سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي د پاکستان د پوځ پر ضد عملیاتو کې د...

ټي ټي پي د پاکستان د پوځ پر ضد عملیاتو کې د بې پيلوټه الوتکو کارول پیل کړل

تاند (سې شنبه/د عقرب ۱) — په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د دغه هېواد د پوځ پر ضد جنګي عملیاتو کې د ډرون (بې پیلوټه) الوتکو استعمال پیل کړ.

ټي ټي پي د پاکستان پوځ ته چې په ۱۹۴۷ کال کې د دغه هېواد له جوړېدلو څخه لږ مخکې د برتانوي جنرال فرانک والټر میزروي په مشرۍ جوړ شوی دی، د مرتد پوځ الفاظ کاروي.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په افغانستان کې د نړۍ وال ائتلاف د حضور پر وخت یو طرف ته ځان د نړۍ وال ائتلاف ملاتړی باله، د طالبانو مشران یې په امریکا خرڅول، خو بلې خواته یې بیا د افغانستان د وخت حکومت او نړۍ وال ائتلاف پر ضد جنګيالي تربیه کول.

د سیمې د چارو کتونکي په دې نظر دي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو په سیمه کې د نړۍ وال ائتلاف او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو له حضور څخه دوه اړخیزه استفاده کوله او د امریکایي چارواکو په وینا تر ۳۱ میلیارد ډالرو پورې یې ترې ترلاسه کړي دي.

که څه هم چې پاکستاني ادارو د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې وه، بلې خواته بیا د دغه هېواد لومړي وزیر یوسف رضا ګېلاني له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د جنګ لپاره دې له خپل هېواد څخه مرمۍ نه راوړي ځکه لګښت پرې ډېر راځي او پاکستان حاضر دی چې د هغوی د اړتیا وړ مرمۍ په پاکستان کې دننه ورته جوړې کړي.

حالات ښیي چې پاکستانۍ ادارې په دغه هېواد کې د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ترینګلتیاوو په زیاتېدلو سره د شړېدلو په لور خوځیږي، او که چېرې پاکستاني طالبان پرمختللیو ډرون الوتکو ته لاسرسی پیدا کړي، کېدی شي چې په لنډ وخت کې په دغه هېواد کې په جنګي توازن کې غټ تغیر راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب