سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Home+د افغانستان روغتيايي چارو ته لنډه کتنه

د افغانستان روغتيايي چارو ته لنډه کتنه

ډاکټر لمر

د افغانستان نننی عصري طبابت لږ ترلږه ۱۰۰ کاله مخکې پیل شوی دی. مګر کلاسيکې روغتيايي مرستې ډېرې پخوا پيل شوې وې، چې لږ تر لږه يوه زرنه مخکې په افغان خاوره کې داسې يو ستر شخص وزېږېد، چې د ننني طبابت بنسټ يې کېښود. هغه بل څوک نه وو، مګر ابو علي ابن سینا وو. په لاتين کې ورته (Avicena) وايي. د قانون الطب کتاب يې زر کاله پخوا وليکه، چې تر ۲،۵ ميليونه طبي اصطلاحات يې درلودل. که موږ د ابن سينا قانون الطب د (Herrison) د داخله ناروغيو له کتاب سره پرتله کړو، نو دا راپه ګوته کېږي، چې د «قانون الطب» مؤلف يو تن يعنې ابن سینا وو، مګر د (Herrison) کتاب د ۲۵۰ مؤلفينو لخوا په ننني مُډرن وخت کې لیکل او تیار شوی دی، نو ځکه د افغانستان روغتيايي بهير ته بايد په درنه سترګه وکتل شي.

د افغانستان نننۍ مُډرنې روغتيايي چارې لیه په ۱۳۰۲ لمريز کال د طبیه مديريت په آډانه کې کار پیل کړی دی، چې په ۱۳۱۳ کال کې د طبيه په خپلواک رياست واوښت او د تشکيلاتو له پراختيا سره په ۱۳۲۴ لمريز کال کې د صحيه وزارت بنسټ کېښودل شو، چې په ولايتونوکې بیا په ۱۳۴۳ کال د عامې روغتيا أمریتونه جوړ شول.

د کابل پوهتنون په اډانه کې په ۱۳۱۱ لمريز کال د طب پوهنځی تآسیس شو. روغتيايي (صحي) موسسې له ۱۳۱۰ کاله په فعاليت شروع وکړ. په ۱۳۱۵ کال په کابل کې د نادر شاه روغتون له ۳۰۰ بستره سره، د رفيقي سناتوريم له ۱۰۰ بستره، سنايي روغتون له ۱۰۰ بستره او د مېرمنو روغتون له ۳۰۰ بستره سره په کار پیل وکړ. په ۱۳۲۰ کال په کابل کې مرکزي پوليکلينيک تأسيس شو، چې د غاښونو د تداوي (طب دندان) امکانات يې هم درلودل، چې جمعأ يې په کال کې تر لس زرو ناروغانو د تداوي ظرفيت درلودلو.

د پوهنتون صحي موسساتو همدا ډول مجهز لابراتوارونه، اکسرېز، زرقيه محلولات اود درمل جوړولو امکانات درلودل. په ۱۳۴۳ کال د پوهنتون صحي سروېس تأسیس شو، چې د ګڼشمېر محصلينو د ناروغيو په تشخيص او تداوي کې يې بنسټيز رول درلودلو. په کال کې يې تر ۱۵۰۰ ډېر محصلين کتل اوتداوي کول. د ننګرهار د طب پوهنځی د ۱۳۴۶ کال د عقرب په ۱۷ نېټه تأسیس شو، چې تر ننه يې په زرهاوو مجرب ډاکتران روزلي دي، چې د افغانستان په روغتيايي چارو کې يو ستر ګام کڼل کېدلی شي.

څنګه چې مخکې یاد شول، د افغانستان روغتيايي چارې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۲ کال د طبيه مديريت په اډانه کې تأسیس شولې، چې یوازې په کابل او دريو ولايتونو کې يې په کار پيل وکړ، چې یو لس بستريزه روغتون يې درلود او د هندي ډاکترانو او طبي پرسونل لخوا اداره کېده او خلک يې تداوي کول.

له ۱۳۱۵ کاله د طبي پرسونل روزنه د مکتبونو، پوهنځيو په اډانه کې او د پاراميديکل پرسونل د قابله، کمپوډريو او پرستاريو په کورسونو کې په ټول مملکت کې تر سره کېدله. په همدغه موده کې د ناروغيو وقايوي سیستم جوړ شو، د چېچک، محرقې، توبرکولوز او نورو ساري ناروغيو د واکسینېزېشن پروګرام تطبیق شو او د کولرا ناروغان په مجاني بڼه تداوي کېدل. د چېچک د مجادلې، د توبرکولوز د مجادلې او د ملاريا د مجادلې ریاستونه ورغول شول، چې په ۱۳۲۷ کال د روزنتون رياست هم جوړ شو او د زایشګاه ۱۵ بستريزه روغتون چې بیا تر ۸۵ بستره پراخ شو، هم تأسیس شو.

د معالجوي طب په برخه کې لومړني ګامونه هم واخستل شول، چې لومړنی روغتون په کابل کې له ۱۰ بستره سره تأسیس شو، چې بیا ښځینه روغتون هم له ۱۰ بسترو سره جوړ شو، چې کارکوونکي يې بهرنيان ول. همدا ډول د مور د ژغورنې مراکز هم فعاله شول. له ۱۳۴۶ کاله وروسته په ۲۴ ولايتونو کې جراحي مرستې هم تر سره کېدلې، چې په کابل کې په يو روغتون کې د صدري جراحي لپآره ۴۰ بستريزه جراحي څانګه هم جوړه شوه.

د درملو د چارو په برخه کې هم جوت ګامونه پورته شول، چې په ۱۳۱۲ کال د درملو لومړنۍ تحویلخانه رامنځ ته شوه، چې په ۱۳۱۸ کال په عمومي ډيپو واوښتله، چې د اقغانستان د درملو اړتياوې پوره کړي. وروسته د شخصي درملتونونو جوازنامې هم ورکړل شوې. په ۱۳۴۳ کال زما پلار د نوربابا په نامه دجورجان د شبرغان په ښار کې يو درملتون تأسیس کړ، چې د پانسمان، اينفوژن، عمده فروشي او درمل جوړولو څانګې يې هم درلودلې. همدا ډول په کابل کې د صديق لابراتور د درمل جوړونې فابريکه هم جوړه شوه، د هوخست او بایر کمپنیو هم د افغانستان په مرکز اوولايتونو کې د درملو څانګې پرانيستې او خلکو ته يې خدمات وړاندې کول. د درملو د عمده وارداتو شرکتونه لکه بخدي، پښتون لمېټېد چې مېټانن يې مشري کوله هم په فعاليت لاس پورې کړ، چې د افغانستان د خلکو درمليز ضروريات یې پوره کول.

په کابل کې د ابن سينا روغتون او د وزیر اکبر خان روغتونونه او ګڼشمېر پوليکلينيکونه د روغتيايي زده کړو لپاره ځانګړي شوي ول. همدا ډول په ۱۳۴۳ کې د عامې روغتيا موسسه تأسیس او افتتاح شوه، چې د ناروغيو د وقايع په برخه کې ډېره اړينه وه. فرعي شعبې يې په کابل او نورو ولايتونو کې فعالې شوې، چې مجهز لابراتوارونه يې درلودل، د ميکروبيولوژي، بيوشيمي په برخه کې يې هم فعاليت درلود. د ميکروبيولوژي په څانګه کې د اينتروباکتريس، پرازيتولوژي، توبرکولوز، کولرا، د اوبو عمومي باکتريالوژي، سایرولوژي او دهغوی د زرعيه او تعقيم څانګې  او د خوراک د کنټرول شعبه هم فعالې وې، چې صحي موسسې په ۲۷ ولايتونو کې خپلې څانګې او لابراتوارونه درلودل.

د واکسين جوړولو موسسه په ۱۳۱۴ کې تأسیس شوه، چې په ۱۳۱۵ کې يې د چېچک، محرقې، شبه محرقې، کولرا، د لیوني سپي واکسينونه جوړ او د تطبیق وړ شول. نورې صحي شعبې لکه د احصايې، ايپيدميالوژي، د تبليغاتو او نشراتو څانګې فعالې شوې او همدا ډول د وقايوي طب رياست په ۱۳۴۵ او د ساري ناروغيو د مجادلې مديریتونه په ۱۳۲۷ کې جوړ شول.

له بده مرغه د افغانستان د نظام نسکورېدنه د شهيد سردار محمد داود خان له کودتا په ۱۳۵۲ کې پيل شوه، چې د افغانستان ۵۰ کلنې جګړې ته يې زمينه برابره کړه، چې بيا په ۱۳۵۷ کال کې سور غوبل پیل شو او په ۱۳۷۱ کې د شنه غوبل ټکه پر افغانستان باندې راپرېوته. په دغه موده کې د ښوونځيو شمېر د ملل متخد له څېړنو سره سم له ۷۰۰۰ تر ۱۵۰۰ په ۱۹۹۰ او بيا د مجاهديڼو له راتګ سره تر ۱۵۰ښوونځيو راښکته شو او له سلهاوو روغتيايي موسسو د ګوتو په شمار فعالې پاتې شوې. د طالبانو لومړنۍ واکمني ته خلک سترګو په لار وو، مګر هغوی هم مملکت انزوا کړ، هېڅ ټولنيز خدمات وړاندې نه شول او هېواد يې د نوې جګړې کومې ته ورټېلواهه.

په ۲۰۰۱ کال د امريکايانو له يرغل سره سم افغاني ديموکراتان، تکنوکراتان، مجاهدين او ماجراجويان ټول په دولتدارۍ کې ښکېل شول، چې د انسانيت او بشريت ټول ارزښتونه يې په بربريت او انارشي کې لاهو کړل. په شلو کلونو کې ۳ تريليونه ډالره په افغانستان کې ښکته او پورته شول، مګر د افغانستان هېڅ کوم اداري او تشکيلاتي سیستم روغ پاتې نشو. ملي اردو په دوو اونيو کې سقوط وکړ او همدا ډول ښوونه او روزنه درواخلی او روغتيايي مرستو هم مافيايي کندې ته ورولوېدله، ځکه نو د افغانستان روغتيايي مرستو ته بايد په زغرده ليدنه او پاملرنه وشي.

په روغتيايي چارو کې د مجربو مسلکي طبيبانو او پاراميديکل پرسونل تر څنګ سمې ادارې او تشکيلاتې سیستم ته اړتيا ده، چې د ملت د روغتيايي تضمين لپاره یوه ځانګړې روغتيايي بودېجه هم ضروري ده، چې هم طبيبان او هم متخصصین وروزل شي او هم په ثبت احوالات کې د افغانستان ټول وګړي بايد په يو سیستم کې راجستر شي، چې هر وګړي ته روغتيايي مرستې په بشپړه توګه ورسېږي.

نن سبا د افغانستان اسلامي امارت په دې توانېدلی، چې د افغانستان په هر ګوټ کې امنيت تأمين کړي، مګر د ښوونې او روزنې په برخه کې يې په نجونو وروسته له ۶ ټولګي ښوونځي بند کړي دي، مګر پر الترناتيف يې فکر نه دی کړی، چې نسايي او ولادي په برخه کې به د ښځينه ډاکترانو تشه په څه ډول ورډکوي. له بل اړخه د عامو اتباعو لپاره روغتيايي مرستې پر کومه بوديجه تضمينوي او یا دا چې ټول عمر به افغانان په دروېزه روږدي وي.

روغتيايي مرستو لپآره په ټولو ملکونو کې صحيې بوديجه بېلېږي او د تطبيق لپآره يې بېلابېل پروګرامونه لري. د مرحوم اعليحضرت محمد  ظاهر شاه او د شهيد محمد داود خان په واکمنيو کې د بېمې ځينې سیستمونه فعال ول، چې طبي بېمې ته هم ډېر کار شوی وو، چې خلکو ته طبي خدمات وړاندې شي، په دولتي طبي موسسو کې خدمات وړيا ول، خو نن سبا وخت بدل شوی دی او روغتيايي سیستم مُډرنېزېشن ته اړتيا لري او اداره يې بايد پياوړې شي.

په دې برخه کې د روغتيايي مرستو د تضمين لپآره د ګڼشمېر ملکونو د بېمې سیستم او د روغتيايي مرستو ميتودونو ته لنډه کتنه کېږي، چې کېدلی شي افغان چارواکو ته يوه نغوته وي، چې وکولی شي د افغانستان لپاره د روغتيايي خدماتو تضمين په ښه آډانه او تشکيلاتي سیستم کې، چې په مجربو طبي چارواکو سمبال وي، غوره کړي.

د سابقه شوروي اتحاد د ټولنې اداره او د کار برخه د دولت له پلان سره سم تر سره کېدله، ټول زېږېدلي ماشومان په ثبت احوالات کې ثبتېدل، چې په دې ډول د زېږدليو ماشومان احصايه په ټولو موسسو کې تثبيتېدله، چې د ديموګرافي يوه اړينه برخه جوړوي. همدا ډول هغه خلک چې مړه کېدل، هغوی هم راجسترېدل او احصاييه يې نيول کېدله، په دې ډول د مملکت نفوس جوتېده. په عمومي ثبت احوالات او د کور يا ژوند په پته راجسترېدل او ټولو کولی شوی، چې د نورو خدماتو تر څنګ روغتيايي خدمات هم وړيا او بشپړ تر لاسه کړي.

د انګرېز روغتيايي خدمات نن هم د ټولو لپاره وړيا دي، چې د (NHS UK) لخوا اداره او وړاندې کېږي. له ۲۰۱۶ ميلادي کاله بريتانيا د اروپايې اتحاديې غړې نه ده، نو روغتيايي خدمات يې هم له اروپايي اتحاديې بېل دي، چې خپل ځانګړي خصوصيات لري. هر وګړی، چې انګلستان ته ولاړ شي او يا هلته وزېږېږي، او د شپاړسو کلونو شي؛ نو د آینشورنس شمېره (Insurance Number) تر لاسه کوي، چې تر مرګه پورې به د دغې شمېرې په مرسته ماليات ورکوي، روغتيايي مرستې به تر لاسه کوي او پېژندپاڼه (ID Card)  به لري، چې د شخص ټول مشخصات لکه کورنی نوم، نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای، د ماليي خصوصيات، د کار ځای او همدا ډول د روغتيايي خدماتو شمېره به به پکې درج وي، چې د وګړو ژوند يې ډېر هوسا کړی دی. په تورکيه کې هم یو تورکی او بهرنی يو پېژند- کارت تر لاسه کوي، چې پورته یاد شوي مشخصات لري، يعنې د روغتيا لپاره ځانګړی کارد يا راجستر شمېره نه لري، يعنې یو د (ID-Card) يې پورتنيو ټولو خدماتو ته بسيا کوي، چې د روغتيايي سیستم بېل راجستر ته اړتيا نه لري.

اوسمهال په انګلیستان کې ۶۵،۶ ميليونه خلک په (انګلند، سکاتلند، والس او نوردايرلند) کې اوسېږي. په انګلیستان کې تر ۲۳۶۸۳۶ ډاکتران روغتيايي خدمات خلکو ته وړاندې کوي، چې د ۲۷۷ وګړو لپاره يو ډاکټر په انګلیستان کې په کار بوخت دی. د انګلیستان د روغتيايي خدماتو لګښتونه په ۲۰۱۵ م کال کې ۲۵۱،۲ ميليآرده آيورو وو، چې د BIP (۹،۹) سلنه جوړوي، چې د هر وګړي لپاره ۳۸۵۶،۹ يورو کېږي.

په جرمني کې بيا د ۸۲،۲ ميليونو خلکو لپاره لږتر لږه ۳۷۸۶۰۷ ډاکټران ګومارل شوي دي، چې د هر ۲۱۷ وګړيو لپاره يو ډاکټر ګومارل شوی دی. د روغتيايي خدماتو لګښتونه يې ۳۴۴،۲ ميليآرده يورو دی، چې د BIP (۱۱،۳) سلنه ده، چې د هر وګړي لپاره ۴۱۸۷،۴ يورو د روغتيايي خدماتو لګښت کېږي.

په دې ډول د انګلیستان روغتيايي لګښتونه ۷،۹ ٪ د جرمني په پرتله لږ دي، چې په ټوليزه توګه ۲۷،۲ ميليارده کم لګښتونه په روغتيايي خدماتو لګوي، چې د جرمني د ترانسپورت او ديجيتل اينفرسترکچر د وزارت له کلني لګښتونو سره برابر دي.

د انګلیستان د روغتيايي خدماتو لګښتونه د (William Beveridge) په ميتود يا ماډل تر سره کېږي، چې روغتيايي خدمات د ټولو وګړو لپاره په وړيا توګه د مالياتو پر بنسټ تضمينېږي، چې د يو شمېر درملو، عينکو او د غاښونو ځنې درملنې به يو وګړی پخپله پرې کوي. د شکر د ناروغۍ، د وينې د فشار، د درقيې د غدې درمل، د سرطاني ناروغيو او یو شمېر نورو ناروغيو لګښتونه وړيا دي، چې د بېمې لخوا پرې کېږي.

د جرمني روغتيايي خدمات بيا د (Bismarck Modell) په طريقه تر سره کېږي، چې په عمومي ټولنيزې بيمې او له عايدتو سره تړلې ده، چې هره مياشت تر ۱۷ سلنه د معاش به روغتيايي بېمې ته ورکول کېږي، چې د ناروغي په بهير که به د درملنې لګښتونه د بېمې لخوا ورکول کېږي.

د انګلستان د (Beveridge) او د ألمان د (Bismarck) ماډلونه
Beveridge Bismarck کتګوري
ټول وګړي د بيمه شوي کارکوونکي بيمه شوی شخص
مالياتي سیستم د معاشاتو ۱۷ سلنه برخه د لګښتونو تضمين
ثابت بيه د خدماتو په اړوند بيه د لګښتونو د پرېکولو توګه
مجاني د خدماتو په اړوند لګښتونه د خدماتو اړوند لګښت
عمومي  او عام يوه برخه شخصي لګښت اداري چارې
لوړ ټيټ د لګښتونو د لېږد سرعت

  د انګلیستان د (NHS) موسسه په ۱۹۴۸ کې تأسیس شوې ده. چې تر ننه روغتيايي خدمات خپلو وګړو ته وړاندې کوي. د انګلیستان طبي پرسونل (ډاکټران، نرسان، پرستاران، تخنيکي پرسونل او داسې نور، چې روغتيايي خدمات او اداري چارې يې تضمينوي د (NHS) لخوا ګومارل کېږي، چې دغه انګرېزي موسسه تر ۱،۵ ميليونه کارکوونکي لري، چې په نړۍ کې په پنځو لويو کمپنيو کې شمېرل کېږي.

په انګليستان کې د روغتيايي خدماتو لګښتونه تر ۷۹،۵ ٪ د (NHS) لخوا پرې کېږي او د ځينو ځانګړو درملنو لپاره بيا يو وګړی بايد انفرادي يا شخصي بيمه هم ولري، چې په ۲۰۱۵ م کال تر ۲۰،۵ ٪ لګښتونه د شخصي بيمو لخوا او یا د اشخاصو لخوا ورکړل شوي دي.

د روغتيايي خدماتو اډانه داسې جوړه شوې، چې ناروغ له عمومي ډاکټر سره راجستر وي او د ناروغي په ترڅ کې لومړی خپل کورني ډاکټر ته ورځي او هغه يې بیا متخصص ته وراستوي. يو شمېر درملنې په پوليکلينيک کې تر سره کېږي او له اړتيا سره سم بيا په روغتون کې د یو ناروغ تداوي تر سره کېږي. په بېړنيو پېښو کې يو ناروغ کولی شي نېغ د یو روغتون عاجل سروېس ته ورشي، چې تدواي يې وشي، سیستم داسې جوړ شوی، چې ناروغ بېرته د کورني ډاکټر تر تداوي لاندې نيول کېږي او له اړتيا سره سم روغتون ته استول کېږي.

ولې د انګليستان روغتيايي خدمات د جرمنې په پرتله ۲۷،۲ ميليارده لږ دي، نو بايد ياده شي، چې په انګلستان کې د ډاکټرانو شمېر لږ دی، ځکه د هرو ۱۰۰۰ تنو لپاره ۳،۶ ډاکتره ګومارل شوي دي، چې په جرمني کې د هرو ۱۰۰۰ تنو لپاره ۴،۶ ډاکټران کار کوي، چې د ۸۲۲۰۰ ډاکټرانو لګښتونه، چې د کال ۱۰۰۰۰۰ یورو کېږي، ټولټال ۸،۲ ميليارده ډالره کېږي. پرته له دې اوسط ژوند په ۲۰۱۵ کې په انګليستان کې ۸۲ کلونه او په جرمني کې ۸۱ کلونه وو، چې دا ښيي، چې د انګليستان روغتيايي خدمات نه دا چې ارزانه تمامېږي، خو د جرمني په پرتله بهتره هم دي، ځکه خلک يې يو کال اوږد عمر کوي.

په ۲۰۱۵ م کال د انګلستان د وګړو اوسط ۴۰،۲ کاله وو، چې د ټولنې ۵۰٪ له ۴۰،۲ کاله ځوان او ۵۰ ٪ ترې زاړه ول. بيا په جرمني کې د وګړو اوسط ۴۵،۹ کاله وو، چې د روغتياي خدماتو پر لګښت اغېز کوي. څېړنو ښودلې ده، چې د سن له زياتوالي سره د طبي خدماتو لګښت هم لوړېږي. د عمر له زياتېدو سره ناروغۍ هم راڅرګندېږي او هم پياوړې کېږي، چې ناروغۍ نه يواځي په ميکروسکوپيک کچه د سلولونو د ودې او د سلولونو د رېجنېرېشن په برخه کې وي، بلکې د جسم غړي هم ترې متآثره کېږي، چې له زړښت سره د هډوکو پوستوالی هم رامنځ ته کېږي. د لوېدلو مخاطره ورسره زياته وي، همدا ډول عضلات هم خپله مضبوتتيا له لاسه ورکوي، چې د ناروغ په خوځښت اغېز کوي. زياتره وخت په بستر کې پاتې کېږي، چې دا پخپله روغتيايي لګښتونه لوړوي. يوې څېړنې په ۲۰۰۴ کال کې ښودلې ده، چې د روغتيايي خدماتو لګښتونه تقریبأ تر ۳۳ سلنه په منځني عمر کې وي، چې اساسي برخه د لګښتونو وروسته له منځني عمره د زړو خلکو د ناروغيو لګښتونه وي. د نارينه په پرتله د ښځینوو د عمر له اوږدوالي سره د روغتيايي خدماتو لګښتونه هر کال تر ۲۰۰۰،۹ یورو زياتېږي. دغه څېړنه ښيي، چې روغتيايي خدماتو لګښتونه په انګليستان کې په منځني عمر کې د جرمنې په پرتله لږ دي.

په نيدرلند کې هم روغتيايي بيمه حتمي ده، ځکه روغتيايي خدماتو لګښتونه ډېر زيات دي او په شخصي توګه نه شي پرې کېدلی. په نيدرلند کې د بېمې بېلابېلې کمپني يا شرکتونه شته دي، چې د روغتيايي خدماتو تضمين کوي. دغه د بېمې شرکتونه (ZK, VGZ, CZ, Menzis, DSW, ONVZ, ZZ, ASR, ENO) په هالنډ کې فعالې دي او ټولې د بېمې کمپنۍ مجبورې دي، چې اتباع بيمه کړي او ورته د بېمې سهولتونه برابر کړي. د بېمې لګښتونه د يو شخص لپاره په مياشت کې تقريبأ ۱۴۰ یورو دی او د فاميل لپاره تر ۳۰۰ یورو پورې رسېږي، چې د کورنۍ ټول غړي په یوه کورنۍ بيمه کې بيمه وي. د یو شخص د روغتيايي لګښتونو خپله برخه په کال کې له ۵۰ تر ۵۰۰ يورو پورې رسېږي.

په افغانستان کې تر ۸۰ سلنه روغتيايي مرستې په معاينه خانه کې او يا شخصي روغتونونو کې وړاندې کېږي. که يو څوک دولتي روغتون ته ورهم شي، نو هلته يا درمل نه وي او يا هم ډاکټر علاقه نه ښيي، چې ناروغ سم وګوري او د تدواي پلان ورکړي، مګر له هر ناروغه د پيسو تمه کوي او یا يې خپلې معاينه خانې ته ورغواړي، چې بيا يې هلته سم چارج کړي. درمل هم زياتره تجارتي دي او تجاران هم ظالمان دي، چې سم درمل نه را واردوي.

له بل اړخه او له بده مرغه هېڅ ډول د تشخيص، درملنې، عمليات او د مراقبت کوم ستندرد او يا پروتوکول نه شته او يا يې نه لري. ناروغان پرته له مشخص تشخیصه په اېمپېريک بڼه تداوي کېږي، چې د اخطلاتاتو په ترڅ کې هېڅ ډول پروتوکول نه لري او په دې ډول ډېر انسانان د درملنې د بېکفايتي له درکه يا نور هم پسې ناروغېږي او یا هم هسې  مړه کېږي.

ما پخپله خپله مور، خپله خور، خپل پلار او ځوان ورور د روغتيايي خدماتو د نه شتون، د جګړو په ترڅ کې او يا هم د ستندردونو د نه لرلو په ترڅ کې له لاسه ورکړي دي. له بده مرغه ما ته هم داسې وخت احوال راکړل شوی، چې زما دغه د کورنۍ غړي يا مړه وو او يا هم داسې حالت ته رسېدلي ول، چې زما له لاسه هېڅ هم پوره نه ول، ځکه مې دغه کرښې تورې کړې، چې د افغانستان ننني واکمن دې ته متوجې کړم، چې د اسلام او امنيت تر څنګ دوی د اتباعو لپاره د صحي چاپېریال د جوړولو او د وړيا روغتيايي خدماتو مسؤليت هم لري.

په ۲۰۱۶ کال د اګست په مياشت کې یو افغان د آريا په روغتون کې د پروستات په اړه عمليات شوی وو، وروسته له عملياته يې ماسپښين کور ته استولی وو، چې ما ته يې فاميل ماښام تليفون راوکړ، چې پلار يې نفستنګي او دلبدي لري، نو ما ورته وويل چې بيرته يې روغتون ته بوزی او د هېپارين درمل دې ورته شروع کړي، ځکه د سږيو آيمبولي () لري، مګر په ټول روغتون کې د هيپارين امپولونه نه ول، چې بيا يې له بل ځايه اخيستې وو. بيا ډاکټر په روغتون کې نه وو، چې دغه درمل ورتطبیق کړي، ناروغ د شپې تر لسو بجو تلف شو! زامنو او زوم يې را ته وويل «ډاکټر صاحب کار خدا است! اجلش آمده بود، جان را به حق سپرد!»، داسې پېښې په طبابت کې ستر جُرم دی، مګر په افغانستان کې اجل دی!

د افغانستان روغتيايي چارې بايد له تحصيلي څوکۍ پيل شي، يعنې د افغانستان ټولو روغتيايي تعليمي موسسو ته طب، پارامېدېکل په برخه ستندرد کورويکولوم، چې په ټولو تعليمي موسسو او پوهنځيو کې په يو ډول تدريس او پلی شي، جوړ شي او د تطبيق چارې يې په قانوني بڼه تر سره شي او د تفتيش او کنټرول برخه يې پياوړې شي.

د تخصصي پروګرامونو لپاره بايد د هر متخصص د تخصصي پروګرام راجستر رامنځ ته شي او د اسنادو ديجيتل وريانټ يې رامنځ ته شي. ټول متخصصين باید د راجستر شمېره ولري، چې د وزرات صحت عامه د متخصصينو په خپلواک رياست کې ثبت شي، چې پرته له راجستر نمبره څوک و نه شي کولی، چې له تخصصه سؤُ استفاده وکړي.

د بېلګې په توګه د عمومي جراحي د تخصص آډانه بايد په دې ډول وي. د جراحي تخصص ۶ کلن پروګرام دی. لومړي دوه کاله عمومي پروګرام دی، چې د جراحي اساسات، دو بېړنيو پېښو منجمنت، د ټپونو درملنه، د ټپنو ګنډنه، په روغتون کې د عملياته مخکې د ناروغانو مراقبت او تشخيصي پروګرام پلې کول، چې له عملياته مخکې د (EKG, Spirometry, TTE, chest X-ray, Labor, CT/MRT ) او داسې نور تر سره کړي، چې د تدواوي پروګرام مشخص شي او وروسته له عملياته د ناروغ مراقبت اودرملنه تر سره کړي.

په لومړيو دوو کلونو کې بايد د اپنډېکس عمليات په کلاسيک بڼه او د لاپروسکوپيک په تخنيک تر سره کړي او د عادي فتق يا چوره عملياتونه د ليښتنشتين په توګې تر سره کړی شي او په لومړيو دوو کلونو کې انستېزيالوژي شپږ یا کلنی ستاژ تېر کړي. په درېيم کال بايد د بطني او صدري جراحي اساسات زده کړي او په عملياتونو کې برخه واخلي. وروسته له څلورم کاله بايد د کولمو رېزېکشن تخنيکونه زده کړي او عملياتونه يې تر سره کړي. د کيسې صفرا يا تريخې د کڅوړې عملياتونه په کلاسيک بڼه اود لاپراسکوپ په مرسته پخپله تر سره کړي. په پنځم کال کې بايد هميکولايکتومي، ګاستروايکتومي او ټايرويدايکتومي عمليآتونه تر سره کړي. د رګونو په برخه کې بايد له څلورم کاله وروسته تر ۴۰ بېلابېل عملياتونه تر سره کړي. د تروماتولوژي په برخه د ښينګړو اوستوسينتېز، د مړوندونو د ولارپلات ايمپلانتېشن او انتېبراښي پلات اوستوسېنتېز توګې زده او تر سره کړي. نور عملياتونه د یو ډاکټر په استعداد پورې اړه لري، چې کوم نور عملياتونه لکه د ينې رېزېکشن، توروکوتومي  او یا واسکولر سرجري تر سره کړي.

د تخصصي پروګرامونو په آډانه کې د مملکت په کچه هغه مجهز روغتونونه چې پراخ امکانات لري، د تخصصي پروګرامونو د ارتقا لپاره بايد تخصصي سيمپوزيمونه جوړ کړي او په تخصصي پروګرامونو کې يې شامل کړي. د اولتراسوند څېړنه بايد تر ۴۰۰ پېښو تر سره شي، چې د تخصصي پروګرام يوه برخه ده.  په شپږو کلونو کې د عملياتونو شمېر:

  • اپندايکتومي ۴۰ پېښې
  • لاپراسکوپيک کولیسیستايکتومي ۵۰ پېښې
  • همېکولايکتومي ۴۰ پېښې
  • هرنيوايکتومي (اينګوينال) ۵۰ پېښې او نور ۳۰ پېښې
  • د هډوکو واړه عملياتونه ۱۰۰ پېښې
  • د ټپونو درملنه او ګنډنه ۲۰۰ پېښې
  • عاجل لاپروتومي ۳۰ پېښې
  • عاجل توروکوتومي ۳۰ پېښې
  • تورکال درېناژ ۵۰ پېښې
  • د جاغور عملياتونه ۲۰ پېښې
  • د رګونو عملياتونه ټول ۳۰ پېښې
  • د اولتراسوند څېړنې ۵۰۰ پېښې

د تخصص اړوند  ارتقايي سيمپوزيمونه کې ګډون حتمي دی، چې د تخصصي پروګرامونو اساسي برخه ده او بوديجه يې د دولت لخوا تأمينېږي. وروسته له دغه ټولو پورته يادشوي پروګرامونو سره د تخصصي پروګرام آزموينه تر سره کېږي او یو متخصص د تخصص راجستر او سرتيفيکېټ تر لاسه کوي. د پورتنۍ اډانې په ترڅ که بايد د ټولو تخصصي پروګرامونو لپاره پروتوکول او تخصصي پروګرام جوړ شي او د تخصصي پروګرام د تطبیق لپاره هغه روغتونونو ته جوازنامه ورکړل شي، چې د تخصص ټولې بنسټيزې غوښتنې پوره کړي. د سب ـ سپېسیاليزېشن لپاره بايد ځانګړي تخصصي پروګرامونه جوړشي او د تطبيق چارې يې وسنجول شي. د متخصصينو د ارتقا لپاره بايد کلني تخصصي سيمپوزيمونه او یا کنګرې جوړې شي.

د (Afghan Health Congress) بايد په کال کې يو ځل د ټول مملکت په کچه جوړ او داير شي. په دغه کانګرس بايد د روغتيايي چارو د بېلابېلو څانګو د متخصصينو غونډې جوړې او علمي څېړنې په کې د پاورپاينټ په بڼه وړاندې شي، چې د افغانستان په کچه د بېلابېلو ناروغيو احصايه تثبيت شي، د درملنې توګې يې بررسي شي، د تجربو لېږد تر سره شي، د نويو ميتودنو او څېړنو په اړه معلومات وړاندې شي. د افغان روغتيايي کانګرس لپاره بايد اجرايوي کمېټه جوړه شي، چې د کانګرس چارې سمبال کړي، له بهرنيو او په بهرمېشت افغان متخصصينو وغوښتل شي، چې په دغه افغاني کانګرس کې ګډون وکړي. د کانګرس له ډایرېدو ۶ مياشتې مخکې د څېړنو ابسترکتونو (لنډيزونه) د يو کتاب په اډانه کې راټول او خپور شي او پرېزنتېشنونه مخکې له مخکې راغونډ شي، د کانګرس تخصصي څانګې مشخصې شي، چې علاقه مندان او متخصصين په خپلو برخو کې د ګډون امکانات ولري، د کانګرس کچه بايد دومره لوړه وي، چې د سيمې متخصصين هم رامات کړي، که پرېزنتېشن په پښتو وي، نو پاورپاینټ دې په انګرېزي جوړ شي، چې دا به د کانګرس حيثيت نور هم پياوړی کړي.

نن سبا په افغانستان کې د طبي ديجيتل کارتونو انګازې پيل شوې دي، د روغتيايي برېښناپېژندپاڼې په اړه نظريات يو ډول نه دي. په نيدرلند کې ليه په ۲۰۰۸ کال کې د دې هڅه وشوه، چې برېښنايي روغتيايي کارتونه رامنځ ته کړي، مګر تر ننه په دې نه دي توانيدلي، ځکه د ناروغانو د ناروغي بهير په يوډول نه پاتې کېږي او ډېر متزلزل وي. ځينې ناروغۍ لکه آيدس، سفليس، توبرکولوز او داسې نور وروسته له تداوي د ناروغ له تاريخچې وځي، اېدس چې تداوي نه لري، په ليکنو کې پاتې کېږي، مګر دغه معلومات له کورني ډاکټر سره ثبت وي.

