تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) د امریکايي رسنۍ سيبيایس نیوز د راپور له مخې، پاکستان داسې مهال چې ځان یې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړي په توګه معرفي کاوه، په پټه ایران ته اجازه ورکړې وه چې خپلې پوځي الوتکې د پاکستان په هوايي اډو کې ودروي، څو ښايي د امریکا له احتمالي بریدونو څخه خوندي پاتې شي.
د امریکايي چارواکو په وینا، ایران د اوربند له اعلان څو ورځې وروسته خپلې څو الوتکې د پاکستان نور خان هوايي اډه ته ولېږلې. دا اډه د راولپنډۍ ښار ته نژدې د پاکستان یوه مهمه پوځي اډه بلل کېږي.
د راپور له مخې، په دغو الوتکو کې د ایران د هوايي ځواک یوه RC-130 استخباراتي او کشفي الوتکه هم شامله وه، چې د امریکايي Lockheed C-130 Hercules پوځي ټرانسپورتي الوتکې ځانګړې بڼه ده.
همداراز امریکايي چارواکو ویلي چې ایران ځینې ملکي الوتکې افغانستان ته هم استولې وې. د راپور له مخې، د مهران هوايي شرکت یوه الوتکه کابل ته رسېدلې وه او د ایران د هوايي حریم تر تړل کېدو وروسته هم هلته پاتې شوه.
د یوه افغان هوايي چلند چارواکي په وینا، کله چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره د ترینګلتیاوو په ترڅ کې د کابل پر شاوخوا سیمو هوايي بریدونه پیل کړل، د طالبانو د ملکي هوايي چلند ادارې پرېکړه وکړه چې دغه ایراني الوتکه د امنیتي اندېښنو له امله د هرات هوايي ډګر ته ولېږدوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ایراني الوتکو موجودیت رد کړی او سي بي ایس ته ویلي: «نه، دا خبره سمه نه ده او ایران ورته اړتیا هم نه لري.»
پاکستاني چارواکو هم هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ایراني پوځي الوتکې په نور خان اډه کې درول شوې وې. یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي ویلي، دا اډه د ښار په منځ کې ده او د ګڼو الوتکو پټ ساتل ناشوني دي.
راپور زیاتوي چې پاکستان په وروستیو کلونو کې له چین سره خپلې پوځي او اقتصادي اړیکې ډېرې پیاوړې کړې دي. د سټوکهلم د سولې د نړیوال څېړنیز انستیتیوت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ ترمنځ د پاکستان شاوخوا ۸۰ سلنه مهمې وسلې چین برابرې کړې دي.
په ورته وخت کې، ایران امریکا ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره داسې وړاندیزونه کړي چې پکې د جګړې تاوان، د هرمز تنګي پر حاکمیت د ایران رسمي پېژندنه او د امریکا د بندیزونو لېرې کېدا شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران دغه وړاندیزونه «په بشپړ ډول د نه منلو» بللي دي.
راپور وايي، له اوربند سره سره د هرمز تنګي په شاوخوا کې لا هم محدودې نښتې دوام لري او متحده عربي اماراتو ادعا کړې چې د ایران بېپیلوټه الوتکو یو ځل بیا د دوی خاوره ویشتې ده.