تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۲۹مه】د هند کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د آسیا کرکټ له ټولو لوبو ووځي او ګډون نه کوي.
محسن نقوي د پاکستان د کرکټ بورډ مشر دی.
د هند کرکټ بورډ ځینو سرچینو د دې پرېکړې موخه د پاکستان کرکټ منزوي کول یاد کړي.
دوی ټینګار کړی، چې د هند لوبډله نه شي کولای داسې سیالیو کې ګډون وکړي، چې مشري یې د پاکستان داخله وزیر کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني رسنیو ویلي چې هند غواړي کرکټ او سیاست سره یوځای کړی او هڅه کوي دا هېواد په ټولو نړیوالو پلیټفارمونو کې منزوي کړي.
د هند کرکټ بورډ یادې پرېکړې په راتلونکې سپټمبر کې د آسیا کپ په اړه چې خپله یې کوربه هم دی، د ترسراوي برخه کې پوښتنې پیدا کړي.
د دغو لوبو ګډونوال هند، افغانستان، پاکستان بنګله دېش او سریلانکا دي.
هند د امنیتي اندېښنې له امله د ۲۰۲۳ کال آسیا جام سیالیو کې پاکستان ته له تګ هم ډډه کړې وه.
هغه مهال د هند لوبې بیا په سریلانکا کې ترسره شوې او یاد جام یې په خپل نوم کړ.