سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Home+دا ټکي د کنسرو تر اخیستو مخکې په پام کې ولرئ

دا ټکي د کنسرو تر اخیستو مخکې په پام کې ولرئ

لس لارښوونې چې پروسیس شوو خوړو له اخیستو مخکې باید په پام کې ونیول شي

ژباړه او زیاتونه: شریف الله دولتزی

له مشروباتو را نیولې تر راز راز خوړو پورې چې په ورځني ژوند کې ترې ګټه اخلو، په پروسس شوو خوراکي توکو کې راځی، = په پروسس شوو خوړو کې اړینه خبره دا ده چې باید تر استعمال مخکې ځان د محصول له خوندیتوب څخه ډاډمن کړو، ځینې کنسرو خواړه داسې ترکیبات لري چې اصلاً د انساني استفادې لپاره مناسب نه وي باید د محصول لیبل یې له استعمال څخه مخکې وکتل شي.

لاندې لس لارښونې ستاسې سره د غوره کنسرو خوراکی توکو په پیرولو او ګټه اخېستلو کې مرسته کوي:

۱:  د تولیدونکی هېواد د معیار رسمي نښان:

د تولیدونکی هېواد د سټنډرد (معیار) رسمي نښان په محصول باندې زمونږ سره مرسته کوي چې پوه شوو چې یاد خواړه په قانوني ډول له معیاراونو سره سم تولید شوي،یعنې کیفیت او خوندیتوب یې په معیار برابر دی.

۲: د محصول د پای (انقضا) نیټه:

د کنسرو خوړو د اخیستو مخکې باید ځان ډاډمن کړو چې محصول د انقضا نېټه پای ته نه وي  رسېدلی که د انقضا نیټه یې پای ته رسیدلې وي کیدای شي یاد خواړه هغه ناروغۍ رامنځ ته کړي چې خواړو د ملوثیت څخه رامنځ ته کیږي لکه نسناستی، د معدې مشکلات، سرچرخي، زړه بدوالی او داسې نور

۳: د غذایي ارزښت معلومات:

د پروسس شوو خوراکي توکو غذایي ارزښت په اړه معلومات ډير مهم دي هغه خلک چې ناروغۍ لکه شکرناروغۍ، د وینی غوړ، د وینې لوړ فشار، د زړه ناروغۍ او داسې نورې ولري باید پوره شي چې هغه کنسرو پروسس شوي خواړه چې زه یې استفاده کوم په کومه اندازه غوړ، شکره، کاربوهایدریت، پروټین او داسې نور لري ترڅو د خپل بدن اړتیا برابر ترې ګټه واخلي.

۴: د ترکیباتو لیست یا اجزاوې

دا ډیره مهمه ده چې د یو بسته بندې شوي محصول د ترکیباتو لیست په ډير دقت سره وګورئ چې د محصول د بسته بندی دننه څه دي چې دا زمونږ سره مرسته کوي تر څو هغه څه چې مونږ ورسره حساس یو وپیژنو تر څو وشوو کولای چې ځان ترې وساتو.

۵: د محصول د بورې اندازه:

په کنسرو شوي محصول کې د اضافه شوو او طبیعی شکرې اندازه کتل مهمه ده په محصول کې د زیاتې بورې اندازه کیدای شي د مختلفو ناروغیو لامل وګرځي هڅه باید وشي هغه خواړه وکارول شي چې د بورې اندازه پکې کمه وي.

۶: تصدیق پاټې:

هغه متعبرې تصدیق پاټې چې څرګنده وي د یاد محصول په تهیه کولو کې د هیڅ ډول کیمیاوي موادو کار نه دی اخیستل شوي همدارنګه د حلال تصدیق پاڼه، د نړیوال معیارونو تصدیق پاڼه،  ښه تولید تصدیق پاڼه او داسې نور باید د خوراکي توکي په لیبل وکتل شي

۷: Best use before date د نیټې د مخه غوره کارول:

دا هم د کنسرو خوراکي توکو د نیټی یو ډول دی چې د انقضا د نیټې سره توپیر لري غوره کارول شوې نیټه په ګوته کوي چې یاد محصول کارول د ذکر شوي نیټې د مخه غوره او ښه کیفیت لري، او کېدای شي له یادې نیټې وروسته یې خوند، رنګ او جوړښت کې تغیر راشي.

۸: په لیبل کې د ټیټ سودیم یا کمې مالګې کارونې یادښت:

دا یاداښت د هغو وګړو لپاره مهم دی چې لوړ فشار یاد د زړه د نورو ناروغیو سره مخ وي تر څو پوه شي یاد محصول په کومه اندازه مالګه په خپل ترکیب کې لري دا چاره به یادو ناروغانو سره مرسته وکړي چې د یاد محصول څخه ګټه واخلي که نه

۹: د خوراکي توکي د مصرف اندازه

په ځینو محصولاتو باندې د ورځنی استفادې اندازه لیکل شوي وي، د پروسس شوو خوراکي توکو مصرف کوونکی باید هغه اندازه چې د بسته بندی باندې مشخصه شوي ولولی او په هماغه اندازه یې استفاده کړي.

۱۰: حیواني او نباتی منبع خواړه

په نړۍ کې ځینې وګړي داسې دی چې په مذهبي ډول د حیواني منبع خواړه نه کاروي نو په لیبل باید دا اضافه شوي وي چې یاد خواړه حیواني منبع څخه لاسته راغلي همدارنګه مسلمانان چې حرام خواړه نه کاروي نو باید د نهایي محصول په لیبل باندې په واضح ډول حلال ولیکل شي.

همدارنګه په ځینو حالتونو کې د خوراکي توکو د پروسس فابریکي د خپل محصول د معیاري ښودلو لپاره په نهایي محصول داسې لیبل لګوي چې اخیستونکی په فریب کې اچوي او داسي څرګندوي چې یاد محصول خوندي او صحي دی ولې په حقیقت کې یې ترکیبات غیرې خوندې وي او په غیر معیاری ځای کې تولید شوي دا کار د خوړو خوندیتوب د معیاراتو په بنسټ په جدي ډول منع دی، چې مخنیوي په هر هېواد کې د خوړو خوندیتوب د کنټرول ادارې په غاړه لري تر څو د عام خلکو روغتیا په سمه توګه خوندې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب