تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۹مه】د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته په رسمي سفر تللی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، چې په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم شامل دی.
تکل زیاته کړې چې، ټاکل شوې په دغه سفر کې متقي د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره د کتلو او پر دوه اړخیزو، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم په ګډه خبرې اترې وکړي.
متقي داسې مهال چین ته په سفر تللی چې تر ده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدر اعظم مرستیال اسحاق ډار هم نن (دوشنبې) چین ته روان په سفر شوی دی.
د پاکستان Ary نیوز تلویزیوني چاینل راپور ورکړی وو، چې له اسحاق ډار سره به یو پلاوی هم ملګری وي.
نوموړی او ورسره مل پلاوی به یې د چین له صدراعظم او ځینو نورو چارواکو سره وویني.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان، چین او پاکستان د باندنیو چارو وزیران په درې اړخیزه غونډه کې پر خپل منځي سوداګرۍ، سیمه ییز امنیت او همکارۍ خبرې وکړي.
دا غونډه وروسته له دې کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په پهلګام کې په تروریستي برید پسې شخړې وشوې.
هند د پاکستان او چین ګډ سیال ګڼل کېږي.