تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۲۲مه) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې، تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵زره ۳۶۲ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
د یاد وزارت په وینا دغه انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې، له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰زره ۶۳ټنه، د اقينې بندر له لارې ۱۸زره او ۶۹۵ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳زره او ۶۱۶ټنه او د خواف-هرات له لارې ۳۲زره او ۹۱۶ ټنه انتقالات شوي دي.
دغه راز په یاده اندازه کې یوازې ۱۱۹۲ ټنه صادرات شوي چې ډېره برخه یې کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.
یاد وزارت تر دې وړاندې اونۍ کې د انتقالاتو شمېره ۲۲۹زره ۵۳۶ مټریک ټنه ښودلې وه.
اقتصاد پوهان که څه هم د سوداګرۍ ډېرېده هیله بښونکی یادوي خو ټینګار کوي چې، د وارداتو په نسبت دې حکومت پر صادراتو او داخلي تولیداتو تکیه ډېره کړي.
دوی وایي داخلي تولیداتو باندې پانګونه د هېواد د ځان بسیاینې سبب ګرځي او کاري فرصتونه زیاتېدلی شي.