د دې لپاره چې په افغانستان کې زموږ د سیمې په هکله لیکلي مواد ډېر کم دي نو دغه لیکنه تر ډېره حده زما د څېړنو او یو شمېر دوستانو د معلوماتو په اساس برابره شوې ده. په دې لیکنه کې د یو شمېر وردګ مشرانو او فعالانو نومونه یاد شوي دي چې دغه لړۍ بشپړنه نه ده بلکي ستاسو د معلوماتي همکارۍ پر بنسټ به بشپړه کېږي. مخکې له دې چې څوک نیوکه وکړي د مهربانۍ له مخې مستند معلومات را سره شریک کړی چې د همدې مقالې د منځپانګې په بډاینه کې راسره مرسته وکړي. زما په نظر دا به ښه کار وي چې په خپله ټولنه کې لیکلي مواد و لرو، هره موضوع له یو ځای څخه پيل او بیا یې د خپلو کره معلوماتو او همکاریو په وسیله بډایه کړو. خو دا چې زموږ په ټولنه کې موجود موضوعات له یو ځای څخه پيل نه کړو نو د تېر په څېر به راتلونکو نسلونو ته هم معتبر، تاریخي، لیکلي، مستند او ضروي معلومات و نه لرو او زموږ راتلونکي نسلونه به هم خدای مه کړه زموږ په څېر له یوې معلوماتي خلا سره مخ وي.
سریزه
د افغانستان وګړو د تاریخ په اوږدو کې له پوهنې سره مینه درلودلې، دغه بهیر یې په ټینګه اراده پاللی، د خپلو اذهانو د روښانتیا او د ژوند د پرمختګ په لاره یې د لومړي بنسټ په توګه ګڼلی دی. همدارنګه د نړیوالو سره یې د مثبتې سیالۍ په لاره کې د افغانستان علمي پرمختګ د بري یوازینۍ لاره بللې او د هغه د پیاوړتیا لپاره یې راز راز هڅې کړې دي.
مخکې له دې چې په سیمه او هېواد کې د عصري زده کړو لړۍ په معاصره بڼه پيل شي، په افغانستان کې د پوهنې د ودې آثار د تاریخي کتیبو لکه د خوات د خروشتي کتیبې، طبیعي انځورونو، چاپېریال، لاسي صنایعو او عملي تجربو او داسې نورو اشکالو کې را څرګند شوي چې د دې ډول آثارو نمونې زموږ د هېواد د پنځه زره کلن تاریخ په لرغونو آبداتو، فولکور، مذهبي او غیر مذهبي سرودونو، ستاینو، لیکلو اسنادو او فرهنګي میراثونو کې ښکاري چې د شهکارونو په توګه ځلېدلي او د تاریخي پلټنو په ترځ کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې معاصر نسل ته ځان ښکاروي.
په افغانستان کې د اسلامي دین د ډېوې د بلېدو وروسته د پوهنې لړۍ له جوماتونو، حجرو، شفاهي او فولکلوریکو ادبیاتو او داسې نورو سرچینو څخه پیل شوې چې د زمانې د غوښتنې او معاصرو پوهنیزو بدلونونو سره سم یې په تدریجي توګه د مدرسې، دارالعلوم، ښوونځی، مکتب، لېسې، دارالمعلمین، انستیتوت، اکاډمي او پوهنتون شکلونو ته بدلون موندلی دی. همدارنګه د پوهنیزو چارو د سمون لپاره د حکومتونو له لوري د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه تشکیل شوي، علمي موسساتو رسمي بڼه خپله کړې، د بیسوادۍ سره یې مبارزه کړې او په معاصره توګه یې وګړو ته علمي خدمات وړاندې کړي دي.
کله چې د افغانستان د زده کړو معاصره لړۍ پیل شوه نو د دې هېواد په هره برخه کې هڅه شوې ده څو افغانان د علم، زده کړې، ښوونې او روزنې له نعمت څخه په عصري ډول استفاده وکړي. په دې لړ کې د هرې سیمې علم پالو او پوهنیزو شخصیتونو هڅه وکړه چې خپلو وګړو ته د دې روښانه وړانګو څرک او پلوشې ور و رسوي.
د افغانستان د نورو سیمو په څېر په وردګو کې هم دغې اللهي فریضې او دینې وجیبې ته د ځینو علم پالو شخصیتونو په وسیله خلک را بلل شوي، د پوهنې ډیوې خپرې شوې او هڅه شوې ده څو په سیمه کې زموږ وګړي د زده کړې په نعمت سمبال شي. په وردګو کې پوهنیزه لړۍ په څو مهمو او اساسي برخو ویشلی شو او په دې سیمه کې مو د نورو معلوماتو تر څنګ د هرې دورې د مخکښانو نومونه په لنډ ډول یاد کړي دي.
د دیني زده کړو دوره
د دیني زده کړو دوره له کورنۍ او جومات څخه سرچینه اخلي او کله چې ماشوم د وردګو په کورنیو کې په خبرو راشي نو مور، پلار، او د کورنۍ مشران یې د لومړنیو دیني اساساتو په رمز پوه کوي او هڅه کوي چې له ټولو څخه د مخه طیېبه کلیمه ورته و ښيي. همدارنګه کله چې ماشوم مخ په لویېدو شي او جومات ته د تګ وړتیا پیدا کړي نو هغو درسي حلقو ته لېږل کېږي چې په جوماتونو کې د ملا امامانو په وسیله د ماشومانو د زده کړې لپاره تشکیل شوې وي. د دې ډول حلقاتو درسي لړۍ له قاعده بغدادي سپارې څخه پيل کېږي چې بیا وروسته د ماشوم د استعداد سره سم ګام پر ګام مخ پر وړاندې درومي او د قرآن کریم د سپېڅلي متن په شمول د دین (فقه، او عقایدو) لومړني اساسات، لمونځ د حسن خط او ریاضي سره یو ځای ماشومانو ته ښودل کېږي. دغه راز درسي حلقې ژمی مهال په تودو جوماتونو کې ښې په درز سره روانې وي خو په دوبي کې یې بیا دومره خوند او رنګ نه وي او په زیاتره جوماتونو اوړی مهال د ماشومانو درس وجود نه لري بلکي ماشومان ښوونځیو ته ځي.
پر دې سربېره د دیني متونو د زده کړې لپاره د طالب العلمانو درسي حلقات هم له جوماتونو څخه سرچینه اخلي او د وردګو زیاتره جوماتونه د کال په ۱۲ میاشتو کې د دې ډول حلقاتو کوربه توب کوي او طالب العلمانو ته د مدرس تر درجې پورې په جوماتونو کې د خپلو استادانو له لوري لیک لوست او دیني درسونه ښودل کېږي. دغه لړۍ اوس په پخواني شکل وجود نه لري او هغه مهال ورته زیان و رسېد چې زیاترو دیني علماوو، روحانیونو، ملایانو او طالبانو سیاست او د سیاسي واک د لاسته راوړلو په موخه جګړه ییزې مبارزې ته مخه کړه خو پخوا به د جومات یو طالب له خپل استاد څخه کلونه کلونه د دیني کتابونو متنونه لوستل څو د تدریس او د کلي د امامت درجې ته و رسېږي.
د وردګو د دیني زده کړو د دورې په لړ کې هر یو ملا امام او عالم په خپل وخت سره هڅه کړې او د دې لړۍ د ځواکمنتیا لپاره یې کار کړی دی خو په دې لړ کې د قاضي نیازمحمد، قاضي نظام الدین، قاضي غلام محمد، مولوي عبدالباقي، مولوي بازمحمد، ملا عبدالرزاق، د بلاغ آخونزاده، مولوي میر احمدشاه چې د آدینه په مولوي مشهور دی، مولوي دوست محمد، د چک ملا صاحب، مولوي نظام الدین آخونزاده چې د بونګي په آخونزاده مشهور دی، مولوي احمد ضیاء، د یوسف خېلو آخونزاده، مولوي عبدالباقي، مولوي بسم الله، مولوي فیض محمد، مولوي نیک محمد، مولوي محمد یوسف، مولوي محمد رفیق او داسې نور د یادولو وړ دي چې په سیمه کې یې غوره نفوذ درلود، زیات شمیر طالب العلمان یې په خپلو حجرو او جوماتونو کې د وردګو په مختلفو سیمو کې روزلي او د خپلو خلکو په وړاندې یې خپله ایماني، ملي او دینی دنده سر ته رسولې او سیمې ته یې د وړانګو د پلوشو په راوستلو کې خپل علمي او روزنیز رول ادا کړی دی. د دې دورې درسونه یوازې دیني متون وو چې د مشق او حسن خط د زده کړې تر څنګ به یې د ریاضي ځینې قاعدې هم خپلو طالب العمانو ته ښودلې او زده کوونکي یې د طالب، چړي او طالب العلم په نومونو یادېدل. کله به چې یو طالب د زده کړو لړۍ بشپړه کړه او د فضلیت پګړۍ به یې په سر کړه نو هغه ته به د مدرس لقب ورکول کېده او له دې سره سم به یې د نوې درسي حلقې د تشکیل تر څنګ په یو جومات کې امامت پيل کړ. د دې دورې استادان د ملا، مولوي، آخوند، مدرس، استاد او داسې نورو په نومونو سره یادېدل خو هغو پوهانو ته به مولانا ویل کېده چې د دولت په رسمي دیني تعلیمي موسسو کې به یې دیني زده کړې تر سره کړې وې.
د عصري پوهنې بابا
د زیات شمېر تاریخي لاسوندونو او زموږ د سیمې د مشرانو د معلوماتو پر بنسټ په وردګو کې د عصري زده کړو د معاصر نظام یو مخکښ سالار ښاغلی محمد ارسلان سلیمي دی چې اساسا یې په رسمي او غیر رسمي تعلیمي موسساتو کې دیني زده کړې سرته رسوې وې او د اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه د پاچاهۍ پر مهال یې د کابل دارالعلوم لوستلی وو. نوموړي د ژوند تر پایه د دولت په مختلفو اداراتو کې د یو لوړپوړي چارواکي په توګه بریالۍ دندې اجرا کړې دي. محمد ارسلان سلیمي چې د وردګو د جغتو د ګلدرې یا پخواني ګنډه کول اوسېدونکی دی، د وردګو د زیاترو علمي موسساتو او ښوونځیو د بنسټ اېښودلو، د زده کړې چارو ته د خپلو خلکو د هڅولو، پوهنیزو موسساتو ته د ودانیو د جوړولو، تجهیز، مسلسل پاللو او په سیمه کې یې د حکومتي نهادونو په رامنځته کولو کې لویه ونډه درلودلې او د خپلې سیمې سلګونه کسان یې په جوړو شوو تعلیمي موسسو او حکومتي نهادونو کې د شمولیت په وسیله د سواد له نعمت څخه برخمن کړي دي. نوموړي د افغانستان د مدني جوړښتونو د جوړولو په لړ کې په ملي او محلي کچه د یوې مطرح، تاریخي او فعالې څیرې په توګه د افغانستان د ویاړونو په تاریخ کې خپل دریځ څرګند کړی او د خپلو عملي هڅو نمونې یې د هېواد د پرمختګ په زرین تاریخ کې ثبت دي. محمد ارسلان سلیمي د اطلاعاتو او کلتور د مستقل ریاست د معاون، د قبایلو د مستقل ریاست د مرستیال، د پښتو ژبې د تقویې د رییس، د عدلیې د وزارت د اداري رییس او حج او اوقافو د مستقل ریاست د رییس په توګه یې په لسګونو لویې او وړې دندې سر ته رسولې او د پښتونستان په ملي موضوع کې یې د یوه بریالي لوبغاړي په حیث د افغانستان له لوري مرکزي رول په غاړه وو. همدارنګه د پښتونستان په هکله (د خپلواکۍ د تړون) د کتاب د دوو ټوکو په شمول د لسګونو علمي آثارو او کتابونو د لیکلو ویاړ لري. محمد ارسلان سلیمي په ۱۳۴۲ کال په جغتو کې د ګوربت منځی ښوونځی او له هغه را وروسته یې د چک، دایمرداد او سیدآباد په سیمو کې هم د علمي موسساتو په جوړولو او پاللو لاس پورې کړی او په سیمه کې یې ګڼې پوهنیزې موسسې تشکیل کړې دي. محمد ارسلان سلیمي چې د ژوند تر پایه یې د وردګو د پوهنې په غوړېدلو کې خپل تاریخي سهم ادا کړی دی، په ۱۳۵۷ کال د ثور د کودتا څخه دوې ورځې د مخه د حق داعي ته لبیک ووایه او خپل نوم یې د وردګو د عصري پوهنې د بابا په توګه په تاریخ کې د تل لپاره ثبت کړ.
پوهنیز مخکښان
د وردګو په سیمه کې د عصري زده کړو د دورې د پيل په دوره کې د محمد ارسلان سلیمي تر څنګ مولوي عبدالرب احدي وردګ، مولوي قطب الدین، استاد عبدالجلیل وجدي، مولوي نصیرالدین، مولوي عبدالاحد، د یوسف خیلو آخونزاده، ملک میانور، ملک محمد اسلم خان، مولوي عبدالسلیم فرقاني، استاد اسدالله بها، مولوي عبدالواسع، د آدینه آخونزاده، مفتش کلیم الله شنیزوال، حاجي خدایدادخان (خړ بابا)، محمد نبي خان او داسې نورو کسانو نومونه د یادولو وړ دي چې په خپلو مستقیمو او غیر مستقیمو هڅو سره یې په سیمه کې د پوهنې د دیني او عصري زده کړو بهیر له فعالینو سره وخت په وخت مرسته کړې ده.
د وخت دولتي چارواکي
په حکومتي او ټولنیزو چارو کې د وردګو د فعالو شخصیتونو او مشرانو له کړو وړو او سیمې ته د دوی د سفرونو له کبله د وردګو یو شمېر وګړي اغیزمن شوي او د پوهې خواته یې میلان زیات شوی دی. په دې لړ کې د وزیر محمد عمر وردګ، والي اسمعیل خان، والي روشندل خان وردګ، نایب الحکومه عبدالله خان، ارکانحرف عبدالعلي خان وردګ، والي الحاج غفور وصیل، وزیر تاج محمد وردګ، حاکم محمد عمر خان، حاکم غلام حضرت خان، علاقه دار محمد عثمان، ملک عبدالکبیر خان، د پوهنې پخوانی وزیر پوهاند عبدالقیوم وردګ، میرمن معصومه عصمتي وردګ، سرورخان، حاجي کریمداد، والي عبدالله خان، رییس عبدالاحد خان، امین الله خان حیدري، امان الله خان حیدري، غلام حسن خان، حکمران جلال الدین خان، ملک عبدالحبیب، حاکم ظفرخان او داسې نورو شخصیتونو نومونه د یادولو وړ دي چې د دوی کړو وړو هم د وردګو په تعلیمي بهیر او خلکو خپلې اغیزې درلودلې دي.
