چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهطالبان په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره...

طالبان په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره ټیمونه لیږي

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۹مه】د طالبانو د حکومت د معلوماتو او احصایې ملي ادارې ويلي، ايران کې د مېشتو افغان کډوالو د هويت د تثبيت په موخه يې غونډه کړې.

د دغې ادارې د نفوسو د ثبت مرستيال، محمد نبي نصرت له يوه پلاوي سره يو ځای، له بهرنيو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو او ماليې وزارت استازو سره د هغو کاري ټيمونو د لېږلو په تړاو ليدلي چې ټاکل شوې د افغان کډوالو هويتونه ثبت کړي.

نصرت په دغه لیدنه کې ويلي، چې د کډوالو لپاره د هويت تثبيت او اړوند خدمتونو ته اسانتیاو برابرول د ادارې له لومړيتوبونو دي.

نوموړي زياته کړه چې لازم چمتووالی بشپړ شوی او دغه ټيمونه به ژر ايران ته واستول شي.

طالبان داسې مهال په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د ثبتولو لړۍ پیلوي چې په یاد هېواد کې افغانان له سختو ځورونو سره مخ دي.

وخت ناوخته له افغان کډوالو د ایرانیانو د ناوړه او ظالمانه چلندونو وېډیوګانې خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وړمه ورځ شنبه تهران ته په یوه رسمي سفر تللی دی.

امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ له عراقچپ سره په ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا ته په کتو یې ډيپلوماټیکو اړیکو کچې په لوړېدو ټینګار وکړ.

متقي دغه راز زیاته کړه چې طالبان هېواد کې د کډوالو بیا مېشتېدنې زمینې برابرېدو ته ژمن دی او له ایراني لوري یې غوښتي، چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول را ستانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...