Homeخبرونهتاجکستان د چین- افغانستان د ترانسپورتي دهلېز د ژر جوړېدو غوښتنه وکړه

تاجکستان د چین- افغانستان د ترانسپورتي دهلېز د ژر جوړېدو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د تاجکستان د ترانسپورت وزیر، عظیم ابراهیم، د چین–تاجکستان–افغانستان د ترانسپورتي دهلېز د ګډې پروژې د تطبیق لپاره د تفاهم‌لیک د ژر لاسلیک غوښتنه وکړه.

 د ترند خبري آژانس د تاجکستان د ترانسپورت وزارت له قوله راپور ورکړ چې دا وړاندیز د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې، د چین او منځنۍ آسیا د ترانسپورت وزیرانو د دوهمې ناستې په څنډه کې د چین د ترانسپورت له وزیر لیو وي سره د ابراهیم د لیدنې پر مهال شوی دی.

ابراهیم همداراز وړاندیز وکړ چې د نړیوالو باروړونکو موټرو لپاره د جوازونو د تبادلې کوټې دې زیاتې شي او د دواړو حکومتونو ترمنځ د نړیوال ترانسپورت د هوکړې مسوده دې نهايي شي.

په مقابل کې، لیو وي د تاجکستان وزیرانو ته بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۵ کال د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر ۲مې پورې په بېجېنګ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترانسپورت وزیرانو په دوولسمه ناسته کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

لومړی فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   ځینې انسانان د ژوند سفر له ارامۍ پیلوي، خو ځینې نور د توپونو، راکټونو او باروتو...