چهارشنبه, اکتوبر 16, 2024
Homeخبرونهکابل کې د کرنیزو او حیواني تولیداتو ۳۰م نندارتون پرانستل شو

کابل کې د کرنیزو او حیواني تولیداتو ۳۰م نندارتون پرانستل شو

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۵مه) نن چارشنبه د کابل په بادام باغ څېړنیز او ښوونیز فارم کې د کرنیزو او حیواني تولیداتو او محصولاتو دېرشم نندارتون پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء سياسي او اداري مرستيالانو، د کابينې غړیو، د خصوصي سکټور استازو او د هېواد يو شمېر کروندګرو، مالدارانو او ښاريانو ګډون کړی و.

د مالوماتو له مخې په دې نندارتون کې د نندارې لپاره د کرنیزو او حیواني تولیداتو ۲۶۳ هټۍ جوړې شوي او څلور ورځې به دوام کوي.

لیدونکي هم د نندارتون پیل ته هیله من ځکه دي،چې ورسره به کورنیو تولیداتو ته ښه بازارموندنه وشي.

نندارتون ته راغلي ننداچیان له عامو افغانانو هیله کوي،چې په کارېدونکو توکو کې دې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب