Homeخبرونهاسرائیل، غزې ته د بشرې مرستې او خوړو د داخلېدو اجازه ورکوي

اسرائیل، غزې ته د بشرې مرستې او خوړو د داخلېدو اجازه ورکوي

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۹مه】‏اسراییلو هوکړه کړې، چې له څو میاشتني بندیز وروسته د غزې خلکو لپاره د خوړو محدود شمېر بشري مرستو او خوړو ته د دې لپاره اجازه ورکوي، چې پلان لري د غزې شمال او جنوب کې د حماس پر ضد ځمکني عملیات پیل کړي.

د نتانیاهو دفتر ویلي، چې د اسراییلي پوځ په مشوره او د حماس د ماتولو لپاره د سختو عملیاتو پراخولو اړتیا له مخې،دوی به د غزې خلکو لپاره دومره خوړو ته اجازه ورکړي، چې د لوږي بحران رامنځته نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پرون یکشنبه د غزې پر لوږې او محاصرې ساتلو یې سخته نیوکه کړې وه.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د منځني ختیځ د سفر پای ته رسولو پر وخت ویلي، چې د غزې خلک وږي دي او باید دواړو خواوو ته پام وشي.

په ورته مهال بیا د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا یوازې په تېره اونۍ کې نږدې ۵۰۰ کسان د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې غزه نه یوازې د بشري مرستو او خوړو بحران سره مخ ده، بلکې د درملو کمښت او د ټپیانو د انتقال لپاره یې ۷۵ سلنه امبولانسونه د سون توکي یا تېل هم نه لري.

پر حماس د اسراییل پوځ د عملیاتو پراخوالی او د بشري مرستو د لېږد لارې بندولو له امله غواړي فشار راوړي، څو اسراییلي یرغمل شوي خوشې او په وینا یې حما.س له منځه یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...