چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+د بشران، تاریخي ریښه

د بشران، تاریخي ریښه

اسیستانت پروفیسور

دوست سرواني- کاناډا، ټورنټو

د سیمي سره د آریانا (افغانستان) د ګډ تاریخ او فرهنګ یو ښه ثبوت د تاریخي ځاینومونو مشترکي ریښې دي. بشران د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه لسمه حوزه ده او په شمال لوېديځه څنډه 4_6 کیلومتری کښي د یوې تاریخي سیمي نوم دیچي ځايي خلک یې بَشَران بولي. په مخکنۍ لیکنه کښي مو د دې سیمي په منځنی برخه کښي، د  زړې تاریخي غونډۍ (برنګbarang/ ) تشریح کړې وه.

ځینو کسانو دا کلمه عربي فهمولې او بشران یې د بشر تثنیه فکر کړې ده. چا د احمد بن عبدالله ابو نعیم (ذکراخبار اصفهان) کتاب، ۱ ټوک، ۲۳۴ مخ کښي د یحیی فورَک نوم (بشران) ته اشاره کړې. خو د جغرافیايي ځاینومونو څېړني او شنني، د تاریخي ژبپوهني د څانګي ټوپونيمي/toponymy له مخي که وګورو په اندو-اروپايي فرضي مورینه /Proto-Indo-European کښي د دې نوم ریښه (bhares ، بهریش، بهریس) په بڼه د ښکاره او څرګند او غلې دانې په معنا لیدل کیږي. په ویدي متونو کښي (barhis/برهیش، برهیس) د یو ډول واښه(علف) نوم و چي په آریايي مذهبي مراسمو کښي ګټه ورڅخه اخیستل کېده. او بل ځای په همدي ویدیک متونو کښي د پاشلو او شیندلو په معنا هم راغلې کلمه ده لکه: په ځمکه کښي د غلې دانې او تخم شیندل. په سلاونیک ژبو کښي یې ریښه: ( barsina) بریشنا ده، په روسي ژبه کښي :

b ó r o š n o /بروشنو، ده. د پاڼي ڼي په اښت ادهیايي کښي (vešanta/بشنتا) د کوچني سیند په معنا راغلې ښايي د بشران د اوسني بغرا نوم به و یا به د هلمند سیند له پاره د (بشنتا) صفت کارېدلی وي. د اوستا د ګاڅونو, زند او پازند کښي يې بڼه بشرونتن/bashrontan ده چي د لمانځني, عبادت او پرستش معنا لري. د اوستا په وندیداد 41 , یشتينو 36 او یسنا9 بندونو کښي برشنو/bareshnu کلمه د لوړي څوکي په معنا ده دا روايت ځکه کمزوری ښکاري چي په دې سیمه کښي غر او لوړه څوکه نه سته. بل دا چي داسي شواهد هم نه سته چي دلته دي د /ابن بشران/ په نوم عرب کس ښخ(دفن) وي. د بشران وجه تسمیه بشرونتن د عبادت او لمانځني په معنا واقعیت ته نژدې ده لکه:  برنګ چي زرتښتي اورلمانځني ته ويل کېده او دا سیمه د زرتښتي مذهب مشهوره سیمه وه. په سانسکریت ژبه کښي پوجا / puja او प्रसादना/prsadana پرشادنا د لمانځني او عبادت په معناوي لريچي دوهمه کلمه يې د ټوپونیمۍ له مخي بشرونتن – بشران ته نژدې ده. په زړو هندي متونو کښي د آمو(oxua)او ( bakshu-بکشو) ، په تیبت/Tibet کښي د bašati//بشتي، د هند د راجستان :bhušwar /بهشوره ، د پنجاب د سیالکوټ وان-بهچران/wan-bhachran د ازبکستان د فرغانې د besharik  او د هلمند د بشرونتن یا بشران د تاریخي سیمو د نومونو ریښې سره ورته معلومیږي.  نو بشران د اوستا د ګاڅونو( بشرونتنَ) د زرتښتي لمانځني او عبادت په معنا له حقیقته لیري نه بريښي.

ماخذونه:

1. اوستا , یشتونه, ويدا او یسنا برخي.

monier_williams a sanakrit rnglish dictionary,oxford 2 .

An Etymological Dictionary of the Proto-Indo-European Language,p315.3

4.The Geographical Dictionary of Ancient and Medieval India.p26

5.Dictionary of Panini,Part3.p531

6.A Dictionary of the Vedic Ricuals,p93.

۷. قاموس برهان قاطع
۸. فرهنګ آنندراج

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...