سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له روزا اوتنبایوا سره لیدلي

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له روزا اوتنبایوا سره لیدلي

تاند ( سه شنبه د عقرب ۱ ) د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛چې په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون په کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه او پر یو شمېر اړینو موضوعاتو به پکې خبرې وشي.

په دې لیدنه کې روزا اوتنبایوا د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو، بدیل کښت او روږدو کسانو د درمنلې برخه کې د طالبانو له حکومت سره د مرستې ډاډ ورکړ.

اوتنبایوا زیاته کړې؛ چې په نږدې راتلونکي کې به یوناما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ هم پیل کړي.

هغه وایي، له افغانستان څخه بهر یې د خپل وروستي سفر په لړ کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړې او د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه یې هم ترلاسه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب