سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهغزني کې د زردالو اوبو بند تخنیکي سروې پیل شوه

غزني کې د زردالو اوبو بند تخنیکي سروې پیل شوه

تاند ( سه شنبه د عقرب ۱) د طالبانو د حکومت د اوبو اوانرژۍ وزارت وايي؛ د دې وزارت د انجنیري خدمتونو او د اوبو د اسانتیاوو عمومي ریاست د سروې او ډیزاین تخنیکي ډلې د زردالو اوبو بند تخنیکي سروې پيل کړه.

یاد بند د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د سرچینې په وینا د دغه بند له جوړېدو سره به ۶۰ میلیون مټر مکعب اوبه زېرمه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

باور دا دی، چې افغانستان کې حاکمو حکومتونو د اوبو مدیریت ته څنګه چې لازمه ده کار نه دی کړی او که کار شوی وای ښايي په هېواد دننه هېڅ شاړه ځمکه بې اوبو نه وای پاتې.

د کرنیزو پوهانو په وینا که د افغانستان اوبه مهار شي او د برښنا ترڅنګ ترې په کرنه کې کار واخیستل شي نو په اقتصادي برخه کې به ډېر ژر افغانستان په ځان بسیا او د کرنې برخه کې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب