تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) ساینسپوهانو په هوږه کې داسې یو ترکیب موندلی چې ښايي د زړښت پر مهال د عضلاتو د ځواک په ساتلو کې مرسته وکړي. د دې موندنې تر ټولو جالب اړخ دا دی چې دغه ترکیب په بدن کې د اغېز لپاره د توقع خلاف لاره تعقیبوي.
د عضلاتو کمزوري کېدل د زړښت له مهمو ستونزو څخه ده چې جدي روغتیايي پایلې لرلی شي. اوس د واشنګټن پوهنتون او د جاپان د ځینو څېړنیزو بنسټونو ساینسپوهان وایي، د زړې هوږې په عصاره کې موجود یو سلفري ترکیب چې «S1PC» نومېږي، ښايي د دې ستونزې په کمولو کې مرسته وکړي.
څېړونکو موندلې چې دغه ترکیب لومړی د بدن پر غوړ نسج اغېز کوي، نه پر عضلاتو.
په زړو موږکانو ترسره شویو ازموینو وښودله چې «S1PC» په سپین غوړ نسج کې یو لړ بیولوژیکي غبرګونونه فعالوي چې وروسته مغز ته پیغام لېږي، او مغز بیا د عصبي سیستم له لارې عضلاتو ته د ځواک ساتلو امر ورکوي.
د دې څېړنې پایلې په سېل میتابولیزم Cell Metabolism علمي مجله کې خپرې شوې دي.
ساینسپوهان وایي، د دې بهیر مهم عنصر یو پروټین دی چې «eNAMPT» نومېږي. دغه پروټین له بدن سره مرسته کوي چې «NAD+» تولید کړي؛ دا ماده د حجرو د انرژۍ لپاره حیاتي اهمیت لري، خو د عمر له زیاتېدو سره یې اندازه کمېږي.
د څېړنې له مخې، «S1PC» په غوړ نسج کې «LKB1» نومی پروټین فعالوي، او همدا چاره د «eNAMPT» زیات ترشح ته لاره هواروي. وروسته دغه پروټین د وینې له لارې د مغز یوې برخې، هایپوتالاموس، ته رسېږي چې د بدن د تودوخې او میتابولیزم په تنظیم کې مهم رول لري.
څېړونکو وویل، دغه پروټین مستقیم عضلاتو ته نه ځي، بلکې مغز د عصبي سیستم له لارې عضلاتو ته پیغام استوي.
په بله ازموینه کې زړو موږکانو ته د اتو میاشتو لپاره «S1PC» ورکړل شو. پایلو وښودله چې د دغو موږکانو د عضلاتو ځواک د نورو پرتله ښه وو او د زړښت ځینې نښې پکې کمې شوې وې.
ساینسپوهانو ویلي، د عضلاتو اندازه نه وه لوړه شوې، خو فعالیت یې ښه شوی و؛ دا ښيي چې دغه ترکیب ښايي د عضلاتو د حجم پر ځای د هغوی د فعالیت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
څېړونکو پر انسانانو هم لومړنۍ ازموینې کړي. په دې څېړنه کې ۴۴ روغ جاپانيان شامل وو چې عمرونه یې د ۲۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ وو. ځینو ته د «S1PC» لرونکي هوږې پوډر او نورو ته بېاغېزې درمل ورکړل شول.
پایلو وښودله چې د «S1PC» له کارولو وروسته په ځانګړي ډول د هغو کسانو په بدن کې چې عمر یې له ۴۰ کلونو پورته او د بدن غوړ یې عادي وو، د «eNAMPT» کچه لوړه شوه.
خو څېړونکي وایي، لا هم روښانه نه ده چې دا اغېز به په اوږدمهال ډول د انسانانو د عضلاتو د ریښتیني پیاوړتیا سبب شي که نه.
ساینسپوهان زیاتوي چې هوږه له پخوا راهیسې د روغتیا لپاره ګټوره ګڼل کېده، او اوس ښايي ساینس د دې دودیز باور لپاره علمي وضاحت هم پیدا کړی وي.