جهادي دوره
د جهاد په کلونو کې هم د وردګو ځینو عالمانو، پوهانو، استادانو، جهادي قوماندانانو او ټولنیزو شخصیتونو د خپلو خلکو سره د علمي پیاوړتیا لپاره په سیمه ایزه او ملي کچه هڅې کړې، وګړي یې تعلیم ته هڅولي او د خپل وس مطابق یې د وردګو په پوهنیزه بیا رغونه کې ونډه درلودلې ده. له نیکه مرغه په وردګو کې ښوونیزه بیا رغونه په داسې یوه حالت کې پيل او د پرمختګ پړاونه یې و وهل چې لا هم د پخواني شوروي د یرغلګر پوځ هوايي او ځمکنیو پوځونو سیمه تر خپلو مسلسلو یرغلونو لاندې نیوله خو د پوهې په لور یې زموږ د خلکو اراده کمزورې نه کړه او وردګ لومړۍ سیمه وه چې ډیر ژر هلته د هستوګنو وګړو د مرستې او له پوهنې سره د ځانګړې علاقې له مخې د شخصي هڅو او لګښتونو په وسیله د زده کړې مرکزونو، ښوونځیو، مدرسو او تعلیمي موسسو په فعالیت پیل وکړ او د نړیوالو تعلیمي خیریه موسسو پاملرنه یې خپلې خوا ته را جلب کړه.
د جهادي دورې تعلیمي موسسات
د (وردګ، قوم، سیمه او کلتور) د کتاب په حواله په وردګو کې د تعلیمي بیا رغونې لومړۍ هڅې د جغتو د ګلدرې ( پخواني ګنډه کول) له سیمې څخه پیل شوې ځکه چې دغه سیمه د شوروي د یرغل له لومړۍ ورځې څخه آزاده او د مجاهدینو د سنګر په توګه حسابېده. هغه لومړۍ تعلیمي موسسه چې په دې سیمه کې په ۱۳۶۵ کال جوړه شوه، د نورالمدارس په نامه یادیده چې د بنسټ اېښودلو ویاړ یې د شهید ګل باران، ډاکتر محمد سرور عزیزي، معلم سید رسول، معلم غلام محمد، ګل آغا احمدي وردګ، مولوي علم ګل، مولوي احمدجان او د کلي د یو مشرانو، مخورو او علم پالو وګړو پر غاړه وو چې وروسته بیا همدغه تعلیمي موسسه د ګوربت د امام ابي حنیفه (رح) په عالي لیسه کې مدغم شوه چې د لجنه الدعوه الاسلامیه په مالي مرسته د ۱۳۶۸ کال د جوزا په میاشت کې فعاله او لومړنۍ لېسه وه چې په وردګو کې د څو کلن جنګ او ناورین څخه وروسته یې د زده کړې دروازه د مینه والو پر مخ پرانیستله. د نورالمدارس څخه په الهام اخیستنې سره په هغو لرې او نږدې کلیو کې تعلیمي خوځښت رامنځته شو چې د شورویانو له بمبارد څخه په امان وو چې ډیر مهم ښوونځی د جغتو په ستر زرین کې د مولوي احمدجان، مولانا محی الدین او د سیمې د مشرانو په همکارۍ جوړه شوه چې په خپل وخت کې یو شهکار ګڼل کیده. بله غوره تعلیمي موسسه د ګوربت د تاریخي غره په هغه سیمه کې جوړه شوه چې د حزب اسلامي په چوکاټ کې رامنځته شوه او جوړېدلو ځای یې د ګوربت غر او د جغتو د مجاهدینو مرکز ګڼل کېده. خو د شورویانو له لوري د مسلسلو بمباریو له کبله یې خپل فعالیت ته د ډیر وخت لپاره ادامه ور نه کړه او زده کوونکي یې لومړی په کلیوالو ښوونځیو او بیا د ګوربت په لېسه کې مدغم شول. په همدې توګه د سیدآباد، چک، دایمرداد، نرخ، جلریز او د وردګو د ولایت په نورو سیمو کې هم ورته تعلیمي فعالیتونه پيل او په پېښور کې د لجنه الدعوه الاسلامیه، تعلیمي مرکز، مکتب التعمیر، العون الاسلامي او سویډن د کمېټې په مرسته په هره سیمه کې د موجودو جهادي ګروپونو د کوماندانانو په وسیله د ښوونځیو متعدد تشکیلات رامنځته شول چې یو شمېر یې ګټورې پایلې درلودې خو یو شمېر یې یوازې د ځینو کوماندانانو د مالي ګټو د تامین په موخه تاسیس شوي وو. د افغانستان د خلک دیموکراتیک جمهوریت له واک څخه د وردګو په آزادو سیمو کې هغه مهال د زده کړې بهیر په بنسټیز ډول پيل شو چې کله په ۱۳۶۷ کې د کویټ مېشتې (لجنه الدعوه الاسلامیه) موسسه سیمې ته د تعلیمي او روغتیايي خدماتو د سر ته رسولو په موخه راوستل شوه او خپل منظم تعلیمي فعالیتونه یې په ۱۳۶۸ کال د ګوربت د امام ابي حنیفه د عالي لیسې په بنسټ اېښودلو سره پيل کړل چې د ۱۳۶۸ کال د جوزا په میاشت کې یې بنسټ کیښودل شو او نوموړې موسسې نه یوازې د وردګو، بلکي د غزني، پکتیا او پکتیکا سیمو ته هم د علم پالو جهادي مشرانو په مرسته خپل فعالیتونه و غزول او د سیمې په مختلفو سیمو کې یې لیسې تشکیل کړې. باید وویل شي چې د وردګو سیمې ته نوموړې خیریه موسسه د لومړي ځل لپاره د ګل آغا احمدي وردګ او عبدالملک حمیدي د هڅو په وسیله راوستل شوه چې د وخت جهادي مشر انجنیر محمد طاوس ساجد، د جهاد یو شمېر نورو پیاوړو کوماندانانو، سیمه ییزو مشرانو او د وردګو علم پال ولس یې کلک ملاتړ کاوه او هغوی ته یې د تعلیمي فعالیتونو زمینه برابره کړه.
د معاصرې تعلیمي دورې خواخوږي
د وردګو ولس له معاصر تعلیمي نظام څخه په پراخه پیمانه خپل ملاتړ څرګند کړی او په سیمه کې یې د پوهنې د خپرولو لپاره خپلې مرستې نه دي سپمولې چې په دې ډله کې د پوهنې د وزیر ښاغلي غلام فاروق وردګ، د ملي دفاع د پخواني وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، د د اطلاعاتو او کلتور د پخوانی وزیر عبدالکریم خرم، د مهاجرینو چارو د پخوانی وزیر عبدالله خان وردګ، انجنیر محمد طاوس ساجد، انجنیر رحمت الله نبیل، انجنیر محمد نعیم سلیمي، ډاکتر روشنک وردګ، تورځونډۍ سلیمي، استاد حمیرا حقمل، مدیر محمد حسن، مولوي عبدالولي فیضان، ډاکتر قاسم، استاد زمرک یاسر، استاد سخیداد فایز، استاد خیال محمد، ډاکتر مسلم، استاد آقامیرخان، سید رسول خان، چارګل نثار، مولوي احمدجان، ضابط حنیف، مدیر متین وردګ، قاضي امین وردګ، دوکتور بهاوالدین بها، پوهاند زرجان بها، مولوي شیرین شجاعت، رییس جمعه ګل، استاد انور ولید، مولوي جمال، الحاج سیدکمال، الحاج مدیر محمد شریف، سیدیعقوب، نقیب الله اسلم، استاد صفت الله بهادري، مولوي محمد حسن، انجنیر عبیدالله، مولوي عبدالقدیم، ډاکتر ښادي خان، ډاکتر شاولي، حیات الله وحدت، حاجي سربلند، استاد میرام جان، ګل حمید، مصطفی حماس، محمد یونس، دوکتور عبدالولي وردګ، دوکتور علي وردګ، جمال رحمن، ډاکتر یحیی وردګ، بصیر احمد شېرزی، سردار محمد روشن، رحیم الله صراح، داود غیرت، انجنیر محمد آصف، قاضي رحیمي، مولوي سیدعمر، ډاکتر محمد سرور عزیزي، استاد بازمحمد، استاد محمد عاصم ګوربت، عبدالغیاث کامران، سرمعلم سیدجان، ډګروال بسم الله خان، مولوي حلیم، عبدالحلیم همت، مولوي کرامت الله، مولانا سیدرحمان، محمد زبیر شفیقي، انجنیر سیدرحیم ستار، محمد شفیق صادق، استاد فاروق خان، استاد عبدالرحمن، استاد معراج الدین، استاد منهاج الدین، فضل الرحمن طارق، عبدالوکیل حنیفي، نعمت الله محمودي، سناتور سیمع جان، انجنیر همایون ناصري، حاجي عبدالمجید وردګ، ډاکتر عبیدالله کلیمیزی او داسې نور د یادولو وړ دي.
اوسنی حالت
د وردګو د سیمې د پوهنې اوسنی حالت ځورونکې بڼه لري، د موجودو نا امنیو له کبله زموږ د سیمې پوهنیز بهیر له ډول ډول ستونزو او ګواښونو سره مخ دی. همدارنګه د نا امنیو موجودیت، وسله والو ډلو ته د ځینو زده کوونکو جذب، زده کوونکو ته د وسله والو ډلو له خوا د دین تر نامه لاندې د تخریبي افکارو انتقال او تاوتریخوالي ته د هغوی هڅونه، د مسلکي استادانو کموالی، د تعلیمي موسسو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال او تعمیراتو کموالی، د زېربنايي تعلیمي پروژو د تطبیق د زمینې نشتوالی یې لویې ننګونې دي. په همدې توګه په سیمه کې لکه څنګه چې د نارینه وو لپاره د زده کړې زمینه برابره ده د ښځینه زده کوونکو لپاره په ځانګړې توګه د متوسطه او ثانوي زده کړو په برخه کې په هېڅ شکل زمینه نه ده برابره او له بده مرغه چې د وردګو په سیمه کې د دې مرحلو لپاره ښځینه ښوونکې هم شتون نه لري او یو شمېر سیمه ایز او توندلاري وګړي فکر کوي چې ښځې باید متوسطه، ثانوي او لوړې زده کړې تر سره نه کړي او ځینې وسله والې ډلې هم دغه ډول فکر ځواکمن کوي او تعلیم ته د ښځو نه پرېښودل د دین برخه ګڼي. حقیقت دا دی چې د افغانستان د ۳۸ کلن ناورین په ترځ کې د افغانانو د ژوند زیاتره بنسټونو ته نه جبران کېدونکي زیانونه رسېدلي او د وړ معیارونو له کاروان څخه لرې پاتې شوي دي. د هېواد تعلیمي نظام هم له دغه امر څخه مستثنی نه شي ګڼل کېدای او د افغانستان د سترې غمیزې په لړ کې په ټولیز ډول سخت ځپل شوی دی. په دې مانا چې د پوهنې وزارت، نړیوالې ټولنې او اړوندو اړخونو د زیاتو هڅو سره سره د پوهنې په اوسني نظام کې د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ هغه لازم احترام چې باید مراعات شي په ډېره کمه پيمانه وده موندلې او قانون ته د احترام کچه ډېره ټیټه ده. همدارنګه ښوونیز بهیر ته داسې سخته صدمه رسېدلې چې د لوړتیا معیارونه یې لکه ښوونکی، تعلیمي نصاب، ښوونیز چاپېریال، زده کوونکی او داسې نور یو هم په نړیواله کچه د معیار په تله برابر نه دی او دغه ستونزه په وردګو کې د بلې هرې سیمې په پرتله زیاته تر سترګو کېږي.
څرنګه چې زموږ د سیمې د تعلیمي بهیر په هکله لیکلي آثار په نشت حساب دي او دغه راز معلومات زیاتره د لیکوال د سترګو له لیدل شوو حالاتو او د سیمې له ځینو مشرانو سره د مرکو پر بنسټ برابر شوی دی، تر ډیره حده هڅه شوې ده څو د داسې کسانو نومونه هرو مرو په دې لیکنه کې له هېڅ ډول ملاحظې پرته یاد شي چې د دې کرښو لیکوال ته یې د وردګو په کچه د رښتینو پوهنیزو خدماتو څرک لګیدلی دی. خو له دې سره سره کېدای شي چې د ځینو داسې کسانو نومونه له دغې لړۍ څخه پاتې شوي وي چې زموږ سیمې ته یې د تعلیمي خدماتو د روښانه لړۍ په غزولو کې برخه اخسیتې او د نامه یادونه یې نه وي شوې. نو زه په بخښنې سره له ټولو ګرانو لوستونکو څخه هیله کوم چې د دې ډول خادمو او علم پالو اشخاصو د نومونو او تعلیمي فعالیتونو په هکله خپل معلومات له اړوندو اسنادو او لاسوندونو سره یو ځای له موږ سره شریک کړي.
لویه تشه
یوه لویه او نه جبران کېدونکې تشه چې د وردګو د زده کړې په بهیر کې تر سترګو کېږي هغه په سیمه کې د جګړې ادامه، د یو شمېر وګړو سره د دین په وړاندې د ناسمو آندونو شتون، د ښځینه ښوونکو د نشتوالي او مختلفو عواملو له کبله د ښځو تعلیم ته کمه پاملرنه ده چې له امله یې د وردګو په زیاترو سیمو کې د ټولنې دغه لوی قشر د تعلیم له نعمت څخه په چورلټه توګه محروم دی. که په ځینو سیمو کې کوم ښځینه ښوونځی فعال وي، نو هغه یوازې تر دریم ټولګي پورې فعالیت کوي، ښځینه ښوونکي په نشت حساب دي او تر دې مهاله د سیمې مشران او مسوول اړخونه نه دي توانېدلي چې دغې لویې ستونزې ته پرېکنده او غوره حل لاره و مومي.
د ۱۳۹۴ کال پوهنیز وضعیت
هغه عمومي معلومات چې په ۱۳۹۴ کال کې د وردګ ولایت پوهنیز وضعیت څرګندوي په دې ډول دی:
په ۱۳۹۴ کال کې د وردګ په ولایت کې جمعاً ۴۹۰ بابه تعلیمي موسسې فعالې دي، چې په هغه کې ۱۸۲۵۶۲ تنه زده کوونکي د ۵۵۰۰ ښوونکو له خوا زده کړه ترلاسه کوي. د دې موسساتو ۴۳۷ بابه په عمومي زده کړو، ۳۳ بابه په اسلامي زده کړو، ۱۱ بابه په تخنیکي او مسلکي زده کړو او ۹ بابه د ښوونکو په روزنه پورې اړه لري.
د همدې تعلیمي موسساتو ۳۳ بابه په مرکز میدانښار، ۴۳ بابه د نرخ په ولسوالۍ، ۳۸ بابه د جلرېز په ولسوالۍ، ۱۰۰ بابه د بهسودو د مرکز په ولسوالۍ، ۳۸ بابه د جغتو په ولسوالۍ، ۲۹ بابه د جلګې یا دایمرداد په ولسوالۍ، ۱۰۲ بابه د سیدآباد په ولسوالۍ، ۷۲ بابه د چک په ولسوالۍ، او ۳۵ بابه د بهسودو د لومړۍ حصې په ولسوالۍ پورې اړه لري.
لوړې زده کړې
وردګ ولایت په ۱۳۹۲ کال د پوهنتون خاوند شو خو باید وویل شي د وردګ پوهنتون د تاسیس فکر له زیاتو علم پالو وردګو سره موجود وو چې په دې سیمه کې یو داسې پوهنتون جوړ شي چې افغانستان ته د غوره علمي او روزنیزو خدمتونو جوګه وي ځکه چې په وردګو کې د پوهنتون لپاره محصلین، استادان او علمي ظرفیتونه شته دي. له همدې کبله په ۱۳۸۴ کال کې د همدې اثر لیکوال د یوې لیکنې په ترځ کې دغه فکر د برېښالیک له لارې د وردګو له یوې ۶۰۰ کسیزې ډلې سره شریک کړ چې په دوی کې د پوهنتونونو استادان، مشران چارواکي او د پوهنې د چارو مینه وال شامل وو. د ګل آغا احمدي همدغه لیکنه په ۱۳۸۷ کال کې ښاغلي محمد حامد حلیمي په خپل اثر (وردګ، سیمه، تاریخ او کلتور) کې په بشپړ ډول چاپ کړه څو زموږ وګړي و کولای شي چې خپل دغه فکر ته د عمل جامه ور واغوندي او خپله دغه هیله په عمل بدله کړه. وروسته په لویه او وړه پيمانه هڅې و شوې د وردګ ولایت له پخوانیو والیانو ښاغلو عبدالجبار نعیمي، محمد حلیم فدايي او عبدالمجید خوګیاڼي سره پرې جدي خبرې و شوې او پرېکړه و شوه چې دا پوهنتون به د ټوپ په دښته کې جوړېږي. له زیاتو هڅو وروسته په ۱۳۹۲ کال کې د وردګ ولایت لپاره د (ټوپ په دښته) کې د پوهنتون جوړېدل د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي له خوا منظور شول چې د ۱۳۹۲ کال د کب د میاشتې په ۳مه نېټه یې د سیدآباد د ولسوالۍ د ټوپ په دښته کې يې د تعمیر د بنسټ ډبره کېښودل شوه، او د احاطې او موقتي تعمیر جوړولو چارې یې په ۱۳۹۴ کال پیل شوې. خو د دې پوهنتون د اساسي تعمیرونو د جوړېدلو د چارو په هکله دقیق معلومات په لاس کې نشته چې کله به د دې ولایت د پوهنتون پر اساسي ودانیو کار پيل شي، څه وخت به نوموړې ودانۍ بشپړې او د تحصیلي فعالیتونو لپاره به چمتو شي. یو لوی خنډ چې وردګ پوهنتون د خپل تاسیس په لومړیو شېبو کې ورسره مخ دی هغه دا دی چې د دې پوهنتون د ودانۍ لپاره د خوښې کړې ځمکې د ملکیت پر سر د سیمې د وګړو او په ځانګړې توګه د اله سنګ او ټوپ کلیو د ځینو افرادو تر منځ دعوې را پورته شوې او په دولتي ځمکو یې دعوه کړې ده. خو له نېکه مرغه چې په ۱۳۹۵ کال کې د دې پوهنتون لپاره د ځمکې موضوع حل شوې او د ټوپ په دښته کې ۵۰۰ جریبه ځمکه ورته په نښه شوې او د احاطې دېوال یې د بشپړېدو په حال کې دی. همدارنګه په هغه غونډه کې چې د ۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د نوموړي پوهنتون د ملاتړ لپاره په کابل کې را غوښتل شوې وه، د لوړو زده کړو وزیرې آغلې فریده مومند ژمنه وکړه چې د دې پوهنتون ودانۍ به د خپل پلان له مخې جوړوي. همدارنګه د کرنې او مالدارۍ وزیر ښاغلي اسدالله ضمیر هم ژمنه وکړه چې د دې پوهنتو په انګړ کې به یو کرنیز تحقیقاتي فارم جوړوي. وردګ پوهنتون په ۱۳۹۵ کال کې ۲۲۱ تنه محصلین، ۶ تنه استادان، ۱ باب پوهنځی او ۲ دیپارتمنتونه لري او په ۱۳۹۵ کال کې د دې پوهنتون د پوهنځیو شمېر ۲ پوهنځیو ته رسېږي. د لوړو زده کړو وزیرې آغلې فریده مومند اعلان وکړ چې په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کې به د دې پوهنتون تدریسي تعمیر جوړېږي چې ۲۰۰ خونې به و لري او وردګ پوهنتون به په ټولو اړینو تدریسي عصري وسایلو سمبال کېږي. باید وویل شي چې د ۱۳۹۴ کال د کانکور د آزموینې د اعلان څخه وروسته وردګ پوهنتون ته ۱۵۰ تنه محصلین معرفي شوي چې او په ۱۳۹۴ کال کې یې ۷۱ تنه محصلین درلودل چې د محصلینو شمېر یې ۲۲۱ تنو ته رسېدلی دی. د وردګ پوهنتون لومړی رییس ښاغلی عبدالرحمن عثماني وو او اوسنی رییس یې ښاغلی عنایت الرحمن مایار دی. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې تر دې د مخه د لوړو زده کړو داسې کومه فعاله او د پام وړ موسسه په دې ولایت کې نه وه جوړه شوې بلکي یوازې د (تابش) په نامه د لوړو زده کړو یوې خصوصي موسسې د وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د خپل تحصیلي فعالیت اعلان کړی دی. د لوړو زده کړو په برخه کې وردګ محصلینو د تاریخ په اوږدو کې خپله عالي وړتیا ښودلې او د هېواد په کچه د ښو نمرو په اخیستلو کې ځانګړی مقام لري. له همدې کبله د لسیزو را پدېخوا زرګونه وردګ محصلین د هېواد د لوړو زده کړو له موسساتو څخه فارغ او د هېواد د چوپړ لپاره آماده شوي دي. ضروري ګڼم چې په دې برخه کې د یوه مثال یادونه وکړم: په ۱۳۷۷ کال کې هغه مهال چې په کابل کې د طالبانو واکمني وه، ما ګل آغا احمدي د کابل پوهنتون څخه یوه لیدنه وکړه او په نوموړي پوهنتون کې ۵۰۰۰ تنو محصلینو شتون درلود چې ۳۰۰۰ محصلین یوازې د وردګو د څلورګونو ولسوالیو (جغتو، چک، دایمرداد او سیدآباد) او پاتې ۲۰۰۰ محصلین د ټول افغانستان څخه وو. خو د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د وردګ محصلینو د شمېر او د دوی د لوړې تعلیمي سویې لپاره اوسنی حالت خواشینوونکی دی چې مشخص عوامل لري. په ښوونځیو کې د زده کړې د سویې ټیټوالي، له سیمې څخه د مسلکي استادانو کډه کېدل، د نا امنیو شتون، جنګي ډلو ته د ځوانانو تمایل، په سیمه کې د تعلیمي آسانتیاوو محدودیت او یو شمېر نورو عواملو له کبله په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان د لوړو زده کړو موسساتو ته د وردګ محصلینو د شمېر د جذب او ښو تحصیلي وړتیاوو د څرګندولو په برخه کې حیرانوونکی کموالی راغلی چې جدي غور ورته په کار دی. باید وویل شي چې په ۱۳۹۵ کال کې د هېواد په مختلفو دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو کې ۱۰۰۰۰ تنه وردګ محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي چې ښځینه محصلین یې د ګوتو په شمار دي. همدارنګه یو محدود شمېر وردګ محصلینو ته په بهرنیو هېوادونو کې هم د زده کړې فرصت برابر شوی دی.
پایله
دغه لیکنه چې (د وردګو پوهنیز بهیر) نومېږي پر سریزې سربېره په دولسو عنوانونه کې برابره شوې چې د وردګو په پوهنیز بهیر بحث کوي او له ځینو ضروري شمېرو سره یو ځای بشپړه شوه. دغه لیکنه د وردګ پېژندنې سیمنار ته چمتو شوې او نوموړی سمینار به د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې جوړېږي.
اخځلیکونه
۱.وردګ، قوم، سیمه او کلتور د حامد حلیمي لیکنه،
۲.ابراهیمې، رقیب الله مونو ګراف، په وردګو کې تصوفي څیرې،
۳.په کابل کې د وردګو مرکزي عالي شورا د مشورتي بورد سره مرکې،
۴.له مختلفو پوهانو او پوهنیزو څیرو سره مرکې،
۵.د وردګو او میدان د ولایت د پوهنې د ریاست د ۱۳۹۳ کال راپور،
۶.احمدي وردګ، ګل آغا، محمد ارسلان سلیمي د افغانستان پياوړې څېره،
۷.احمدي وردګ، ګل آغا، سوله په مکتبونو کې،
۸.ژوندون مجله، د ۱۳۴۹ او ۱۳۵۰ کال ګڼې،
۹.د پوهنې وزارت د ریاست دفتر آرشیف.
۱۰.احمدي وردګ، ګل آغا، وردګ پوهنه، ناچاپ اثر.