سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار سږ کال د لسګونو میلون ډالرو میوې صادرې کړي

کندهار سږ کال د لسګونو میلون ډالرو میوې صادرې کړي

تاند (سې شنبه، د عقرب لومړۍ) کندهار سږ کال ۲۳ زره ټنه انګور، ۷ زره ټنه انځر او ۹ زره ټنه پیاز  او ۶۱ کیلو زعفران بهر ته صادر کړي دي.

پر دې سربېره کندهار ډېر انار تولیدوي خو څرګنده نه ده چې سږ کال بهر ته د کندهار څومره انار صادر شوي دي.

د طالبانو د والي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سږ کال له کندهار څخه لږ تر لږه ۲۳ زره ټنه انګور او شاوخوا ۷ زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي دي.

ډېری انګور هند او پاکستان ته صادر شوي، او انځر په تېرو دوو میاشتو کې بهر ته لېږل شوي، خو په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې کومو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، بهر ته د صادر شویو انګورو او انځرو ارزښت شاوخوا ۳۶ میلیون ډالره اټکل شوی.

له بلې خوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست ویاند وایي د دې ولایت بزګرانو سږ کال څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي دي.

 د یاد ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل له قوله لیکلي، چې یاده اندازه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونو مرستیال عبدالباقي بینا اعلان وکړ چې ولایت یې په تېرو دوو میاشتو کې د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت ۹۹۵۰ ټنه پیاز صادر کړي دي.

د ده په وینا، پیاز په عمده توګه ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته صادر شوي، چې د کندهار د کرنیزو وړتیاوو یوه نښه ده.

دا په داسي حال کې ده چې سږ کال پاکستان په ځلونو د افغانستان د میوو اونورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو په مهال خپلې لارې بندې کړې او لهدې کبله یې نه یوازې د افغانستان صادرات اغېزمن کړل بلکې افغان سوداګرو ته یې هم د میلیونونو دالرو تاوان واړاوه.

له بلې خوا پاکستان د افغانستان پر میوو تعرفې څو برابره زیاته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب