Homeخبرونهقزاقستان کې د افغاني محصولاتو ۳ورځنی نندارتون پرانیستل شو

قزاقستان کې د افغاني محصولاتو ۳ورځنی نندارتون پرانیستل شو

تاند ( سه شنبه د عقرب ۱) ‏د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون دوشنبه د میزان په ۳۰مه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د دې هېواد په الماتا ښار کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیسته.

د دې نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي له قزاقستان غوښتي، چې د افغاني صادراتو ودې او په سیمه کې افغاني باکیفیته تولیداتو او محصولاتو ته د لاسرسي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل لورته بیا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین افغانستان په سویلي او مرکزي اسیا کې مهم سوداګریز شریک بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې قزاقستان افغانستان سره د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي ، لوژیستکي او انرژۍ برخو کې اړیکو ساتلو ته لېواله دی.

د یادونې ده، چې دا نندارتون درې ورځنی دی او پکې د افغانستان بېلا بېلو تولیداتو لپاره له ۷۰ زیاتې غرفې ځانګړې شوې دي.

قزاقستان کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانیستل شوی

تاند ( سه شنبه د عقرب ۱)
‏د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون دوشنبه د میزان په ۳۰مه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د دې هېواد په الماتا ښار کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیسته.

د دې نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي له قزاقستان غوښتي، چې د افغاني صادراتو ودې او په سیمه کې افغاني باکیفیته تولیداتو او محصولاتو ته د لاسرسي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل لورته بیا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین افغانستان په سویلي او مرکزي اسیا کې مهم سوداګریز شریک بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې قزاقستان افغانستان سره د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي ، لوژیستکي او انرژۍ برخو کې اړیکو ساتلو ته لېواله دی.

د یادونې ده، چې دا نندارتون درې ورځنی دی او پکې د افغانستان بېلا بېلو تولیداتو لپاره له ۷۰ زیاتې غرفې ځانګړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...