Homeخبرونهله دښمنۍ سره سره ولې د ایراني چارواکو اولادونه په لوېدیځو هیوادونو...

له دښمنۍ سره سره ولې د ایراني چارواکو اولادونه په لوېدیځو هیوادونو کې اوسي؟

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) سره له دې چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي له کابو نیمې پېړۍ راهیسي لوېدیځ ضد دریځ لري او تل د امریکا او لوېدیځوالو خلاف شعارونه ورکوي، د دغه هیواد د اکثره چارواکو د اولادونو لپاره یو لوی ارمان دا دی چې په لوېدیځو هیوادونو کې دایمي اقامت ومومي.

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د ایران د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف زوی، اسحاق قالیباف په استرالیا کې پانګونې، د ملکیت له کرایې او د ملبرن پوهنتون له یوه څېړنیز مرکز سره د همکارۍ له لارې عاید ترلاسه کاوه، په داسې حال کې چې کاناډا د هغه د دایمي اقامت غوښتنه دوه ځله رد کړې وه.

د راپور له مخې، اسحاق قالیباف په ۲۰۱۴ کال کې ملبورن ته تللی و، هلته یې د انګلیسي ژبې او تخصصي زده‌کړو کورسونه لوستي او وروسته یې د ملبرن پوهنتون په انجنیرۍ څانګه کې ماسټري کړې ده. هغه د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په ملبرن کې اوسېده او د بانکي اسنادو له مخې، د یوې شتمنۍ د کرایې پیسې یې هم ترلاسه کولې.

ګارډین لیکلي چې نوموړي د استرالیا په بانکونو کې حسابونه لرل او په ۲۰۱۹ کال کې یې تر ۱۴۸ زره امریکايي ډالرو څخه زیاتې شتمنۍ درلودې. هغه په ایران کې د یوه ساختماني شرکت لپاره هم کار کړی و، چې مالک یې ابوذر خضرایي افضلي بلل شوی؛ نوموړی د وژل شوي ایراني قومندان قاسم سلیماني زوم دی.

راپور دا هم وایي چې اسحاق قالیباف د کاناډا د اقامت لپاره کلونه هڅه وکړه، خو په ۲۰۲۴ کال کې د کاناډا د کډوالۍ وزیر مارک میلر اعلان وکړ چې د هغه غوښتنلیک رد شوی، ځکه کاناډا د ایران حکومت د ترهګرۍ او بشري حقونو په سرغړونو تورنوي.

په وروستیو کلونو کې په لوېدیځو هېوادونو کې د ایران د لوړپوړو چارواکو د اولادونو د ژوند موضوع څو ځله جنجالي شوې ده. د بېلګې په توګه:

د علي لاریجاني د کورنۍ ځینې غړي د امریکا او اروپا له پوهنتونونو سره تړاو لرلی او راپورونه وایي چې د هغه لور په امریکا کې زده‌کړې کړې دي.

د پخواني ولسمشر محمود احمدي‌نژاد د نژدې خپلوانو او ځینو چارواکو د بهرنیو تابعیتونو او استوګنې په اړه هم مخکې بحثونه شوي وو.

د بهرنیو چارو د پخواني وزیر محمدجواد ظریف اولادونه په امریکا کې زیږېدلي او امریکایي تابعیت لري.

د کاناډا، بریتانیا او استرالیا په څېر هېوادونو کې د ایران د حکومت او سپاه پاسداران د ځینو چارواکو د اولادونو د ژوند، سوداګرۍ او زده‌کړو راپورونه هم وخت ناوخت رسنیو خپاره کړي دي.

د ایران دننه منتقدان دا موضوع د «آقازاده‌ګانو» تر عنوان لاندې یادوي او وایي، هغه چارواکي چې د لوېدیځ ضد شعارونه ورکوي، خپل اولادونه بیا لوېدیځو هېوادونو ته د زده‌کړو او ژوند لپاره استوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...