پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهافغانستان د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم کې د بحث محور...

افغانستان د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم کې د بحث محور دی

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۹مه】افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر وايي، د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم د اروپايي کمېسیون او پولنډ په کوربه توب بروکسل کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې دغه ناسته نن او سبا دوام وکړي.

په دې ناسته کې به د افغانستان د بشري وضعیت پر ريښو د بحث سربېره د ملي او سیمه ییزو حل لارو ارزونه وړاندې شي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په پراخه توګه کمې شوي چې له امله یې دغه هېواد کې روغتیا او بشري وضعیت سخت اغېزمن شوی دی.

بل لورته اروپایي ټولنې له افغانستان سره د مرستې لپاره روان میلادي کال ۱۵۰ ملیونه یورو هم ځانګړي کړي دي.

اروپايي ټولنې له دې وړاندې افغانستان سره د مرستو ډاډ ترڅنګ او په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو آزادیو ورکړې ټینګار کړی دی.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان کې د مېشتو افغانانو زیاته برخه له سختې بېوزلۍ سره مخ دي.

له دې سره هم مهاله له پاکستانه را شړل شوي افغان کډوال هم د بې روزګارۍ ترڅنګ له بېوزلۍ شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...