په افغانستان کې د کورني ډاکټر سیستم بايد اول جوړ شي او بيا دې ټول وګړي په سيمو کې له يو کورني ډاکټر سره راجستر شي، چې د ناروغي دوسيه يې هم له کورني ډاکټر سره درج وي، چې له بده مرغه په افغانستان کې د روغتيايي سیستم دغه سترکچر نه شته، ځکه د ناروغ راجستر صرف د دولتي بېمې په اډانه کې تر سره کېدلی شي، چې د افغانستان ټول اتباع له ماشومه تر زاړه پورې برېښنايي تذکرې يا پېژندپاڼې تر لاسه کړي، چې د مالياتو او روغتيايي چارو راجستر په داټابېس کې ورسره کامبينېشن شي، ځکه نو انګليستان او تورکيې روغتيايي سیستم موږ ته د تطبیق وړ دی، چې د (ID Card) يا برېښنايي پېزندپاڼو يا تذکرو کې د مالياتو او روغتيايي بيمې سهولتونه هم ورزيات شي او که د ناروغ شمېر هم وروسره راجسترېږي، نو دا کار هم د (ID Card) په مرسته تر سره کېدلی شي.

په تورکيه کې هم ټول وګړي يو (ID Card)  لري او ټول له کورني ډاکټر سره ثبت نه دي، مګر ټول اتباع طبي بيمه لري، چې هر ډاکټر ته ورشي، نو د ډاکټر او درملنې لګښتونه بيمه ورکوي او که په روغتون کې عمليات کېږي هم، نو مصارف يې دولتي بيمه پرې کوي. په افغانستان کې هم بايد د روغتيايي خدماتو د لګښت د تضمين لپاره د مالياتو له برخې يوه بوديجه ځانګړې کړي، چې خلکو ته په سمه توګه روغتيايي خدمات وړاندې شي.

په هالنډ کې د برېښنايي طبي کارتونو د اپدېټ، جوړولو او اداري لګښتونه په کال کې ۳۰ ميليونه یورو تخمين شوي وو، چې د هالنډ د پارلمان لخوا دغه طرحه ليه په ۲۰۰۸ کال کې رد شوه، چې وروسته د مشرانو جرګې لخوا هم رد شوه، اوس مهال هم د طبي ديجيتل کارت په نامه کوم جوړښت په هالنډ کې نشته. په جرمني کې اوس هڅه کېږي، چې دغه پروسه پلې کړي، مګر دلته هم له ناکامي سره مخ ده. جرمني ډاکتران هم له ۵ کلونو راهېسې هڅه کوي، د روغتونو او وزارت له غوښتنو سره سم بايد د روغتيايي مرستو ديجيتل ګارت تر لاسه کړي، چې څو کمپنۍ په دې برخه کې فعاليت کوي، مګر دوی هم په دې لیه نه دي توانېدلي، چې حتی ۳۰ سلنه ډاکټران دغه کارت واخلي، سربېره پر دې، چې د ۵ کلن کارت بيه ۵۰۰ ايورو ده او روغتونونه يې بيرته لګښت هم ورکوي، خو هېڅوک زړه نه ورته ښه کوي، ځکه ډېر ډاکټران په دې نظر دي، چې صرف هغه چا ته دغه کارت مهم دی، چې معاينه خانې لري او يا په کلينيکونو کې کار کوي، مګر زما په ګومان دغه پروسه د روغتيايي چارو په ګټه ده، خو تطبيق ستونزمن دی.

   په روغتيايي سیستم کې د روغتيايي خدماتو لګښت ډېر زيات دی او د ټولو وګړو لپاره بايد د دولتي بېمې په اډانه کې د انکليستان د (NHS) په بڼه وړيا خدمات وړاندې شي. اوسمهال په افغانستان کې د طبي کارت تر نامه لاندې د ديجيتلېزېشن یو پروسه روانه ده، مګر دغه پروژه په ډېرو ملکونو کې ناکامه پروژه وه، په دې هيله چې په افغانستان کې د (ID Card) کارت سره د مالياتو او روغتيايي بېمې سهولتونه رامنځ ته شي، چې ټول خلک راجستر شي، روغتيايي مرستې وړيا او په بشپړه توګه تر لاسه کړي.

د افغانستان روغتيايي سيستم له تورکيې سره ورته والی لري، ځکه هلته هم  د دولتي کلينيکونو اوروغتونونو تر څنک ګڼشمېر ډاکتران شخصي معاينه خانې لري او يا شخصي کلينيکونه لري، خو روغتيايي مرستې د تورکيې (ID Card) په مرسته تر سره کېږي او ټول خلک که مهاجرين دي او که تورکان دي، روغتيايي دولتي بيمه لري، چې ټول اتباع د يو (ID Card) په مرسته راجستر دي، چې په همدغه يو کارت هم ماليات ورکوي، هم ثبت احوالات  کې ثبت دي او هم روغتيايي خدمات تر لاسه کوي، یعنې د طبي کارت په نامه بل راجستر نمبر نه لري.

و من الله توفيق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب