې بلا ډیرې ګیلې لرمه

همدې جبري بیلتون داسې حالت ته رسولی چې کله یې درته کیسه بیان کړي؛  نو زړه دې پرې خوږ شي:

بیلتانه داسې بیوسه دومره خوار کړم

ته به وایې یو ناهیلی شان دیوال یم

ګډوډ ذهن مې په سلو خواو خور دی

بس ولاړ د غورځیدو په استقبال یم

 دا شاعر (ترخو حالاتو اواره کړ) او اوس په دې اوارګۍ کې له خپګانه ډک زړه لکه ډک جام په احتیاط ګرځوي. سړی خپه دی، د خپلو خلکو خبرو پسې تږی تږی دی. رښتیا، دا ډیره سخته وي چې زړه دې ډک وي؛ خو دومره همنشینه څوک نه وي چې خپل زړه ور ته تش کړې:

نه شته یو دوست چې لکه جام لکه غزل غوندې وي

زړه به دې غواړي خو له چا سره بنډار وکړي څوک

ماښامی دی وریځې ګرځي باران نه شته 

چیرته لاړ شم پردی ښار دی زړه مې تنګ دی

شاعر په ډک ښار کې په اشنایانو پسې سترګې اړوي را اړوي. په دې لټه کې دی چې څوک هموطنه پیدا کړي، پر اوږه یې ور ته ورو لاس کیږدي او بیا ور سره خپل غم وویشي؛ خو دریغا په لویه امریکا کې داسې یو څوک په مخه نه ور ځي. بیرته ډک زړه خپل کور ته راستنیږي . نارامه دی. اخر حل لاره مومي او هغه دا چې په خپل ذهن کې د لاروي په څیره کې یو هموطنه تخلیقوي او بیا ورته خپله کیسه کوي. لکه ماشوم چې خپلې ګوډۍ ته لګیا وي:

لارویه ځوانه هاغه غونډۍ وینې 

هغه شنې سرې لوپټې چې پرې رپیږي

دغه لوی واړه قبرونه مو خپلوان دي

هره ورځ یوه جنډه په کې زیاتیږي

لارویه! اوس هغه وختونه نه شته 

چې بې میو به مو مست هر مازیګر و

د دې کلي ډیر ګلان مې وو همنومي

او په هر یو مې د غره هومره باور و

دا پټي پولې مې ټول خواږه یاران وو

هاغه وړاندې ځمکه نه وه دومره شاړه

شنه خندا په شنو فصلونو ګرځیدله

ته وا سم لکه سپرلی د سیند په غاړه

اوس د سیند څپې له خپل ساحل ویریږي

فاصله د ابادۍ او غره زیاتیږي

شنه چینه د ښامارانو دمه ځای شو

ستوري لرې کهکشان ته کډه کیږي

او بیا چې لاروی هم ده ته کومه حل لاره و نه شي ښودلی؛ نو له هغه سره خبرې بندې کړي او په زوره چیغه کړي:

څه د نقاب پوشو په پنجه کې را ایسار یمه 

تکه توره شپه ده ، توره شپه کې را ایسار یمه

شاعر اوس اسوده ژوند لري، اولادونه یې د اختطاف له ګواښه خوندي دي. کورنۍ یې د انفجار، انتحار او بمبار له ویرې په امن ده. اوبه یې سړې او ډوډۍ یې توده ده … خو  اخر دومره ویر او ژړا د څه لپاره؟

شاید دوه علتونه ولري؛ لومړی دا چې دومره ډير دردیدلی او له داسې ویرونکیو صحنو تیر شوی چې ویره یې د زړه تل ته کوزه شوې او چې هر چیرته وي نو دا به ور سره لکه سایه ګرځي:

څه ماتیدم او رغیدم په ټوله لاره ښار کې

چې را وتلی ومه روغ له انتحاره ښار کې 

دویم علت دا دی چې دا درد او ډار یې شخصي نه دی. د وطن یې دی، د ولس یې دی او دا کړیکې د هغه روان حالت دي چې شاعر یې تصور هم نشو کولای. شاعر، په خیال کې لاړ شي، خپل د اور بټۍ موجوده وطن له هغو وختونو سره پرتله کړي چې ده یې له مشرانو کیسې اوریدلي؛ نو په افسوس چیغه کړي:

دلته څوک د بل په مرګ خوشاله نه و

هیڅ یو باغ بې موسیقۍ بې ټاله نه و

دا ولس به و ساده، بې حاله نه و

وطن داسې د غومبسو ځاله نه و

 شاعر، په زړه پاک دی. په زړه نازک دی. هغه د واعظانو تر اغیز لاندې راغلی. له یوې خوا یې د وطن د بیلتون اور هډونه سوزوي او له بلې خوا دې ته ځوریږي چې ګوندې دغه الیم عذاب یې د خپلو ګناهونو او اعمالو سزا ده. دغه تصور ورته  یو دردناک عذاب، دوه چنده کړی دی:  

چې په ډک ښار کې نه ملګری وي نه یار درپسې

زړګیه وي به خامخا د چا ازار درپسې

د (بار) نظم خو یې بیخي د جدايي څړیکې دي.

ځینې داسې ګڼي چې ګوندې په عذاب ککړ چاپریال نه تیښته به د سکون لامل شي؛خو کوم کړاو چې په زړه باریک خلک د خپل ښار او کلي نه په جلا والي کې  ګالي، درد یې په عذاب کې له ګیر خلکو څخه کم نه وي. ښاغلی شمسزی، د انتحارونو، چاودنو، بمبارونو او جګړو له ښاره ډير لرې تللی؛ له لسګونو سمندرونو او غرونو اخوا اوښتی دی؛ خو د سکون درک یې نشته. راځئ په ارام خو پردي وطن کې د خپل شاعرحالت وګورو:

ځانته په دښتو کې سندرې وايي

یو خړ مرغه ګویان زما غوندې دی 

د جګړې وحشتونو د شاعر پر نازکه زړه ویرونکې صحنې حک کړي او دا ویرونکې منظرې یې بیا داسې پر زړه او ژبه راشنې دي چې غیر ارادي یې مثالونو کې راوړي: 

 راشه لږ مې زړه تر خپل انکاره وروسته و ګوره

حال د دغه ښار تر انتحاره وروسته وګوره

کله چې غم او درد د چا زړه ته لاره وکړي؛ نو لکه وینه په هر رګ کې یې ګرځي. که دغه شان انسان بیا له دې خاکې ستوري والوځي او کومې بلې سیارې ته هم لاړ شي؛ نو درد او غم  یې له زړه نه لري کيږي او د شمسزي زړه ته خو یې داسې لاره کړې او مغز یې داسې ور ته په تورو منګولو کې رانیولی چې حتی نور شیان هم ده ته خپل ویر یادوي. لکه یو دوزخي ته چې حتی د ګل سُرخي هم لمبې ښکاري:

 وړاندې پوله کې یو څو سورکي ګلان دي

لکه جنګ کې ایسار شوي ماشومان دي

په هر صورت؛ ویره او امید د یوې تلې  دوه پلې دي. تعادل ساتل یې په کار دی. که یوه پله درنه شي نو عاقبت یې خطرناک دی. حتی ایمان هم د دې دوو ترمنځ یو شی دی. ( الایمان بین الخوف و الرجاء) د شاعر غم که څه هم زیات دی؛ خو کوښښ کوي چې په امید یې غالب نه شي او د امید څراغ یې ګل نه کړي. نو لګیا دی خپله  امید پیدا کولو ته شرایط برابروي، خپل ځان ته ډاډ ورکوي او په قفس کې ایسار ځان هم په خپل دښمن ( جبر) زورور ګڼي او هغه ته اخطار ور کوي:

ستا قفس یې هم ارام ته پرې نه ښود

زور مې د تړلي وزر وګوره

له دې حالت وروسته ورو ورو په راتلونکي خوشبینه کیږي او د حالاتو د تغییر روحیه پکې شنه کیږي او (لار د داسې موسم څارم) کې خو بیخي ویره لرې غورځوي او ښې راتلونکې ته شیبې شماري: 

لار د داسې موسم څارم

حافظه د دنګ چنار چې

د ویالې په غږ تازه شي

په سینه کې یې نومونه

د میینو را ښکاره شي

د جومات مخې ته پوله 

په زلمیو ښایسته شي

وطن ته د همدې موسم د را رسیدو په هیله!

نعمان دوست، ۱۳۹۹ د وري ۸مه 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب